"په تېره يوه لسيزه کې د شکرې ناروغي ۶۰ سلنه زياته شوې"

د انځور حقوق PA
Image caption د شکرې ناروغۍ لومړی ډول (Type I) په کم عمر يا ماشومتوب کې پيدا کېږي

بريتانيا کې د شکرې ناروغۍ يوه خيريه ټولنه وايي د هغو کسانو شمېر چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي نژدې ۶۰ سلنه لوړ شوی دی.

دغه ټولنه وايي بريتانيا کې له ۳.۳ ميليون زياته وګړي د شکرې پر ناروغۍ اخته دي چې دغه شمېر په ۲۰۰۵ کال کې يوازې ۲.۱ ميليون و.

په وينه کې د خوږو يا شکرې نه کنټرولېدل کېدای شي د ړوندوالی او يا د بدن د غړيو پرېکولو سبب شي.

د بريتانيا د شکرې ناروغۍ ټولنې د دې هېواد د روغتيايي خدمتونو له څانګې غوښتي چې د ناروغانو د ښې پالنې او د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره دې اړين ګامونه واخيستل شي.

شاوخوا ۹۰ سلنه ناروغان دوهم ډول (Type II) شکرې ناروغي لري چې د زيات وزن او خرابو خوړو له کبله پرې انسان اخته کېږي.

د شکرې ناروغۍ لومړی ډول (Type I) په کم عمر يا ماشومتوب کې پيدا کېږي چې بدن نشي کولای وينه کې د خوږو د کنټرول لپاره هارمون توليد کړي.

د لومړي ډول شکرې ناروغۍ د ډېرېدو لاملونه نه دي روښانه.

ډاکتران وايي هغه وګړي چې وينه کې يې د شکرې کچه لوړه وي خو د دې ناروغۍ نښې يې نه وي ښودلې، که چېرې په سمه توګه يې درملنه وشي هېڅکله به د شکرې ناروغۍ په دوهم ډول (Type II) اخته نه شي.

د شکرې ناروغۍ دوهم ډول چې ډېری وخت په پاخه عمر کې پېدا کېږي، د وزن ډېروالي او غير صحې خوړو له کبله پرې انسان اخته کېدای شي.

د لندن په شمال ختيځ کې چې د شکرې ناروغۍ کچه لوړه ده، يوه ډاکتره جون سېنټ جان وايي "دغه ناروغي په لویه اندازه خپره شوې".

دا وايي په وينه کې د خوږو اندازه کېدای شي خطرناکه وي چې له کبله يې ذهني خرابوالی، ړوندوالی، د زړه حمله او د بدن د غړو خرابېدل رامنځ ته شي.

بريتانيا کې هره اوونۍ دغه ناروغي د ۱۳۵ ناروغانو د پښو غوڅولو سبب کېږي.

د انځور حقوق AP
Image caption د صحي خواړو خوړل، منظم سپورت او د وزن کمل د دې ناروغۍ مخه نيولی شي

ډاکتره سېنټ جون وايي ،"د دې ناروغۍ يو له سختو پېښو د عصبي رېښې خربوالی دی چې له کبله يې په پښو کې تېز درد پيدا کېږي چې کېدای شي ډېر زړه بوږنونکی وي او علاج يې هم نشته".

د بريتانيا د شکرې ناروغۍ ټولنې يوه مشره وايي بريتانيا شاوخوا ۱۵ ميليارده ډالر د شکرې پر ناروغۍ لګوي، چې يوازې يو ميليارد يې د دې ناروغۍ پر درملو مصرفېږي.

دغه شمېرې لس کاله وړاندې نژدې نيمايي وې.

ډاکتران وايي منظم سپورټ، د وزن کمول، د صحې خواړه خوړل او په ځينو مواردو کې د درملو کارول د دې ناروغۍ مخه نيولی شي.

ويل کېږي په دې ناروغۍ ډېری خلک په منځني ختيځ، امريکا او بريتانيا کې اخته دي چې هر کال له دې کبله په ميلياردونو ډالر پرې مصرفېږي.

په افغانستان کې هم دغه ناروغي مخ په زياتېدو ده او يو زيات شمېر خلک له دغه ناروغۍ سره لاس او ګرایوان دي.

د شکرې ناروغۍ د نړيوال فدراسيون په وينا، افغانستان کې له يو ميليون زيات وګړي د شکرې پر ناروغۍ اخته دي.

افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه د ګوتو په شمار دي او يوازې په ځينو ولايتو کې فعاليت لري.