له ځان وژنې وړاندې نښې نښانې؟

یوې څېړنې موندلې چې ګرومجن اوخپګان ځپلي کسان چې اکثرا ناکراره او پرېشانه وي او بې فکره ناڅاپي کارونه کوي، د نورو په پرتله ښايي ۵۰ سلنه ډېر د ځان وژنې هڅه وکړي.

د عصبي او روحي درملنې په اړه د اروپايي کالج، اي ان سي پي (ECNP) څېړنې ښيي چې په ډېروهغو کسانو کې چې د ځان وژنې هڅه کوي، له ځان وژنې وړاندې یوه ځانګړې رویه لیدل کېږي.

دغه څېړنه وايي داسې لارې چارې باید ولټول شي چې له ځان وژنې وړاندې نښو نښانو په موندلو سره د روحي ناروغانو د ژوند د ساتلو لپاره مخنیوونکي ګامونه پورته شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تخمین له مخې په ۲۰۱۲کال کې په نړۍ کې له ۸۰۰،۰۰۰ نه زیاتې ځان وژنې شوې دي.

اي ان سي پي د ۲،۸۱۱ تنو ناروغانوپه اړه چې په ډېر خپګان اخته وو څیړنې کړې او موندلې ېې ده چې له هغو څخه ۶۲۸ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې وه.

څېړونکو د دغو کسانو د ځان وژنې له هڅو وړاندې د هغوې روېې او ځانګړتیاو ته کتنه کړې او موندلې ېې ده چې له ځان وژنې وړاندې هغوې یوه ټاکلې ډول ځانګړې رویه لري.

دغه څېړونکي وايي چې که په شدید خپګان اخته یوکس دغسې یوه ځانګړې رویه ولري نو په هغې کې د ځان وژنې خطر د نورو په پرتله لږ تر لږه ۵۰ سلنه ډېر وي.

"خطري رويه"

  • "خطري رویه" لکه بې پروا موټرچلول، بې پروا جنسي رویه.
  • "روحي او خوځښتي پرېشاني" لکه له یوې خونې بلې ته تیز تګ راتګ یا د لاسونوسره مښل او تاوول.
  • بې فکره ناڅاپي کارونه- پرته له دې چې د یو کار د پایلو په اړه فکر او سنجش وکړي هغه کار کوي.

د دغې څېړنې یو برخه وال، ډاکټر دینا پاپوویچ وايي: "مونږ وموندله چې له ځان وژنې وړاندې معمولا په ناروغانو کې د خپګان اوهیجان یو ګډ حالت لیدل کېږي، چې ناروغ هم خپه اوګرومجن وي او هم په کې د بې حده لیوالتیا نښې موجودې وي."

Image caption حقوق پوه مایکل مانسفیلډ بې بي سې سهارنۍ خپرونې سره مرکې کې د دې څېړنو هرکلی وکړ

د یوه بریتانوي حقوق پوه، مایکل مانسفیلډ، لور،آنا، د سږکال په لومړیو کې خپل ځان و واژه. هغه وايي دا د ده لپاره یوه ناڅاپي پیښه وه.

هغه وویل لور ېې دوه ماشومان درلودل، په خپل کار کې بریالۍ وه، هېچا ګومان نه کاوه چې هغه به خپل ځان و وژني.

ښاغلي مانسفیلډ د نوې څېړنې په اړه وویل:"مونږغواړو نورمعلومات پیدا کړو. مونږغواړو چې یو څوک د دې ټولو شیانو ترمنځ چې د یو بې مفهومه حالت په شان ښکاري، اړیکي پیدا کړي. زه به د هرهغه چا هرکلی وکړم چې پر دې مسایلو کار وکړي او د دې کسانو د روېې یوه بېلګه راټوله کړي ځکه چې د آنا په قضیه کې هم یوه ځانګړې رویه موجوده وه، خوما ونشواې کولاې چې پیدا ېې کړم."

"نښې نښانې"

د ماینډ په نامه د یوې روغتیايي خیریه ټولنې کارکونکی، پول فارمر، وايي په بریتانیا کې هرکال ۶۰۰۰ کسان ځان وژنه کوي- او "مونږ ډېر نه پوهېږو چې ولې داسې کېږي."

هغه وايي د اې ان سي پي، څېړنه د دې ستونزې د "نښو نښانو" په اړه "یو مهم پیغام" را کوي چې که خلک د کوم چا په اړه اندېښنه لري باید دا نښې نښانې ولټوي.

د دې څیړنې موندنې په دې اونۍ کې په امسترډام کې د اي ان سي پي کانفرانس ته وړاندې کېږي.