د ماینې ښکنځل

د انځور حقوق AP
Image caption څومره، چې د خپل ناموس د عزت او خوندیتوب غوښتونکي یو، پکار ده د بل د ناموس هم هومره خیال وساتو.

پښتنو کې تر ډېره د 'ماینې' توری په ښکنځلو کې ډېر اورېدل کیږي. په عام ژوند کې د ماینې لپاره مېرمن، د کوچنیانو مور، کوچنیان، کډه، کور والا او ... کلمې کارېږي، ځینې کسان بیا چې د خپلې ماینې په اړه خبره کوي، نو مخاطب کس ته وايي: ''ستا وریندارې داسي راته وویل.''

دا کار ځکه کېږي، چې ماینه ناموس بلل کېږي، پښتانه متل کوي، چې 'مال تر سر جار او سر تر ناموس جار'. ځکه نو تل پر ښځو څوکیدار وي، چې هسې نه څوک یې ونه ویني، حتی دا یې نه خوښيږي، چې څوک دې هغه په چادري کې وګوري. دومره یې پر نوم پرده اچول کیږي، چې ځینې ښځې په زړښت کې حتی خپل نوم هېر کړي.

زه پردې نه غږېږم چې له ناموس څخه دومره د عنقا مارغه جوړول ښه یا ناوړه کار دی، بلکې زه دې ته اندېښمن یم، چي د ناموس دومره ساتونکی او پالونکی ولې د بل د ناموس دومره خیال نه ساتي لکه خپل؟ ولې هر څوک دا دومره پوښونه او پردې عزت او ابرو یوازې، د خپلې ښځې لپاره غواړي؟

که یې نه منئ هم دا نن لږ دې بازار ته ور ووځئ، وبه ګورئ، چې په عام بازار کې به د لسګونو کسانو مخکې یو څوک د بل کس د ماینې محرم ځایونه یادوي او ټولو ته عادي کار ایسي. مګر هغه کس چې ناموس یې یاد شوی، که مخامخ وي او یا خبر شي، نو هېڅکله خپل غچ نه پرېږدي. که یې وس ورسي د زړه له اخلاصه یې ډبوي، که نور هېڅ نه وي د هغه ناموس خو نو څو ځله زیات تر هغه په شدیدو الفاظو ور ښکنځي، بیا نو چې هر څه پېښېږي بلا پسې.

تاسو به هم ډېر لیدلي وي، چي خبره د ماینې له ښکنځلو را پیل شي، وروسته شخړه، جکړه او بیا ټپ مرګ او جنازه.

د انځور حقوق
Image caption زه دې ته ډېر ځورېږم، چې کار نارینه خراب کړي، مګر ښکنځل کیږي هغه خواره مېرمن چې په هېڅ هم نه ده خبره.

هغه ورځ یو چا کیسه کوله: یو ځای پولیسو ډبولم شین بانجڼ یې رانه جوړ کړ، خو کور یې ودان ښکنځل یې ونه کړه.

کیسه هم دلته ده، چي پښتون پر ناموس ډېر غیرت کوي. نو کله چې بل د نامي زوی وغواړي، نوموړي ته سخته جټکه ورکړي، ډېر درد ور ورسوي او روح، وجدان او احساس یې ور ژوبل کړي، نو هغه څه وریادوي چې د هغه ډېره خوا ورباندې بدېږي، هغه ده ماینه.

د مور، خور پر یادولو هم سرونه مات شوي، مګر ما داسې ډیر کسان لیدلي، چې په منځ کې یې د مور او خور ښکنځل یوه عادي خبره وي، خو که یې مېرمن چا یاده کړه، بیا یې نو تر مرګه ورسره شکیلي.

زه دې ته ډېر ځورېږم، چې کار نارینه خراب کړي، مګر ښکنځل کیږي هغه خواره مېرمن چې په هېڅ هم نه ده خبره. د افسوس خبره دا ده، چې د ننه کورونه هم له دې شره نه دي خوندي، هم دا غیرتي ځوان چې د خپل ناموس په دفاع کې ماتې خوړلی څيرې ګرېوان کور ته ستون شي، بیا ټوله غوسه پر دې مېرمنې بې چارګۍ وباسي بس یو شی ورته پلمه کړي. وروڼه مې لیدلي چې د مېرمنو مخ یو بل ته د ماینو ښکنځل کوي او په دې کار ځان یو ډول تورزن ورته ښکاري.

دوه کسه نن سبا په شعوري او غیر شعوري توګه نامیان او د حق دفاعیان بلل کېږي. یو چې بل ته مخامخ د ماینې ښکنځل وکړي دویم، چې د ورته شوو ښکنځلو غچ څو برابره واخلي.

دا تور نه دی، رښتیا دي، غټ با نفوذه خلک، حتی د دولت لوړپوړي چارواکي مې لیدلي، چې لسګونه مشران همځولي او کشران به ورته ناست وو، خو ښاغلي به په خورا فخر د خلکو نوم یاداوه ورپسې به یې ماینه ورپسې وښکنځلع، ناستو کسانو به په خندا ورسره بدرګه کړه، هېڅوک هم له مجلسه و نه ووت چې دلته خو د خلکو د عزت جنازې اخیستل کېږي، هېچا تر پایه دې ښکنځلمار ته ونه ویل چې: په دې ښکنځلو سره غواړې د خپل شخصیت کوم اړخ ثابت کړې؟ برعکس یې تشویقوي هم.

نو څه وکړو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption تاسو به هم ډېر لیدلي وي، چي خبره د ماینې له ښکنځلو را پیل شي، وروسته شخړه، جکړه او بیا ټپ مرګ او جنازه.

څومره، چې د خپل ناموس د عزت او خوندیتوب غوښتونکي یو، پکار ده د بل د ناموس هم هومره خیال وساتو. که څوک مو په وړاندې د چا ناموس یاد کړي، پکار ده هغه په نرمه خو منطقي ژبه له دې کاره راوګرځوو. او بالاخره د خپل شخصیت په اړه فکر وکړو، که موږ ژبه پوچه او ښکنځل ماره اموخته کړې وي، خلک به مو د ټیټ شخصیتو او بد اخلاقه په قطار کي شامل نه کړي؟

که خدای مه کړه، خدای مه کړه څوک راته د ناموس ښکنځل وکړي، هېڅکله باید غچ د هغه د ناموس په ښکنځلو وانه خلو، پکار ده صبر وکړو، یا داسې څه ووایو چې مقابل لوری ملامت او شرمنده شي، نه دا چې نور هم غصه شي او خبره ډنډوره شي.