"پر سګريټ څکولو بنديز د مړو زېږېدونکو ماشومانو شمېر کم کړی"

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption څېړنه ښيي پر سګرټو له بندیز څلور کاله وروسته، نژدې ۱۵۰۰ ماشومان ژوندي پاتې شول.

نژدې اته کاله وړاندې په بریتانیا کې په عامه ځایونو کې د سګرټو څکول بند شول، اوس ساینسپوهان وايي چې همدغه مثبت ګام د دې لامل شوی چې د مړه زېږېدلو ماشومانو شمېر کم شي.

په بریتانیا کې په ډېرو ودانیو کې د "دلته سګرټ څکول منع دي" لوحه تر سترګو کېږي.

یوه نوې څېړنه چې د ساینسي ژورنال له خوا خپره شوې ښيي، چې نه یوازې دا چې د مړه ماشومانو په زوکړې کې ۸ په سلو کې کمی راغلی چې همدومره کمی له زوکړې وروسته د ژر مړه کېدونکو ماشومانو په شمېر کې هم راغلی دی.

څېړنه ښيي پر سګرټو له بندیز څلور کاله وروسته، نژدې ۱۵۰۰ ماشومان ژوندي پاتې شول.

د مور او ماشوم د برخې متخصص ډاکټر پتریک اوبراین وايي کله چې مور میندواره وي، د سګرټو لوګی د هغې په نس کې پر ماشوم ډېره ناوړه اغېزه لري.

دی وايي "موږ البته په دې پوهېږو چې سګرټ څکول میندواره او عامو خلکو ته ډېر روغتیايي تاوان لري، خو کله چې ښځه میندواره وي د هغې د ماشوم روغتیا ته خطر متوجه وي، کېدای شي ماشوم یې مړپیدا شي او یا دا چې ماشوم یې له خپل وخته مخکې پیدا شي. نو سګرټ ډېر تاوان لري"

ډاکتر پتريک اوبراين وايي "د داسې یوې تګلارې غوره کول ښيي چې موږ کولی شو د مړه ماشومانو له پیدا کېدو، د ماشوم له وخته مخکې پیدا کېدو او د ماشومانو له هغې مړینې مخنیوی وکړو چې د زوکړې پر لومړۍ اونۍ مري".

Image caption دا چې د تنباکو په نه څکولو د ډېرو ناروغیو مخه نیول کېدی شي، ډېرې نورې ښاروالۍ پر دې کار کوي چې په عامه ځایونو کې د سګرټو څکول بند کړي

دا څرګنده ده چې پر سګرټو بندیز نه یوازې دا چې په خپله سګرټیانو ته يې ډېره ګټه کړې, نورو ته یې هم ګټه ور رسېدلې ده.

همدا لامل شو چې اوس د قانون د لا جدي کولو غوښتنې راپورته شوي چې سګرټیان و نه شي کړای په یو شمېر هغو ځایونو کې سګرټ وڅکوي چې اوس بندیز پرې نشته.

د "عامه روغتیا لپاره شاهي ټولنه" نه یوازې غواړي چې د رسټورانټونو او شرابځایونو په مخکې دې سګرټ څکول منع کړل شي چې په پارکونو، د ښار په مرکز او د ښوونځيو د دروازو مخ ته دې هم د سګرټ څکولو لپاره نامناسبې اعلان شي.

ځينې کسان بيا له اوسني وضعيت شکايت کوي، يو سګريټ څکوونکی وايي، "موږ همدا اوس هم د باندې اېستل شوي یو، خو اوس غواړي تر دې مو هم ډېر سړک ته وباسي، یا داسې ځای ته چې یوازې سګرټیانو ته ځانګړی شوی وي".

دا چې د تنباکو په نه څکولو د ډېرو ناروغیو مخه نیول کېدی شي، ډېرې نورې ښاروالۍ پر دې کار کوي چې په عامه ځایونو کې د سګرټو څکول بند کړي.

له دې سره به نه یوازې دا چې په خپله سګرټ څکوونکي خپل ځان ته ډېر تاوان نشي رسولی، له دوی سره نژدې خلک به هم د سګرټو له مرګوني لوګي خوندي پاتې کېږي.