"د ماشومانو ګډه پالنه د جوړو جنسي اړيکې ښې کولی شي"

د انځور حقوق Think Stock
Image caption دغه څېړنه وايي هغه جوړې چې د خپلو ماشومانو په تړاو مسووليتونه مساوي وېشي، دواړه له جنسي او د مينې له اړخه خوښ وي

په امريکا کې په ۴۸۷ جوړو يوه څېړنه ښيي چې د ماشومانو په ساتنه او پالنه کې د مېرمنې او خاوند ګډه ونډه د دوی تر منځ اړيکې ښې کولی شي.

دغه څېړنه وايي هغه جوړې چې د خپلو ماشومانو په تړاو مسووليتونه مساوي وېشي، دواړه له جنسي او د مينې له اړخه خوښ وي.

د د غې څېړنې په اند د خاوند او مېرمنې تر منځ ښه ژوند هغه مهال شونی دی، چې دواړه د کور په کارونو، په تېره بيا د ماشومانو په پالنه او ساتنه کې مساوې ونډه ولري.

خو د هغو جوړو تر منځ چې مېرمن د ماشومانو په ساتنه کې تر ټولو ډېر مسوليت لري ښځه او نر دواړه له خپل جنسې ژوند څخه هغومره ډېر راضي نه دي.

خو که سړي ډېره ونډه ولري د څېړنې په اند د ښځې د ډېرې ونډې اخيستو په ډول ورته، اغېز نه لري.

دغه موندنې له هغه څېړنې لاس ته راغلې چې د "ښځې او خاوند اړيکې ۲۰۰۶" نومېږي چې د واده او د جوړو تر منځ د اړيکو په برخه کې شوې دي.

ډاکتر ډانيال کارلسن چې د دغې څېړنې مشري پر غاړه لري او د امريکا د جورجيا د پوهنتون ښوونکی دی، وايي اړيکې هغه مهال له ننګونو سره مخامخ کېږی چې مسووليتونه ښځو ته ور سپارل کېږي.

د ماشومانو پالنه او ساتنه چې په دې څېړنه کې په پام کې نيول شوې وه، د ماشومانو پر چال چلند پام ساتل، د هغو ستايل او د ماشومانو سره لوبې کول يې يوه برخه وه.

خو دغې ډلې نورو اړخونو ته، لکه د ماشومانو کېناستلو او ډوډۍ خوړولو ته هم پام اړولی دی.

له دې سره د مانچسټر د سوداګرۍ د پوهنتون د اروا پوهنې پروفيسور کاري کوپر وايي دا پايلې منطقي دي خو دغې ډلې کولای شوای متفاوتې جوړې هم په څېړنه کې ولري.

په دغه څېړنه کې ۴۸۷ جوړو برخه اخيستې وه، ښځې له ۴۵ کلونو ښکته وې او د منځنۍ کچې خلک وو.