د کتاب پاڼې چې اوبه له مکروبونو پاکوي

د انځور حقوق Waterislife Kristine Bender
Image caption بل پړاوکې به داکتابونه د سیمې خلک و کاروي او په پراخه توګه به وازمویل شي

یوکتاب چې پاڼې ېې د څکلو اوبو د فلټر کولو او پاکولو لپاره کارول کېدای شي په لومړنیو ازموینو کې اغېزمن ثابت شوی.

"دڅکلو وړ کتاب" پاڼو کې د اوبو د فلټر کولو او صفا کولو په خاطر ځانګړي کیمیايي مواد شته او هم ورباندې د اړتیا وړ لارښونې لیکل شوې دي.

د دې کتاب په پاڼو کې د سپینو زرو یا مسو ډېری وړې زرې شته، چې له هغو څخه د اوبو د تېرېدو په وخت کې د اوبو مکروبونه وژني.

په جنوبي افریقا، ګاناډا او بنګله دېش کې د اوبو پر ۲۵ ناپاکو سرچینو باندې ازموینو وښوده چې دغه ډول کاغذي پاڼو وکولای شول چې ۹۹ سلنه مکروبونه له اوبو څخه لیرې کړي.

څېړونکي وايي په دغو فلټر شویو یا پاکو شویو اوبو کې یوازې دومره مکروبونه پاتې و لکه څومره چې د امریکا د متحدوایالتونو د کورونو د اوبو په نلونو کې شته دي.

که څه هم یوه ډېره لږه اندازه د سپینو زرو او مسو زرې هم په تصفیه شویو اوبو کې تېرېږي خو څېړونکي وايي دا د انسان بدن ته زیان نه رسوي.

ددې څېړنو نتیجې د باسټن په ښار کې د امریکا د متحدو ایالتونو د کیمیايي توکو ټولنې ۲۵۰مې غونډې ته وړاندې شوې.

د امریکا د متحدوایالتونو د پیتسبرګ د کارنیګي میلن پوهنتون یوې څېړونکې ډاکټرې تیري ډانکوویچ د څو کلونو په ترڅ کې د کاناډا د مک جل پوهنتون او بیا د ویرجینیا په پوهنتون کې د یو لړ تجربو په ترسره کولو سره دا ټکنالوژي وازمویله.

ډاکټره ډانکوویچ وايي: "دا ټکنالوژي د مخ په ودې هېوادونو د ټولنو لپاره ده، ځکه چې د نړۍ ۶۶۳ ميلیونه خلک دڅکلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري".

هغې بي بي سي ته وویل: "صرف دومره کار دی چې د کتاب یوه پاڼه رابېله کړئ، په یوه قیف کې ېې کېږدئ او د سیند، ویالې یا څاه اوبه ورنه تېرې کړئ، له هغې نه پاکې اوبه ترلاسه کېږي او مکروبونه ېې وژل کېږي".

ډاکټره ډانکوویچ وايي کله چې اوبه له دې ځانګړي کاغذ تېرېږي د سپینو زرو یا مسو موجود ایونونه د مکروبونو له خوا جذبېږي او هغوې وژني.

د هغې څېړنو ښودلې چې د کاغذ یوه پاڼه تر ۱۰۰ لیټرو پورې اوبه پاکولای شي. په دې توګه یو کتاب کولای شي د ۴ کلونو لپاره د یو شخص د اوبو زیرمې پاکې کړي.

Image caption د کتاب پر پاڼو باندې په انګلیسي او محلي ژبو لارښونې چاپ شوې دي

ډاکټرې ډانکوویچ په خپل لابراتوار کې دغه کاغذونه پر مصنوعي توګه ناپاکو شویو اوبو باندې ازمویلي دي. د بریالیو لابراتواري ازموینو وروسته ېې په تېرو دوو کلونو کې د یوې خیریه موسسې سره لاس یو کړ او په عملي ډګر کې ېې نورې تجربې او ازموینې وکړي.

په دغو ازموینو کې په تصفیه شویو اوبو کې د مکروبونو شمېر په منځنۍ توګه ۹۹ سلنه راټیت شو او په زیاترو حالاتو کې لا بېخي صفر ته ورسېد.

ډاکټره ډانکوویچ وايي دا له هیچانه ډکه خبره ده چې نه یوازې په لابراتواري تجربو کې بلکې له لابراتوار نه بهر په عملي ډګر کې هم د ناپاکو اوبو پر زیرمو باندې تجربو وښوده چې دغه ډول کاغذونه اوبه پاکولای شي.

خو هغه وايي په یوځاې کې له یوې ډیرې سختې ننګونې سره مخ شوې وه.

"یوځاې و چې هلته اصلا د بدرفت چټلې اوبه ویالې ته راوتلې، چې مکروبونه په کې ډېر زیات وو. خو موږ د دې کاغذ د اغېزمنتوب له امله ډېرحیران شوو.

په دغو اوبو کې ېې تقریبا ټول مکروبونه ووژل. نو موږ فکر وکړ چې که دا کار کولای شي نوکېدای شي ډېر کارونه هم وکړي؟"

ډېر نورکار په کار دی

ډاکټره ډانکوویچ او همکاران ېې هیله من دي چې د دې کاغذ تولید زیات کړي.

اوس دوې دا کاغذ په لاس جوړوي او غواړي چې تولید ېې زیات شي چې سیمه ییزو خلکو ته ورکړل شي او هغوې ورڅخه د اوبو د پاکولو لپاره کار واخلي.

"مونږ باید دا د خلکو لاسونو ته ورسوو چې وګورو اغيزې ېې څنګه دي. یو ساینسپوه په یوازې ځان همدومره کولای شي."

ډاکټره ډانکوویچ اوس په بنګله ديش کې د یوې خیریه موسسې په مرسته هڅه کوي چې وګوري آیا کيدای شي د دې کتاب پاڼې د اوبو په هغو منګیو کې ځاې پر ځاې کړل شي چې په بنګله دېش کې زیاتره خلک ور څخه کار اخلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هڅه کيږي چې د فلټر کاغذونه د اوبو په فلزي منګیو کې کيښودل شي

د ټفټس د پوهنتون د چاپیریالي چارو یوه انجینیره ډاکټره ډانیلې لنټانې وویل د دې ازموینو ارقام امید بښونکي دي.

هغې بي بي سي ته وویل: "د اوبو د تصفیه کولو لپاره د نویو محصولاتو د تولید په هکله دلچسپي ډيره زیاته ده."

"د څکلو وړ کتاب" اوس د دوو مهمو پړاوونو څخه تېرشوی- په لابراتواري ازموینو او د اوبو پر ريښتیانیو زېرمو باندې ېې تجربي بریالۍ وې.

ډاکټره لنټانې وايي، په بل پړاو کې دې ته اړتیا ده چې د دې ډول پاڼو څخه د کار اخیستو لپاره په پراخه او تجارتي کچه وسایل جوړ او تولید شي.

هغه وايي په داسې حال کې چې دا کاغذ په بریالیتوب سره مکروبونه وژني، روښانه نه ده چې و به کولای شي د ناروغیو تولیدونکي نور ژوندي واړه موجودات له منځه یوسي که نه؟

هغه وايي: "زه غواړم ووینم چې د پروتوزوا پرازیتونو او ویروسونو په اړه به ېې نتیجه څه ډول وي".

"دا امید بښونکې ده خو نشي کولاې سمدستي سبا ټوله نړۍ وژغوري. هغوې یو مهم ګام اخیستی دی او ډېر نور کارونه هم باید وشي."

ډاکټر کایل دودریک، د امریکا د متحدو ایالتونو د انډیانا ایالت د نوتردام پوهنتون کې د اوبو د پایښت لرونکې پاکونې په اړه څيړنې کوي.

هغه دا مني چې ددغه ډول کتاب د کارولو نتیجې به هغه وخت ډېرې پیاوړې وي چې که وکولای شي له مکروبونو پرته نور واړه ژوندي موجودات چې ناروغي تولیدوي هم ووژني، لکه د کریپتوسپوریدیم وړوکی پرازیت چې په دې وروستیو کې ېې په لانکاشایر کې لویه روغتیايي ستونزه رامنځ ته کړې وه.

هغه وايي دا به ډېره مهمه وي چې خلک وپوهېږي چې د دې کاغذي فلټرونو څخه څه ډول کار واخلي- او په څومره موده کې ېې بدل کړي. خو دی خپله د ازموینو د نتیجو له امله تشویق شوی دی.

"په عمومي توګه، د ټولو موجودو ټکنالوژيو په کتار کې لکه کاشي فلټرونه، د ماورا بنفش وړانګو په وسیله د اوبو پاکول او داسې نور- دا نوي کاغذي فلټرونه امید بښونکي دي، ځکه چې هم ارزانه دي او هم داسې یوه جالبه نظریه ده چې خلکو ته په زړه پورې ده او ورباندې پوهېدای شي."