د انسان وزمه نویو مخلوقاتو د هډوکو موندنه

Image caption هومو نالیدي د بدوي او عصري انسانانو ګډې ځانګړتیاوې لري (د جان هاکس له تصویرونو څخه)

ساینس پوهانو د جنوبي افریقا تر ځمکې لاندې ژورو سمڅو په قبرونو کې د نویو انسان وزمه مخلوقاتو هډوکي موندلي دي.

د ۱۵ سکلېټونو د ځینو برخو موندنه په افریقا کې په خپل ډول کې تر ټولو لویه موندنه بلل کیږي.

څېړونکي ادعا کوي چې دا موندنه به زموږ انسانانو د پلرونو په اړه نظرونو کې بدلون راولي.

Image caption هومو نالیدي به ښايي دغه ډول څېره درلوده ( د نېشنل جیوګرافیک تصویر)

دا څېړنې چې د ایلایف په مجلې کې خپرې شوې، دا هم په ګوته کوي چې دغو مخلوقاتو مذهبي دود او دستور هم درلود.

دغه مخلوقات چې د (هومو نالیدي) نوم ورته ورکړل شوی، د هومو د نوع یا جنس په ډله کې راځي. عصري انسان هم په همدغه جنس کې شامل دی.

څېړونکو ته تر اوسه نه ده معلومه چې دغو مخلوقاتو به څومره موده پخوا ژوند کاوه، خو د څېړونکې ډلې مشر، پروفیسر لي برګر، بي بي سي ته وویل چې د ده په فکر ښايي دا به د لومړیو انسانانو یو ډول و چې کېدای شي تر درې میلیونه کاله مخکې پورې به یې په افریقا کې ژوند کاوه.

پروفیسر برګر وايي کېدای شي هومو نالیدي د نورو لومړنیو یا بدوي تي لرونکو مخلوقاتو او انسانانو چې پر دوو پښو باندې ګرځېدل، تر منځ د یو’’پله’´په شان وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغه وايي: ’’موږ په دې فکر کې و چې یو فوسیل به پیدا کړو. خو یو شمېر پاتې شونې یا فوسیلونه مو وموندل. او بیا مو وروسته یو شمېر سکلېټونه او د افرادو هډوکي وموندل.’’

’’د دې بې سارې ۲۱ ورځینۍ تجربې تر پایه مو د بشر د خپلوانو دومره ډېرې پاتې شونې وموندلې چې د افریقا په تاریخ کې تر اوسه نه وې موندل شوې. دا یوه بې سارې تجربه وه.’’

د بریتانیا د ملي تاریخ د میوزیم پروفیسر کریس سترینګر وویل د هومو نالیدي موندنه ’’یوه ډېره مهمه موندنه ده’’.

پروفیسر سترینګر بي بي سي ته وویل: ’’دا چې موږ د راز راز مخلوقاتو ډولونه وینو ښيي چې طبیعت تجربې کولې چې انسان څرنګه جوړ کړي، په دې توګه د یو شمېر انسان وزمه مخلوقاتو بېلا بېل ډولونه د افریقا په بېلا بېلو برخو کې په یوه وخت کې را پیدا شوي وو. په پای کې د هغوی یوازې یوه لیکه ژوندۍ پاتې شوه چې انسان ور څخه جوړ شو.’’

’’زه د هغو هډوکو د لیدو لپاره ولاړم چې د (وایټ واټررز رینډ) په پوهنتون کې په یوه خوندي خونه کې ساتل شوي وو. د خونې ور د یوه بانک د پیسو ساتلو د صندوق د وره په شان و. پروفیسر برګر راته د خونې ور پرانیست او راته ویې ویل چې د ډېرو پخوانیو انسانانو په هکله زموږ پوهه د نابشپړو سکلېټونو او کله کله ککریو له مخې ترلاسه شوې ده.’’

د ۱۵ سکلېټونو ټوټې چې هغو کې له وړوکي ماشوم نه نیولې تر بوډا کسانو د بېلا بېلو عمرونو نارینه او ښځینه هډوکي شامل دي. دا موندنه په افریقا کې بې سارې ده او پر دې به رڼا واچوي چې لومړیو بدوي انسانانو څرنګه بدلون موندلی.

پروفیسر برګر وویل ’’موږ به د دې ډول مخلوقاتو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړو.’’

’’موږ به په دې پوه شو چې د هغوی ماشومان د مور له شیدو څه وخت جلا شوي وو، کله زېږېدلي وو، څرنګه یې وده کړې وه، وده یې څومره ګړندۍ وه، له ماشومتوبه په هر پړاو کې د نارینه او ښځینه د ودې ترمنځ څومره توپیر و، هغوی څرنګه زاړه شوي او څرنګه مړه شوي. ’’

د انسان د تکامل یا تدریجي بدلون پړاوونه:

آردیپیټیکس رامیدس (۴،۴ میلیونه کاله پخوا): پاتې شونې یې په ۱۹۹۰ کلونو کې په اېتوپیا کې موندل شوې وې. د بدن له حوصلې یې ښکاري چې کولای یې شول هم پر ونو باندې وخېژي او هم نېغ درېدای او ګرځېدای شوای.

استرالو پیټیکس افارینسس (۳،۹-۲،۹میلیونه کاله پخوا): مشهوره ’’نېکمرغه’’ سکلېټ د انسانانو خپلوانو دغې مخلوق پورې اړه درلوده. تر اوسه د دې ډول مخلوق هډوکي یوازې په ختیځې افریقا کې موندل شوي دي. د هغو د سکلېټ ځینې ځانګړتیاوې ښیي چې افارینسس نېغ ګرځېدای شوای او ښايي چې پر ونو باندې یې هم یو څه وخت ژوند کړی وي.

هوموهبیلیس (۲،۸ – ۵،۱ میلیونه کاله پخوا): د انسانانو دغې خپلوان د پخوانیو په پرتله یو څه غټه ککرۍ او واړه غاښونه درلودل، خو د اوږدو مړوندونو په شان نورې لومړنۍ ځانګړتیاوې یې ساتلې وې.

هومو نالیدي (عمر یې معلوم نه دی خو څېړونکي وايي کېداي شي درې میلیونه کاله پخوا به یې ژوند کاوه): دا نوی موندل شوی مخلوق واړه عصري ډوله غاښونه لري، پښې یې د انسانانو په شان دي خو ګوتې یې ډېرې بدوي دي او د ماغزو کاسه یا ککرۍ یې وړه ده.

هومو ایریکټس (۱،۹ میلیونه کاله پخوا – تر نامعلومه وخته پورې) ‎: هومو ایریکټس یو عصري بدن درلود چې له اوسني انسان څخه یې تقریبا توپیر نه درلود. خو مخ یې ډېر بدوي و او د عصري انسان په پرتله یې ماغزه کوچني وو.

هومو نیاندر تالینسس (۴۰ زره – ۲۰۰ زره کاله پخوا): نیاندرتال د اوسني عصري انسان یوه بله څانګه وه، مخکې له دې چې زموږ ډول انسانان له افریقا ووځي نیاندرتال په لویدیځې یورو آسیا کې ژوند کاوه. هغوی ټیټ قد درلود او ماغزه یې یو څه غټ وو.

هومو سیپینس (۲۰۰ زره کاله پخوا تر اوسني وخته پورې): عصري انسانانو په افریقا کې له یو بل ډول انسان وزمو څخه چې هوموهایدلبرجینسس نومېدل تکامل وکړ او را پیدا شول. د هوموسیپینس یوې وړې ډلې ۶۰ زره کاله پخوا افریقا پرېښوده او په نورې نړۍ کې خپره او مېشته شوه، د انسانانو د نورو ډولونو چې ورسره مخامخ کېدل، ځای یې ونیوه (ځینې یې له جنسي پلوه یو بل سره ګډ شول او اولادونه یې وزېږول.

د حیرانتیا وړ ده چې هډوکي څومره ښه حالت کې پاتې شوي وو. ککرۍ، غاښونه او پښې داسې ښکارېدې لکه د انسان د ماشوم، په داسې حال کې چې سکلېټ د یوې بوډۍ ښځې و.

لاسونه یې هم د انسان د لاسونو په شان وو خو ګوتې یې د بیزو د ګوتو په شان چنګې وې.

هومونالیدي د ټولو پخوانیو لومړنیو انسان وزمو څخه توپیر لري. ماغزه یې واړه، تقریبا د بیزوګانو د ماغزوپه شان دي، حوصله او اوږې یې بدوي ښکاري. خو د ککرۍ د پرمختللي څېرې، نسبتا وړو غاښونو، اوږدو پښو او د پښو عصري ډوله پنجو له امله د انسانانو په نوع پورې تړاو پیدا کوي.

پروفیسر برګر وویل ’’داسې یو څه مې ولیدل چې فکر مې کاوه په ټول عمر کې به یې و نه وینم، دا داسې یوه شېبه وه چې د لرغونو انسانانو د یوه پېژندونکي په توګه ورته چمتو نه وم ’’.

یوه جالبه پوښتنه چې دغې موندنې راپورته کړې دا ده چې دا پاتې شونې څرنګه دغه ځای ته رسېدلې؟

د دې موندنې ځای ته ورغلم چې له پوهنتون څخه د موټر په سپرلې یو ساعت لار ده، (راپورته کېدونکي ستوري غار) په نامه دغه ځای، په یوه سیمه کې دی چې د بشریت زانګو نومېږي.

دغه غار یا سمڅه تر ځمکې لاندې یو نري تونل ته ورځي چې د پروفیسر برګر د ډلې ځینې کسان په کې په خاپوړو ننوتلي و. دغه ساینسي سفر د نېشنل جیوګرافیک ټولنې په مالي مرسته ترسره شوی.

Image caption د ساینس پوهانو هغه ډله چې د هومو نالیدي پاتې شونې یې موندلې (د جان هاکس تصویر)

تونل ډېر نری و او یوازې وړې ښځې په کې ننوتلای شوای. هغوی په تیاره کې په خاپوړو ننوتل او یوازې د سر برقي څراغونه ورسره وو، د شلو دقیقو د دې باارزښته سفر په ترڅ کې یې یوه خونه ومونده چې په سلګونو هډوکي په کې وو.

د دې څېړونکو په کتار کې یوه هم مارینا ایلیټ وه. هغې دغه نرۍ سمڅه وښوده او راته بیان یې کړل چې د دې خونې او هډوکو په لیدو سره یې څه ډول احساس درلود.

’’لومړی ځل چې د کیندنې ځای ته ورغلم داسې یو احساس راته پیدا شو لکه چې د مصري فرعون توتان خامون د ګنبدې د پرانیستلو په وخت کې ښايي هووارد کارتر درلود، په یوه وړوکي تنګ ځای کې یاست او هغه پرانیستل شي او ناڅاپه دا ټول حیرانونکي شیان ووینئ، د باور وړ نه و’’.

آغلې ایلیټ او ملګري یې باور لري چې د مړو د ښخېدو یوه خونه یې موندلې ده. داسې ښکاري چې د هومو نالیدي خلکو دا کسان ژورو سمڅو ته ننه ایستلي او هلته یې ښخ کړي دي.

کېدای شي څو نسله به هلته ښخ شوي وي. که دا خبره سمه وي نو دا ښيي چې نالیدي مذهبي مراسم ترسره کول او احتمالا سیمبولیک فکرونه یې درلودل، دا هغه څه دي چې تر اوسه پورې یې په وروستیو ۲۰۰ زره کلونو کې وروستیو انسانانو سره تړاو درلود.

پروفیسر برګر وویل: ’’په دې هکله چې انسان کېدل څه ډول دي، باید موږ د ځینو ډېرو ژورو شیانو په اړه فکر وکړو. آیا تر اوسه موږ د دې ډول رویې په اړه ناسم فکر درلود چې موږ فکر کاوه دا یوازې د عصري انسان ځانګړتیا وه؟

’’آیا دا رویه د ډېرو پخوا وختونو څخه موږ ته په میراث پاتې شوې او دا داسې شی دی چې (پخوانیو انسانانو) تل کولای شوای؟

پروفیسر برګر باور لري چې د داسې مخلوقاتو موندنه چې د بدوي اوعصري انسانانو ګډې ځانګړتیاوې لري باید ساینسپوهان دې ته اړ کړي چې د انسان کېدلو تعریف په هکله له سره فکر وکړي، خو دی خپله زړه نازړه دی چې نالیدي د انسان په توګه وګڼي.

د دې ډګر نور څېړونکي لکه پروفیسر سترینګر، باور لري چې نالیدي باید د لومړني یا بدوي انسان په توګه وګڼل شي. خو هغه دا مني چې اوسنۍ تیوري ګانې او نظرونه باید له سره وارزول شي او موږ تر اوسه د انسان د تکامل یا تدریجي بدلون د شتمنې او پېچلې کیسې په لومړي پړاو کې يو.

ورته مطالب