خلیجي هېوادونه ولې سوري کډوالو ته پناه نه ورکوي؟

Image caption لسګونه زره سوري کډوال د اروپا پر لور روان دي.

پر پولو او د اورګاډي پر تمځایونو د ایسارو سوري کډوالو انځورونو او په ځانګړې ډول د درې کلن الان کردي خواشینونکی انځور چې د ترکیې په اوبو کې د سمندر پر غاړه مړ پروت و، جنګ ځپلو خلکو سره د مرستو غوښتنو ته زور ورکړی.

ډېره غوسه د خلیج د همکارۍ شورا عربي هېوادونو (سعودي عربستان، بحرین، کویت، قطر، عمان او عربي متحده امارات) ته متوجه ده چې د کډوالو پر مخ یې خپلې دروازې په کلکه تړلې دي.

خلیجي هېوادونه له سوري کډوالو سره نه دي درېدلي او نه یې کومه مرسته ورسره کړې.

خو په ځینو مواردو کې د اشخاصو سخاوت د پام وړ دی.

ځانګړو مرستندویه ادارو تر اوسه د سلګونو زرو ډالرو مرسته راټوله کړې، او کله چې په ملي صنعتونو (د مثال په ډول د قطر د پترولو شرکت) کې له کارګرو وپوښتل شول چې ایا چمتو دي هره میاشت د خپل معاش یوه برخه د سوريې کډوالو ته ورکړي، ډېرو یې مثبت ځواب ورکړ.

خلیجي هېوادونو د مرستندویه ادارو او اشخاصو له لارې شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالره مرسته کړې.

خو، د سوريې د جګړې د دوام له کبله، په پنډغالو کې له کډوالو سره کېدونکې مرستې کافي نه دي.

سوري وګړي له جګړې ستړي شوي وو، په کمپونو کې یې د ټولنیز او مالي ژوند د بهترۍ چانسونه کم وو ځکه نو دوی د یوه خوندي او نسبتا روښانه راتلونکي په لټه کې د جګړې له سیمو راووتل، او نړۍ اړه شوه چې د لوی شمېر وګړو د بې ځایه کېدو ستونزې حل لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

لنډه دا چې، په پنډغالو کې خلکو ته خوراکي توکي او پناه ورکول د پرون د ستونزې حل و. نن تر ټولو جدي مسله سلګونو زرو کډوالو ته د اوسېدو لپاره د ځای لټون دی، او په دې برخه کې خلیجي هېوادونو ډېر څه نه دي کړي.

د بې ثباتۍ وېرې

که څه هم خلیجي هېوادونو ځینې سوري وګړو ته په عمده ډول د کارګرو کډوالو په توګه اجازه ورکړې (سعودي عربستان وايي له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې ۵۰۰ زره کډوال منلي)، خو له دوی یو هېواد هم د دغه شمېر کډوالو د منلو په تړاو کومه څرګنده پالیسي نه لري. دا هغه پناه غوښتونکي دي چې د کار جواز نه لري.

Image caption خلیجي هېوادونه وېره لري چې د اسد رژیم پلویان ښايي د دوی په هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي.

د دغې موضوع د تشریح کولو لپاره دې ته اړتیا ته چې په خلیجي هېوادونو کې د سیاسي ثبات په تړاو وېرو او د مدني پېژندګلوۍ پوښتنو او دې ته کتنه وشي چې د خلیجي هېوادونو تبعه کېدل په څه معنا دی.

په ۲۰۱۲ کال کې چې کله د بشارالاسد پر ضد جګړه په څرګند ډول د خلیجي سني هېوادونو د ګټو او د ایراني پلوو متحدینو تر منځ پر سیالۍ واوښته، په خلیجي هېوادونو کې ژوره وېره پیدا شوه چې ښاغلي اسد ته وفاداره سوري وګړي به د دوی په هېوادونو کې د غچ اخیستلو لپاره ننوځي.

خلیجي هېوادونو ته د تلونکو سوري مساپرو تالاشي زیاته شوه او تر څنګ یې سوریایانو دغو هېوادونو کې د کار جواز لاسته راوړلو کې یا د شته جواز د مودې غځولو کې له ستونزو سره مخامخ شول.

دغه پالیسي لا هم نه ده بدله شوې، او قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په ځانګړې ډول اسد ته د وفاداره کسانو له لورې د ممکنه بریدونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

په خلیج کې د داسې زندانونو د شتون اوازې هم شته چې ګواکې له تېرو دریو کلونو راهیسې په کې نیول شوي مشکوک ترهګر ساتل کېږي خو تر اوسه د اسد د پلویانو له لورې د برید د کوم پلان په اړه په څرګند ډول څه نه دي ویل شوي.

د وګړو د جوړښت انډول

د دې تر څنګ، په یو ځل د زرګونو سوریایانو منل ښايي د خلیجي هېوادونو د وګړو د جوړښت انډول چې خورا نازکه او ثبات لپاره اړین دی، ګډوډ کړي.

د مثال په ډول، د متحده عربي اماراتو او قطر اصلي اوسېدونکي د دغو هېوادونو شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي. ډېری نور اوسېدونکي یې ترانزیتي سوداګر او کارګر دي.

هلته بهرنیانو ته یوازې په هغه صورت کې د اوسېدو حق ورکول کېږي چې خپله یا یې ښځه/خاوند دنده ولري، له کار او دندې پرته په خلیج کې دایمي استوګنه ممکنه نه ده، او کله چې د کارګرو د دندې د قرارداد موده پای ته ورسېږي، نږدې ټول یې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

خلیجي هېوادونه په همدې ډول پر مخ ځي، چې د عادي او لوړ مهارت کارګر په دوامداره توګه ورته تګ راتګ کوي، او دغه چاره خلیجي هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې د وګړو تر منځ خپل حاکم دریځ خوندي وساتي او د نورو هېوادونو د عربانو یا د سوېلي اسیا د کارګرو د حاکمیت مخه ونیسي.

غلې خبرې

نو د خلیجي هېوادونو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې له دندو یا د بېرته تلو د مشخصې نېټې پرته د زرګونو بهرنیانو د منلو په اړه فکر وکړي.

په تاریخ کې داسې هېڅ بله بېلګه نشته (ان په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطینیانو کډوالي هم نه) چې اوسمهال د سوري کډوالو له خوا د خلیجي هېوادونو د وګړو او ټولنیز جوړښت ته ورته ستر ګواښ وبلل شي. او خلیجي هېوادونه د سوري کډوالو کړکېچ ته هېڅ ځواب نه لري.

ډېره ګرانه ښکاري چې د خلکو او سیاستوالو، په ځانګړې ډول د لوېدیځو هېوادونو فشارونه دې په خلیج کې د وګړو د جوړښت په تړاو وېره او د مدني پېژندګلوۍ او ملیت په اړه د ګواښونو انګېرنه کمه کړي.

د خلیجي هېوادونو پر حاکمو کورنیو خلک ډېر فشار نه شي راوستلی.

د دې تر څنګ، د خلیج مشران داسې فکر کوي، که لوېدیځ هېوادونو د اسد رژیم د مخنیوي لپاره له وړاندې ګامونه پورته کړی وای نو حالت به دومره نه خرابېدای. د لوېدیځو دیپلوماتانو غوښتنو ته ښايي منفي ځواب ورکړل شي.