سرطاني حجرې بېرته په روغو حجرو بدلول

د انځور حقوق bbc
Image caption که څه هم لومړنۍ ازموینې ښې دي خو تر اوسه مالومه نه ده چې په سرطان د اخته خلکو درملنه کولای شي که نه

په امریکا کې یوه ډله ساینس پوهان باور لري چې دوی ښايي داسې درملنه موندلې وي چې له لارې یې سرطاني حجرې بېرته په روغو حجرو بدلې شي.

په لابراتوار کې د دوی څېړنه ښيي، داسې بیولوژیکي طریقه شته چې په مټ یې سرطاني حجرې بېرته نورمال حالت ته اوښتی شي.

د دوی په وینا، دغه طریقه حجرو ته فرصت نه ورکوي چې له کنټروله بهر شي.

هغوی ادعا لري چې د ازموینې په لومړنیو پایلو کې د سرطان ځینې یرغل کوونکي ډولونو مخنيوی له دې چارې په کارولو سره امید بښوونکې دي.

کله چې امریکایي څېړونکو د ار ان اې، په نامه مالیکولونه یوځای کړل، د طبیعي سلولو بیولوژۍ د راپور له مخې، د سرطان وده یې و دروله.

که څه هم لومړنۍ ازموینې ښې دي خو تر اوسه مالومه نه ده چې په سرطان د اخته خلکو درملنه کولای شي که نه.

خو بيا هم څېړونکي هيله من دي چې دا نوې چاره به د هر ډول سرطان لپاره ګټوره وي.

له دې مخکې ساینس پوهان د ضرر په دلیل نه پوهېدل. دوی په دې باور وو چې پروتینونه دوه اړخیزه دي، کله ښه دي چې د حجرو طبیعي کارونې باعث ګرځي او کله هم بد دي چې د تومور په وده کې مرسته کوي.

د بریتانیا د سرطان څېړونو له مرکز څه هنري سکوکرافت وایي، که څه دې څېړونو د ژوند پېژندنې لرغونی راز بربنډ کړ خو بیا هم په قضاوت کې منډه نه ده په کار.

نوموړی وایي، تر هغې چې پوه شو د حجرو د ودې په اړه موندنې د سرطان له درملنې سره مرسته کوي او که نه - ډېر وخت ته اړتیا ده. خو دا په بدن کې د ننه د حجرو ځانګړو د چارو پوهاوي ته مهم ګام دی چې کله وده کوي او کله هم ودې دروي.