تکنالوژۍ باندې معتاد شوي یو؟

Image caption کارپوهان وايي د خوب ستونزې معمولا د کمپیوټر پر پردې د ډېر وخت تېرولو له امله وي

د لندن په یو کلینیک کې د خوب او انرژۍ د چارو کارپوهې ډاکټرې نیرینا رامله خان له پنځو دقیقو کتنې وروسته راته یو بد خبر راکړ.

راته وې ویل چې ’’ستاسو په بدن کې د ستومانۍ کلاسیکې نښې لیدل کېږي’’

’’تاسو په خپلې وروستۍ انرژۍ چلېږئ. ستاسو سمپاتیتیک عصبي سیستم تر فشار لاندې دی. ګومان کوم د ماسپښین په وخت کې به د ډېرې ستومانۍ احساس کوئ، په دې معنا چې بدن به مو ادرینالین، نور ادرینالین او کورتیزول مصرفوي.’’

داسې ښکاري چې بدن مې دوپامین باندې معتاد شوی دی. دوپامین د انسان په ماغزو کې هغه کیمیاوي توکي دي چې د خوښۍ احساس سره تړاو لري، کله چې موږ تحریک کېږو، لکه د خوراک، جنسي فعالیت یا کوم بل کار له امله چې هیجان راپاروي، یا د کمپیوټرپر پردې مخ ته ډېر وخت تېرول، په ماغزو کې د دوپامین کیمیاوي توکو د خوشې کېدو سبب کیږي.

ډاکټره رامله خان د لندن د نایټنګیل په خصوصي روغتون کې د تکنالوژۍ د اعتیاد د درملنې په برخه کې کار کوي.

شک نشته چې ستوماني د مشغوله عصري ژوند یو محصول دی- هر څوک پر یو کار باندې بوخت وي، د ماشومانو ساتنه، دفتري کار، کومه بله سرګرمي او شوقي کار او داسې نور.

ډاکټره رامله خان وايي’’زما په ناروغانو کې یو مشترک شی دا دی چې زیاتره یې د کمپیوټري وسایلو د پردې پر واړندې ډېر وخت تېروي، حتی کله چې د شپې له خوا د خوب په هڅه کې وي.’’

Image caption ویل کېږي ځینې کمپیوټري وسایل د لمر په لوېدو سره د شپې له خوا ځان سموي او د پردې تیزه شنه رڼا یې کمېږي.

’’هغوی خوب ته ځي خو نشي ویده کېدای، یا له ستومانۍ سره ویده کېږي خو له راویښېدو وروسته هم ستړي وي. خلک راته وايي، نشي کولای خپل ماغزه خاموشه او آرام وکړي.’’

هغې وویل یوه ناروغ یې سهار وختي یوه مشتري ته یو نا مناسب ایمیل (برېښنالیک) لېږلی و چې له امله یې په موقتي ډول له دندې ګوښه کړل شو.

’’کله چې مو پر دې مسلې باندې غور وکړ پوه شو چې هغه ډېر وخت د خپلو کاري موضوعاتو په هکله فکر کاوه او نه یې شوای کولای چې خپلو ماغزو ته استراحت ورکړي’’.

اوس هغه د ښه کېدو په حال کې دی او هیله کېږي چې ژر به خپلې دندې ته ستون شي.

یو بل ناروغ باندې چې ۱۷ کلن و د میرګي حمله راغلې وه، ناڅاپه به ولوېد او ټول بدن به یې په شدت سره لړزېده.

وروسته معلومه شوه چې هغه به ټوله شپه ناست و او کمپیوټري ګیمونه یا لوبې به یې کولې.

په یو وخت کې د څو کارونو کولو لیونتوب

ډاکټره رامله خان وايي تکنالوژۍ سره تړلې ستوماني په ځینو هغو کسانو کې هم عامه وي چې یو ځانګړی ډول شخصیت لري.

’’آیا تاسو داسې یو کس یاست چې غواړئ هر کار مو سل په سلو کې سم ترسره شي؟ آیا تاسوغواړئ هر څه مو تر خپل کنټرول لاندې وي؟ آیا د شپې له خوا د خوب په وخت کې غاښونه چیچئ؟

هغه وايي ’’دا ډول شخصیت د الف ډول شخصیت په نامه یادېږي- دا ډول کسان ځان محوره، رقابتي او بریدګر وي، تل د کارونو پر حتميت باندې ټینګار کوي- د مثال په توګه وايي چې یو کار باید حتما وشي، حتمي ده، باید ویې کړئ.’’

’’ دا ډول کسان خپل ماغزه نشي متوقف کولای، آرام نشي کولای، که آرام وکړي ناڅاپه ورته د زیاتې ستومانۍ احساس پیدا کېږي.’’

’’حتی که تلویزون ته هم ناست وي هڅه کوي په عین وخت کې څو تلویزوني خپرونې پر یوې پردې باندې وویني. دا له حده زیات فعالیت کولو په معنا دی، له دې وېرېږي چې کنټرول به له لاسه ورکړي’’.

داسې ښکاري چې هغوی غواړي په یو وخت کې څو کارونه وکړي.

’’له دې خوند اخلي چې تش د لاس په خوځولو سره یو شی بدلوي او یو کار کوي.’’

’’زمونږ نسل نه پوهېږي چې په داسې حالاتو کې څه وکړي نو ځکه یو عکس العملي ځواب وايي.’’

’’زیاتره خلک تل مشغوله وي، آرام نه لري چې دا د هغوی ماغزه له حده زیات بېداره ساتي. خلک د ویجاړۍ په حالت کې روان وي.’’

لیکواله او روح پوهه کاترین شتاینر ادیر هم فکر کوي چې په یو وخت کې د څو کارونو کول یا پر یوې پردې باندې څو خپرونې لیدل یوه خطرناکه لوبه ده، په تېره بیا د ماشومانو لپاره.

د دې ناروغۍ لپاره د ډاکټرې نیرینا رامله خان نسخه:

د الکترونیکي او کمپیوټري وسایلو په کارولو کې وقفه راولئ – له خوب مخکې ساعتونو کې تکنالوژي مه کاروئ. کتابونه ولولئ خو الکترونیکي کتابونه مه لولئ.

  • د شپې له خوا خپل ساعت له مخې لیرې کړئ اوخپل موبایل ټیلیفون د ساعت د زنګ وهلو لپاره مه کاروئ.
  • خپله انرژي بېرته پوره کړئ: د سهار ناری مه هېروئ- له راپاڅېدو وروسته د ۳۰ دقیقو په ترڅ کې د کافیینو له څښلو وړاندې لږترلږه یو څه وخورئ.
  • بدن مو مایعاتو ته اړتیا لري. لږترلږه هره ورځ دوه لیټره اوبه وڅښئ.

ډاکټرې رامله خان بي بي سي ته وویل: ’’موږ وینو چې د خلکو حافظه کمه شوې ده، په ښونځي کې نمرې ټیټې شوې، هغوی د خپلو ماغزو هغې برخې ته وده نه ورکوي چې د یوې عضلې په شان ده او باید پر یوه واحد کار باندې د تمرکز لپاره ورته وده ورکړل شي.’’

Image caption لارښونې توصیه کوي چې په ورځ کې باید له دوو ساعتو زیات وخت د کمپیوټر د پردې په وړاندې تېر نه کړل شي.

زوړښونځی

د شتینر والدروف د ښونځي فلسفه وايي چې له ۱۲ کلو کم عمر درلودونکي ماشومان باید د کمپیوټرد پردې مخې ته هېڅ وخت تېر نه کړي.

د بریتانیا د روغتیايي څار ادارې (نایس) لارښونې وايي چې لویان او ماشومان دواړه باید د ورځې له دوو ساعتو زیات وخت د کمپیوټرد پردې مخې ته تېر نه کړي، خو دا د دې لپاره چې فزیکي فعالیت زیات کړي.

د مایکروسافت شرکت یوه کارپوه، ډیو کاپلین، وايي ’’په لسګونو کاله پکار دي چې موږ خپل ځان له تکنالوژۍ سره سم کړو’’.

’’تکنالوژي یو حیرانونکی شی دی که موږ ورڅخه په سمه توګه کار واخلو- او باید چې په سمه توګه یې وکاروو.’’

ډاکټره رامله خان وايي زموږ اوسنی نسل چې د انټرنیټ له پیدا کیدو مخکې وختونه یې په یاد دي، د تکنالوژۍ کارولو ته ډېر لېواله دي.

دا وايي د هغې ۱۱ کلنه لور همدا اوس له فیسبوکه بېزاره شوې ده ،او وايي له خپل څلور کلن زوی مې وغوښتل چې د کورنۍ ټول کمپیوټري وسایل راټول او یوې خواته کېږدي، ځکه هغه ته زموږ په پرتله دا کار نسبتا آسانه دی.

هغه وايي: ’’راتلونکي نسلونه چې دیجیټلي عصر کې به ژوند کوي زموږ په پرتله به ډېرهوښیار وي’’.

’’موږ تر اوسه په دې پړاو کې يو چې تکنالوژي راته حیرانونکې ښکاري، او موږ په هیجان راولي. زموږه نسل نه پوهېږي چې څرنګه یو سم غبرګون وښيي.’’

یو څو ورځې د ډاکټرې رامله خان د مشورو له کارولو وروسته اوس د ښه توب احساس کوم، خوب مې ښه شوی او ډېرخوب کوم.

که څه هم روغتیايي کارپوهان د اضافي اوبو د څښلو د ګټورتوب په اړه د نظریو اختلاف لري خو داسې ښکاري چې زه د پخوا په پرتله د بېدارۍ احساس کوم.

کېدای شي دا هسې یو تلقیني یا پلاسیبو اغېز وي، خو پوهېږم کوم کار چې کوم د روغتیا د ښه کېدو لپاره دی.

پر ماغزو باندې اغېز

Image caption د ویلډرنس په دودیز فیستیوال کې د موبایل ټیلیفون د چارجولو کار ډېر ورو پیل شو

د ویلډرنس په نامه د اکسفورد شایر د دودیز جشن په سیمه کې د موبایل ټیلیفون آنتن سم کار نه کاوه خو چارجولو باندې یې پنځه پونډه لګېدل. هلته مې ډاکټر ډیویډ کاکس ولیده چې پخوا د یوه روغتون د عاجل سرویس ډاکټر و او اوس د ماغزو د یوې روغتیايي موسسې مشر دی.

هغه هم د ډاکټرې رامله خان په شان خبرې وکړې.

هغه وویل: ’’یو شي سره چې دومره زیات ورباندې بوخت اوسو حتما زموږ پر ماغزو اغېز کوي. دا چې ولې دومره ستومانه کېږو لامل یې دا دی چې زموږ ماغزه د دغسې کارونو سره عادت نه دي. ’’

’’زموږ ماغزه ډېر تکړه دي، کولای شي هر ډول حالت سره ځان سم کړي او په راتلونکي کې به یې هم کوي.’’

د ماشومانو لوبې

Image caption ځینې ښونځي په دې باور دي چې ماشومان له تکنالوژۍ پرته لا په ډېر خلاقیت سره لوبې کوي

نو راتلونکی نسل به څرنګه وي؟

د لندن د اقتصاد پوهنځي یوه وروستۍ سروې ښيي په هغو ښونځیو کې چې د موبایل ټیلیفونونو کارولو ته اجازه نشته، په آزموینو کې د ماشومانو نمرې تر شپږ سلنې لوړې وي.

په همپشایر کې د خپل زوی پخواني ښونځي ته ولاړم. د وحشي ګلونو په نامه دا ښونځی په یو ځنګل کې دی، هلته ماشومان د کمپیوټري وسایلو پردو مخې ته نه کښیني، باران وي که شین آسمان، له ودانۍ بهر لوبې د هغوی د ورځني پروګرام حتمې برخه ده.

د ښونځي مشره هلینا نلسن وايي کله چې دا خپل لپټاپ کمپیوټرراوباسي ماشومان لکه ’’د شاتو د مچیو’’ په شان ورنه راټول شي، خو که هغه نه وي نو ماشومان په ډېره خلاقه توګه په خپلو لوبو بوخت وي.

خو داسې ښکاري چې واړه ماشومان د دیجیټلي وسایلو څخه د اجباري لېرې کېدو د ګټو په اړه دومره باوري نه دي.

هغې له ماشومانو وپوښتل ’’څه فکر کوئ چې په خپل ښونځي کې کمپیوټر، ټابلیټ یا تلویزون ولرو که نه؟’’

له پنځو کلو د کم عمر ماشومانو ټولو په یوغږ سره وویل: ’’هو’’.

ورته مطالب