د اسامه بن لادن په کسټونو کې څه وو؟

د انځور حقوق Flagg Miller
Image caption پردې کسټ باندې د اسامه بن لادن نوم لیکل شوی

په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو له برید وروسته، اسامه بن لادن د کندهار له ښاره تېښتې ته اړشو. هغه له ۱۹۹۷کال راهیسې هلته اوسېده.

د القاعدې کسانو یو شمېر ودانۍ په بيړه تشې کړې، یوه ېې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته مخامخ وه چې هلته به د القاعدې غټ کسان راټولېدل. په دغې ودانۍ کې ۱۵۰۰ کسټونو پاتې شوي وو چې وروسته وموندل شول.

د لوټ شوې ودانۍ په پاتې شونو کې یوې افغانې کورنۍ دغه کسټونه وموندل، چې ژر ېې له هغه ځایه یوړل او د کسټونو پر یوه دوکاندار ېې وپلورل. په داسې حال کې چې طالبان تللي وو، خلکو کولاې شوای پر کسټونو باندې د خپلې خوښې موسیقۍ سندرې ثبت کړي.

خو کله چې د سي ان ان خبري آژانس یو کمره چلونکی له دغو کسټونو خبرشو، دوکاندار ېې وهڅاوه چې دا کسټونو بېرته ورکړي چې کېدای شي کوم مهم شی په کې وي. په حقیقت کې دا د القاعدې د کسټونو یوه مجموعه وه.

دغه کسټونه بالاخره د امریکا په ماساچوسټس ایالت کې د ویلیام کالج د افغان رسنیو پروژې ته ورسېدل. د دې پروژې چارواکو د کالیفورنیا د پوهنتون د عربي ژبې اوکلتور یو کارپوه، فلاګ میلر، څخه وغوښتل چې دا کسټونه واوري او وګوري چې محتویات ېې څه دي.

د انځور حقوق Flagg Miller
Image caption فلاګ میلر او د القاعدې کسټونه

میلر هغه ورځ یادوي چې په ۲۰۰۳ کال کې ورته د کسټونو دوه ګرد وهلي صندقونه ورکړل شول، هغه وايي:"زښته ډېرکسټونه وو، درۍ شپې مې خوب ونه کړ او په دې فکر کې وم چې څرنګه به له دې کسټونوڅخه یو مفهوم را وباسم."

څه باندې لس کاله وروسته میلر د دغو موندنو په هکله د "بې باکه زاهد The Audacious Ascetic" په نامه یو کتاب ولیکه او په هغې کې ېې د کسټونو دا نادره مجموعه سپړلې ده. د دغو کسټونو تاریخ له ۱۹۶۰څخه نیولې تر۲۰۰۱ کاله پورې رسېږي او په هغو کې د اسامه بن لادن په ګډون د ۲۰۰ بېلابېلو کسانو خبرې ثبت شوی دي.

د بن لادن د وینا یو کسټ د ۱۹۸۹کال و، او دا هغه وخت و چې عرب مجاهدین د شوروي ځانګړو ځواکونو سره په جګړې بوخت وو. بن لادن د سعودي عربستان په یوې شتمنې کورنۍ کې ستر شوی او افغانستان ته راغلی و چې د "بې دینه یرغلګرو" پرضد جګړې کې یو نوم وګټي.

میلر وايی: "بن لادن غوښتل د یو اغېزمن جنګیالي یو تصویر جوړکړي- آسانه کار نه و، ځکه دی د یو شیک سړي په توګه مشهور و، چې ډېرې فیشني موزې به ېې په پښو کولې".

"خو هغسې چې د

د انځور حقوق FLAGG MILLER

دې کسټونو او ویناګانو څخه ښکاري هغه د خپل ځان په مشهور کولو - د افسانې یا اسطورې په جوړولو کې، ډېر تکړه و."

د کسټونوپه دې مجموعې کې د بن لادن هغه ویناګانې هم شته چې په ۱۹۸۰ یمو او د ۱۹۹۰کلونو په لومړیو کې ېې په سعودي عربستان او یمن کې کړې وې.

میلر وايي: "جالبه ده چې بن لادن د هغو شیانو په اړه غږېږي چې سعودي عربستان تهدیدوي- خو دښمن څوک دی؟ دښمن ېې د امریکا متحده ایالتونه یا لوېدیځ نه دی، کوم چې موږه معمولا ګمان کوو. دښمن ېې نورمسلمانان دي."

په داسې حال کې چې بالاخره د امریکا متحده ایالتونه د بن لادن د بریدونواصلي هدف وګرځېد، د هغه په لومړنیو ویناګانو کې د دغې "لیرې دښمن"په اړه تقریبا هېڅ نه دي ویل شوي.

د څو کلونو لپاره هغه د مسلمانانو تر منځ د "بې باورۍ" په هکله اندېښمن و، چې د ده له نظره د اسلام ټینګ او ټکي په ټکي تعبیر نه عملي کوي.

میلر وايي د دغو بې باورو مسلمانانو څخه د بن لادن مقصد "ترهرڅه د مخه شیعه ګان او بیا دعراق د بعث ګوند غړي، کمونستان او د مصر ناصر پلوه کسان دي". بن لادن غوښتل جهاد دې مسلې ته راولي چې "څوک ريښتینی مسلمان دی".

غږیزه کسټونه د وعظ او تبلیغ لپاره ډېره ښه وسیله وه. په آسانۍ سره ثبت او لاس په لاس خلکو ته وېشل کېدای شواې. د حکومتونو د سانسور ادارو هم دې ته زیات پام نه کاوه. په منځني ختیځ اوعربي نړۍ کې هم دا کسټونه ډېرعام شوي وو، خلکو به په ګډه اورېدل او انقلابي نظریات به ېې خپرول.

د انځور حقوق Flagg Miller
Image caption اسامه بن لادن په ۱۹۹۷ کال کې په افغانستان کې چې یو یو کسټ ېې هم ترڅنګ پروت دی

په داسې حال کې چې د کسټونو زياتره محتویات خطبې او ویناګانې دي، ځینې عجیب شیان هم په کې شته دي.

د مثال په توګه له یو پېري (جن) سره خبرې اترې- پر یوه سړي باندې پېری ناست دی او د دې سړي په ژبه غږېږي، ادعا کوي چې د سیاسي توطیو په اړه ډېره پوه لري، که څه هم ویل کېږي چې بن لادن د دغسې خرافاتو اورېدو ته وخت نه درلود.

په کسټونو کې د افغانستان د عربو جنګیاليو خبرې هم ثبت شوې دي- عربو په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د تېري پر وړاندې جګړه کوله- د ۱۹۸۰ کلونو په وروستیو کې هغوي د روزنې په کمپ کې ناست وو او د سهار چای ېې څښل.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

د هغوي له بې پردې خبرو ښکاري چې د جبهې په لومړۍ لیکو کې ژوند څومره له ستومانۍ ډک و. جنګیاليو د ښه خوراک ارمان کاوه او د مکې د ښار د یوه نامتو آشپز خوندور خوراکونه ېې یادېدل.

په کسټونو کې په ساعتونو ساعتونو اسلامي جګړه ییزې سندرې او د مجاهدینو د هڅولو لپاره پیغامونه ثبت شوي چې د جنګیالیو د راجلبولو لپاره یوه مهمه وسیله ده.

میلر وايی:"دا سندرې یو عاطفي اغېز لري، د جګړې د مبارزې غږ د خلکو زړونو ته وړي، چې ډېر کسان يې په اړه یوازې په کتابونو کې لولي یا ېې په ټلوېزیونونو کې وینې- خو اورېدل ېې تخیل هڅوي."

عربي جنګیالو لودېځه موسیقي ډېره نه اورېده خو کله کله په کې د لوېدیځې پاپ موسقۍ ځینې بڼې لیدل کېږي، لکه ګاستون ګریناسیا چې د انریکوماسیوس په بڼه په فرانسوي ژبه څرګندېدله، یو الجزایري یهودي سندرغاړی چې لومړی په فرانسې کې مشهور شو او وروسته ېې په ۱۹۶۰مو او ۷۰یمو کلونو کې په ټولې نړې کې شهرت وموند.

میلر وايي:"فکر کوم د فرانسوي سندرو له دې مجموعې ښکاري چې په کندهار کې افغان عرب جنګیالیو په ډېرو ژبو خبرې کولې او ډیرې نړیوالې تجربې ېې درلودې. زیاتره کسان د اوږدې مودې لپاره په لوېدیځ کې اوسیدلي وو او ښايي څو ډوله ژوند به يې درلود."

"دا سندرې ښيي چې یو چا به یو وخت د دغې الجزایري یهود له سندرو خوند اخیست- زیاترو ښايي د دې سندرو اورېدو ته دوام ورکړی وي، سره د دې چې د هغوې نورو مبارزو له نظره به دا کار بدعت ګڼل کېده."

یو بل نوم چې انتظار ېې نه کېده په دې کسټونو کې وموندل شي مهاتما ګاندي دی.

په ۱۹۹۳ کې اسامه بن لادن په خپلې یوې وینا کې هغه د یو الهام بښونکي شخص په توګه یاد کړی.

دا د بن لادن لومړۍ وینا وه، چې هغې کې ېې خپلو پلویانو ته ویلي چې د امریکا پر وړاندې ګامونه پورته کړي ، تولیدات ېې تحریم کړي او د تجارتي محصولاتو له رانیولو ېې ‌ډډه وکړي.

بن لادن وايی:"سترې بریتانیا ته وګورئ، داسې لویه امپراطوري ېې درلوده چې ځینې وايي لمر په کې نه ډوبېده، کله چې هندو ګاندي د هغوی د تجارتي محصولاتو رانیول بند او تحریم کړل، بریتانیا مجبوره شوه چې له خپلې تر ټولو سترې مستعمرې څخه ووځي. نن باید مونږ امریکا سره هم دغسې کار وکړو."

همداراز، بن لادن خپل اورېدونکي تشویقوي چې د امریکا متحدوایالتونو سفارتونو ته لیکونه واستوي، او د منځني ختیځ په لانجې کې د امریکا د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړي. خو د امریکا پرضد د خشونت او تاوتریخوالي خبره نه کوي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption یو تصویر چې په ۱۹۸۸کې خپور شو، امریکايي څارنوالانو فکرکاوه چې په دې تصویر کې بن لادن له انعام آرناوټ سره لیدل کېږي، چې د اسلامي بخشش د نړیوالې خیریه موسسې کارکونکی و

میلر وايي :"په ۱۹۹۶ کې څو ورځې وروسته له دې چې بن لادن له سوډان وشړل شو، دا وضعه بدله شوه."

"په ۱۹۹۴ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د فشار له امله له بن لادن څخه د سعودي تابعیت واخیستل شو، ټولې پیسې ېې هم له لاسه ووتلې. نوځکه بن لادن باید داسې یوه لاره موندلې واې چې خپل افراطي پلویان فعاله کړي، او دا کار ېې په ۱۹۹۶کې له تورې بوړې څخه په یوه وینا کې وکړ."

په داسې حال کې چې په هندوکش غرونو کې ایسار شوی و، دا وینا ېې معمولا د بن لادن د جګړې اعلامیه نومېږي- خو میلر چې د هغه ټول کسټونه يې اورېدلي دي وايي دا خبره کاملا دقیقه نه ده.

"دهغه د دې وینا وروستۍ دريمه برخه ۱۵ شعرونه دي، زیاتره وخت کله چې دا وینا ژباړل شوي ده شعرونه ېې پاتې شوي دي. له دې امله موږ نشو پوهېدای چې دا وینا ېې د جګړې اعلامیه نه وه، که څه هم هغه وخت رسنیو هغه د جګړې اعلامیه بللې وه."

زیاتره وخت په ډېری دغو کسټونو کې د القاعدې اصلي دښمن مسلمان مشران یاد شوي

"د امریکا متحدو ایالتونو سره مخالفت یوه بېړنۍ موضوع وه، خو د پراخې مبارزې مسله د سعودي فساد سره مبارزه وه."

یوازې د دې کسټونو په یوه وروستي ثبت کې، د اسامه بن لادن د ساتونکي، عمر، د واده په یوه کسټ کې د سپټمبر یوولسمې بریدونو ته یوه اشاره شوې ده، چې پر نیویارک او واشنګټن باندې له بریدونو څو میاشتې مخکې ثبت شوی و.

میلر وايي:"په ټیپ کې ډېره خوښي اوخوشالي ښکاري خو کله چې بن لادن راشي نوره خوشالي نه وي. هغه په دې هکله غږېږي چې جشن اوخوښي مهمه ده خو بايد ترخې مسلې ترسیوري لاندې را نه ولي." بن لادن یوه شومه اشاره کوي.

میلروايي: هغه په روښانه ډول د یوه پلان په اړه غږېږي- جزییات نه څرګندوي- خو وايي چې ډېر ژر به ېې خبرونه واورو، او له خدایه غوښتنه کوي چې" زمونږ وروڼو ته بریالیتوب په نصیب کړې".

"زما له نظره هغه د سپټمبر یوولسمې بریدونو ته اشاره کوله ځکه چې په مشخصه توګه ېې په دې موقع کې د امریکا د متحدو ایالتونو په اړه خبرې کولې".

د حیرانتیا وړ ده، چې په دې ټیپونو کې چې څه د باندې لسو کلونو په ترڅ کې په کې د بن لادن ویناګانې ثبت شوې دي، د لوېدیځ پر وړاندې د تروریستي تاوتریخوالي موضوع ډېره لږه یاده شوې.

ميلر وايي:"ډېری وخت په زیاترو دغو کسټونو کې د القاعدې اصلي دښمن مسلمان مشران یاد شوي دي".

"په یمن کې د القاعدې د شته والي دوام ، په عراق کې ېې اغیز، او په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د ژوند پر له پسې ویجاړۍ یوازې دا حقیقت ثابتوي چې دا سازمان، دا نظریه، ډېره خونړۍ لاره په مخه کې لري."