د عقل زوال يا ډېمېنشا ناروغي

د انځور حقوق Duke University
Image caption له صحي پلوه د ګټورو خواړو خوړل، سپورت او څښاک ښايي پر ډېمېنشا اغېز ولري

پر ډېمېنشا (Dementia) یا د عقل د زوال پر ناروغۍ اخته کسان له دې ډېر ځورېږي چې څه یې په یاد نه پاتې کېږي، ځینې خو ان د خپلې کورنۍ غړي نه پېژني.

پر ډېمېنشا اخته د غاښونو پخوانی ډاګتر ښاغلي بټي ورځ تر بلې ورځې کمزوری کېږي او نړۍ ورته کوچنۍ کېږي.

د ښاغلي بټي مېرمن جل وايي اوس ډام د پخوا په ډول کتاب نه شي لوستی، یوه کیسه نشي تعقیبولی.

مېرمن بټي وایي دوی ډېر تیاتر ته تلل خو اوس چې د ډام په یاد کې کیسه نه پاتې کېږي، تیاتر ته له تګ،خوند نه اخلي نو اوس نه ځي.

د ډېمېنشا ناروغۍ درملنه شونې نه ده، بله خوا وړاندوینو ښودله چې په لوېديځې اروپا کې به د دغو ناروغانو شمېر لوړ شي، خو وروستۍ موندنې ښيي چې نه دی ډېر شوی او په هماغه پخواني شمېر دی. لامل یې څه دی؟ آیا سپورټ کول او فزیکي حرکتونه دي که بل څه؟

د بریتانیا په څنډه کې د بایسکل ځغلولو یو کلب په عمر له پخو خلکو سره تمرین کوي چې بایسکل وځغلوي او فعال پاتې شي.

د انځور حقوق THINKSTOCK

نوې څېړنې یوازې پر ډېمېنشا د اخته ناروغانو د شمېر کمېدو په هکله خبرې کوي، خو دا نه وايي چې د کمېدو لامل یې څه دی؟

تر ټولو ښه دا ده چې روغتیايي لارښودونو ته ور وګرځو، له صحي پلوه د ګټورو خوړو خوړل، ورزش کول او څښاک ښايي اغېزه ولري.

د بایسکل ځغلولو د ډلې یوه ښځینه غړې وايي د بایسکل په ځغلولو، او دا چې ټول بدن یې په حرکت کې وي، دا احساس کوي چې بدن تر عادي حالت هم ډېر فعال وي او مغز یې په کار لوېږي.

يو بل کس وايي"ټوله ورځ مه کښېنئ او ټلویزیون مه ګورئ، جګ شئ، له موقع ګټه پورته کړئ، بایسکل مو واخلئ او له کوره ووځئ"

د اوس لپاره په ډېمېنشا یا دعقل په زوال د نه اخته کېدو لپاره مشوره دا ده چې خوراک، ورزش او مطالعې ته دې پام وشي، خو اصلي پرمختګ به هغه وي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره درمل جوړ شي.