"فېسبوک په يوه ورځ يو ميليارد کاروونکي لرل"

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي زوکربرګ په خپل پيغام کې وړاندوينه کړې چې کاروونکي به يې نور هم ډېر شي

د ټولنيزو اړيکو، فېسبوک بنسټ اېښودونکی مارک زوکربرګ وايي په يوه ورځ کې له يو ميليارد ډېرو کسانو فېسبوک کارولی دی.

پر فېسبوک پاڼه يوه پيغام کې زوکربرګ ويلي دغه "مهم پړاو" د دوشبنې پر ورځ بشپړ شو، دی وايي د نړۍ له هرو ۷ کسانو يوه يې د خپلو ملګرو او کورنۍ سره د اړيکو ټينګولو لپاره فېسبوک کارولی دی.

په نړۍ کې نژدې يو نيم ميليارد کسان لږ تر لږه په مياشت کې يو ځل فېسبوک کاروي، خو دا په يوه ورځ کې تر ټولو لویه شمېره وه.

دغې کمپنۍ د ۲۰۱۲ کال اکتوبر مياشت کې يوازې يو ميليارد کاروونکي لرل.

فېسبوک په ۲۰۰۴ کال کې د هارورډ پوهنتنون د يوه زده کوونکي مارک زوکربرګ له خوا جوړ شو.

ښاغلي زوکربرګ د پنجشبنې په ورځ خپل پيغام کې وړاندوينه کړې "چې کاروونکي به يې نور هم ډېرېږي."

دی وايي، "دا لومړی ځل دی چې موږ دغه مهم پړاو بشپړ کړ او د ټولې نړۍ د اړيکو ټينګولو لپاره دا لومړي ګام دی."

روان کال جولای مياشت کې فېسبوک ويلي وو چې له يو نيم ميليارد، ډېرو کسان په يوه مياشت کې لږ ترلږه يو ځل دغه سايټ کارولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نړۍ کې نژدې يو نيم ميليارد کسان لږ تر لږه په مياشت کې يو ځل فېسبوک کاروي

وړاندې فېسبوک پتېلي وه چې ځينو ويډيو جوړوونکو ته پر خپل سيستم د کلېپونو خپرولو په بدل کې به پيسې ور کوي.

دوی وايي د ويډيو يو بهير پيلوي چې د کلېپونو يوه لړۍ به تنظيموي او اعلانونه به هم پرې خپرېږي.

هغه ويډيوګانې چې خلک يې کتلو ته ډېر راکاږي، له اعلانونو ور غلې ګټې ډېره برخه به اخلي، په داسې حال کې چې فېسبوک به يې ۴۵ سلنه خپل ځان ته ساتي.

دوی وايي کاروونکي يې د ورځې څلور ميليارد ځله ويډيوګانې ګوري.

ځينې کارپوهان وايي دغه کار هم کولای شي ډېر نور خلک فېسبوک کارولو ته راجلب کړي.

د ۲۰۱۲ کال اکتوبر مياشت کې فېسبوک ويلي وو چې يو ميليارد کسان دغه سايټ په مياشت کې يو ځل کاروي او يوازې درې کاله وروسته دوی وکولای شول دغه شمېره خلک يې په يوه ورځ کې وکاروي.