د ګودر غاړه: د ویر په ټغر ناست افغانان

Image caption زه چې کله فیسبوک ګورم نو د هېواد ډېرو دردوونکو او بوږنوونکو تصویرونو ته کتلی هم نه شم او همداسې ترې تېرېږم ځکه چې ډېره پرې دردېږم او ځوروي مې.

زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی ** په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

د کابل وروستیو خونړیو بریدونو یوځل بیا زموږ سلګونه هېوادوال د ویر پر ټغر کېنول او د ښار سړکونه او کوڅې یې د بېګناه انسانانو په وینو ولړل.

په هېڅ مذهب کې هم وژل، ځورول او ورانول جواز نه لري، په تېره بیا د اسلام سپېڅلي دین کې خو عظیمه ګناه بلل شوې ده، خو نن سبا ډېری دغه وحشت په اسلامي ملکونو کې روان دی.

زموږ په سیمه کې خو دښمني هم خپل اصول او حدود لرل، داسې دښمني مو نه وه لیدلي چې نه واړه ته ګوري نه زاړه ته، خو بس وژلو، ورانولو او وحشت ته یې زور ورکړی دی.

دا د افغان دولت مسؤولیت دی چې د خپلو اتباعو د ځان اومال ساتنه وکړي. د امنیتي ارګانونو کارونه سره همغږي او تر ټولو مهم له خپلو تېروتنو، ناکامیو او نواقصو د عبرت درس واخلي او په دې ډول په راتلونکي کې د دغسې بدو پېښو مخه ونيسي.

تش په غندلو او له قربانیانو سره په خواخوږۍ خو حکومت خپله غاړه نه شي خلاصولی. که چېرې موږ ټول سره یو لاس یو موټی او یوه خوله شوو، دښمنان او پردي به بیا ونه شي کولی زموږ په منځ کې ځای پیدا کړي، یو پر بل مو ووژني او زموږ ترمنځ اورونه بل کړي.

د انځور حقوق bbc

په رسنیو کې د وروستیو پېښو د قربانیانو تصویرونه ډېر ځوروونکي وو. ما ته د رحمن بابا هغه شعر رایاد شو چې وایي:

الــغیاث دی، الغـیاث دی الـــــــــغیاث

چې انسان کا هسې ظلم په انسان

د نمرود چارې مې ولیدې په ستـرګو

چــــــې اور وتـه یــې واچــول نبیــان

زه چې کله فیسبوک ګورم نو د هېواد ډېرو دردوونکو او بوږنوونکو تصویرونو ته کتلی هم نه شم او همداسې ترې تېرېږم ځکه چې ډېره پرې دردېږم او ځوروي مې. موږ چې په رسنیو کې د دغسې ظلمونو د لیدلو، لوستلو او اوریدلو توان نه لرو نو حیرانۍ مې په مخه کړي چې هغه به څرنګه انسان وي چې په لوی لاس او قصد سره خلک وژني، ضرر ورسوي او یا یې ازاروي، د هغوی به څرنګه زړونه وي؟ ښايي زړونه یې د استاد الفت خبره د تور کاڼي او ضمیرونه یي هم مړه وي.

د انځور حقوق Reuters

د فیسبوک له لارې د محمود سعید د کورنۍ د غړیو په غمجنه پېښه خبره او ډېره خپه شوم، له ډېر خپګانه یې له خبر او تصویرونو ژر تېره شوم، خو د ګلالۍ ستوري لور ویډیو مې یې وکتله چې بیا یې هم وژړولم. دا پیغام یې چې پخپله وړه معصومه ژبه پرېښی چې نور قلم راواخلئ، ټوپک کېږدئ او ... درېغی چې د دغه ماشومې ښکلې خبرې ټول واوري او ویې مني چې نور جنګ بس کړي.

خدای خو دې نور پخپل فضل او کرم سره د وینو اورونو او ویرونو دا ټغر د تل لپاره ټول کړي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب