څېړنه: ډېر کاري فشار د ګوزڼ لامل کېدای شي

د انځور حقوق
Image caption د ډېر کار کولو لپاره اسنان تر ډېره ځای پر ځای کېنې او ځان ته د پام کولو لپاره مناسب وخت نه مومي ډاکټر شمیم قادر

په یوه تازه څېړنه کې معلومه شوې، هغه کسان چې ډېر کار کوي په ګوزڼ د اخته کېدو له خطر سره ډېر مخامخ دي. دغه څېړنه کې د پنځه سوه زره کسانو مشاهده شوې.

د لینسټ طبي ژورنال په رپوټ کې ویل شوي، هغه کسان، چې له کاري ساعتونو، یانې د سهار له نهو د مازدیګر تر پنځو وروسته هم کار کوي، د ګوزڼ له خطر سره مخامخ دي.

دغه معلومات باوري نه دي، خو له څېړنې سره سم هغه کار چې فشار ورسره مل وي، ستاسې پر ژوند زیانمنونکی اغیز لرلای شي.

ماهرین وايي هغه کسان، چې تر ناوخته په چارو بوخت وي، باید د خپلې وینې فشار معاینه کړي. رپوټ کې ویل شوي، هغه کسان، چې په اونۍ کې ۴۸ ساعته کار کوي، د هغو پر تله، چې په اونۍ کې ۳۵ نه تر ۴۰ ساعتونو کار کوي، له دغه خطر سره ۱۰ سلنه ډېر مخامخ دي.

دوی وايي هغه چې اونۍ کې تر ۵۴ ساعتونو کار کوي ۲۷ سلنه ډېر له دغه ډول خطره سره مخامخ دي او دغه راز له ۵۵ ساعته ډېر کارکونکو کې دغه خطر وايي ۳۳ سلنه ډېرېږي.

د لندن کالج پوهنتون، ډاکټر میکا کیویماکي په وینا د هغو ۱۰۰۰ کسانو له ډلې چې په اونۍ کې له ۳۵ تر ۴۰ ساعتونو پورې کار کوي، د ۱۰ کالونو مودې کې له پنځو هم لږ کسان په ګوزڼ اخته شوي دي.

خو وايي د هغو کسانو ډلې کې، چې اونۍ کې له ۵۵ ساعتونو ډېر کار کوي، شپږ کسان په فلج اخته شوي.

ډاکټر میکا مني، چې دغه څېړنه لا هم په لومړي پړاو کې ده. څېړنه کې ویل شوي دي، چې تر ډېره ځای پر ځای کېناستل او کاري فشار د روغتیا لپاره زیانمنونکي دي او وايي ورسره د ګوزڼ خطر ډېریږي.

خو وايي هغو دفترونو کې، چې مناسب خواړه نه شته او یا پکې د خوړو لپاره وخت نه شته، دا هم د خطر نښې دي. ډاکټر میکا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې لپاره چه له روغتیا برخمن ژوند تېر کړي، خلک باید ډېر اختیاط وکړي او وايي باید د فشار لوړیدو مخنیوي لارې چارې ولټوي.

د ګوزڼ مخنیوي ادارې ډاکټر شمیم قادر په وینا د ډېر کار کولو لپاره اسنان تر ډېره ځای پر ځای کېنې او ځان ته د پام کولو لپاره مناسب وخت نه مومي، چې له کبله یې وايي پر ذهن فشار ډېرېږي. هغه وايي: ' زموږ مشوره به درته دا وي، چې تل د وینې فشار معاینه کوئ او که ګوزڼ ته اندېښمن یاست له خپل روغتیا پال سره مشوره وکړئ.'