رولا غني: د ښه ژوند په لټه کې وتلي خلک ګرم نه دي

Image caption "یو څه چې پرې خوښه یم، هغه د اروپايي ټولنې غبرګون دی."

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني بي بي سي سره په مرکه کې ویلي هغه خلک ګرم نه دي چې اروپا ته د ښه ژوند په لټه خپل هېوادونه پرېږدي.

لا هم اروپا ته د راتلونکو کډوالو ډېره برخه اوس د سوريايانو ده خو له ډېره وخته افغانان هم په اوږدو، خطرناکو او له کړاوه ډکو لارو باندې همدا سفر کوي.

د افغانستان د ولسمشر له مېرمنې رولا غني مو وپوښتل چې د کډوالو د دې پراخ کړکېچ حل لپاره باید څه وشي؟

ځواب: موږ افغانستان کې د دغو حالاتو بدلولو لپاره ډېر زیار باسو.. خو زه پوهېږم چې ځوانان زړه تنګي کېږي، دا اوږد بهیر دی، ځوانان غواړي هر څه ژر وشي، او ښایي فکر يې وي چې بل ځای به هر څه سم وي، نو زه دوی نه ملامتوم، او د دې تر څنګ زه باور لرم چې د تګ راتګ ازادي د انسان حق دی، خلک باید ازاد واوسي چې له یوه هېواده بل ته سفر وکړای شي..

پوښتنه: خو د خپل ژوند او بچیانو په خطر کې اچولو سره...

ځواب: پوهېږم چې دا د دوی لپاره ډېره سخته ده، خو دا هر څه په خپله خوښه کوي... وګورئ، په هر هېواد کې داسې خلک وي چې دوی د تېلو په څاه ګانو کې کار کوي، بل ځای ته کډه کېږي، یا په کانونو کې کار کوي.. دا هر څه دوی د دې لپاره کوي چې ګواکې وکړای شي د ځان لپاره یو ښه او ارام ژوند برابر کړي.

دا بد مرغي ده چې دومره ډېر خلک له بېلا بېلو هېوادونو خپل کورونه پرېږدي او بل ځای ته کډه کوي، د سوریې خلک نن سبا ډېر مجبوره دي او هره شپه چې زه خبرونه وینم نو د کډوالو اوسنی ناورین مې زړه ماتې کوي.

یو څه چې پرې خوښه یم، هغه د اروپايي ټولنې غبرګون دی، د اروپايي ټولنې مشران اوس په دې پوهېدلي چې دوی له دغه بشري ناورینه مخ نه شي اړولی او دغه ستونزه هم په خپله حل کېدونکې نه ده.

پوښتنه: خو ایا د افغانستان حکومت دغو ستونزو ته د بنسټيز حل په لټه کې دی؟ ځکه اروپا ته د خلکو تګ یوه موضوع ده، د اروپايي مشرانو غبرګون هم ښايی لنډمهالی حل وي خو افغان حکومت څه کوي چې خلک هېواد پرېښودو ته اړ نه شي؟

ځواب: یقینآ، زه هم همدا وایم چې موږ د دغو ستونزو د حل لپاره ډېره هڅه کوو. لومړیتوب مو امنيت دی ځکه پرته له امنیته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی، کولای شئ یوه ښکلې فابریکه جوړه کړئ خو که امنیت نه وي لسو دقیقو کې نړېدلی هم شي. نو ځکه د امنیت ټینګښت له بل هر څه مهم دي.

پوښتنه: خو دا کار له ډېرو اړخونو ناشونی دی، نا معلوم ځانمرګي بریدګر هر ځای برید کولای شي. د دوی مخه څنګه نیسئ؟

ځواب:زه هيله له لاسه نه ورکوم، په افغانستان کې اوس ولس د اورپکو پر ضد ولاړ دى، دوی خپل مذهبي جذابیت له لاسه ورکړى. ګورئ افغانستان یو مسلمان هېواد دی، دلته خلک له نسلونو او پیړیو راهیسې مسلمانان دي او دوی کوم نوي کس ته اړتیا نه لري چې راشي او دوی ته دین وروښيي.

ورته مطالب