د جنسي اړیکو روباتونه، اړتیا او که بې لاري؟

Image caption د روباتونو د اخلاقي اړخ کارپوهې کتلین ریچرډسن د روکسي په څېر د جنسي اړیکو پر روباتونو د بندیز لګولو غوښتنه کړې.

د هغه ډول روباتونو د جوړولو پر ضد کمپاین پیل شوی چې خلک یې د جنسي اړیکو لپاره کارولی شي.

د دغه کمپاین مشره ډاکټره کتلین ریچرډسن وايي، د ټکنالوژۍ دغه ډول کارونې ته نه اړتیا شته او نه ښه کار دی.

په بازار کې د جنسي اړیکو ګوډۍ بڼې په بدلېدو دي او لا نورې پېچلې کېږي.

ځینې اوس هڅه لري دغه ډول تولیداتو کې مصنوعي ذکاوت ورزیات کړي.

هغه خلک چې په دغه ډګر کې کار کوي، وايي، د جنسي اړیکو روباتونو ته اړتیا شته.

د انګلستان په لیسټر پوهنتون کې د روباتونو د اخلاقي اړخ کارپوهه ډاکټره ریچرډسن غواړي د دغې مسلې په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي او هغه خلک چې د جنسي اړیکو روباتونه تولیدوي، دې ته وهڅوي چې د خپلو تولیداتو د ناوړه کارونې په اړه غور وکړي.

نوموړې بي بي سي ته وویل: "داسې مالومېږي چې د جنسي اړیکو روباتونه د روباتونو په صنعت کې د خلکو پام ځانته اړولی. دغه ډول تولیدات به څنګه ښکاري، څه ډول رول به لوبوي، دا پوښتنې رښتیا هم ځورونکې دي."

اغلې ریچرډسن باور لري چې دغه ډول تولیدات د ښځو په اړه منفي دودیز فکرونه پیاوړي کوي لکه دا چې نږدې والی یوازې د فزیکي اړیکو په معنا دی.

نوموړې وویل: "موږ باور لرو چې دغه ډول روباتونه به د ښځې او سړي، ځوانانو او ماشومانو، د سړو له نورو سړو سره او ښځو له نورو ښځو سره اړیکو ته تاوان ورسوي."

د (ابېس کریشنز) په نامه شرکت چې د جنسي اړیکو نارینه او ښځینه ګوډۍ پلوري، اوس پلان لري چې په خپلو تولیداتو کې برېښنايي ګوډۍ هم ورشاملې کړي.

Image caption ایا د انسان او روبات اړیکې حقیقي بڼه خپلولی شي؟

په ورته وخت کې د (ټرو کمپېنین) په نامه بل شرکت وايي "د نړۍ د جنسي اړیکو لومړي روبات" پر جوړولو یې کار پیل کړی او ژمنه کوي چې دغه ډول لومړۍ ګوډۍ چې (روکسي) نومول شوې، به روان کال بازار ته وړاندې کړي.

اجرایوي مشر یې، ډګلس هاینز باور لري چې د روکسي په څېر تولیداتو ته ډېره اړتیا شته.

نوموړي وویل: "موږ نه غواړو ښځه یا ملګرې لرې کړو. دا تولید د هغو خلکو لپاره د حل لاره ده چې چا سره اړیکې نه لري او یا یې د ژوند ملګرې له لاسه ورکړې."

"خلک کولی شي له انسانانو پرته خوشالي او قناعت لاسته راوړي."

نوموړي بي بي سي ته وویل، هیله من دی چې روکسي به پای کې پر داسې یوه ماشین بدله شي چې په اتوماتیک ډول به زده کړه کوي، له خپل څښتن سره به خبرې وکړای شي او د څښتن خوښي او ناخوښي به هم درک کړای شي.

هغه زیاته کړه: "جنسي او فزیکي تماس به له دغه ډول روبات سره د اړیکې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي، ډېر نور وخت به پر خبرو مصرفېږي."

ډېری کارپوهان د روکسي په تړاو د شوو ادعاوو په اړه بې باوره دي، ځکه د دوی په اند د زیرکو ماشینونو جوړول ډېر پېچلی کار دی.

خو ښاغلی هاینز وايي، په بازار کې لا له وړاندې زرګونو کسانو د دغه ډول تولیداتو د لومړۍ بڼې چې بیه به یې نږدې اووه زره ډالره وي، تقاضا کړې ده.

د برېښنايي تولیداتو د ادارې یو جګپوړی غړی ډاکټر کېون کورن باور لري چې د دغه ډول تولیداتو بازار به خورا ګرم وي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "دا به ناسمه وي چې په بازار کې د (جنسي اړیکو روباتونو) پیاوړی بازار له پامه وغورځوو. که تخنیکي اړخ ته یې پام وشي، د انسانانو په څېر روباتونه جوړول اسانه کار دی."

ده زیاته کړه: "د یوه (پوستکي) په ورزیاتولو، ممکنه ده دغه ډول روباتونه ښکلي شي او د پام وړ وګرځي. دا هېڅ ستونزمن کار نه دی، او لا له وړاندې دغه ډول روباتونه په سوداګریزو شرکتونو کې نه، خو په څېړنیزو ادارو کې تولید شوي دي. او اوس یې وخت رارسېدلی چې سوداګریزه بڼه غوره کړي."

خو د هغه په فکر، خلک به حتما غبرګون ښيي.

دی وايي: "یو شمېر ډلو د وژونکو روباتونو پر ضد کمپاین کړی خو زه ویلی شم چې په نږدې راتلونکي کې به انسانان د جنسي اړیکو روباتونو پر ضد هم کمپاین وکړې او یا لږترلږه به داسې شعارونه ورکړي چې (زه په خپل ګاونډ کې دا تولید نه شم زغملی)."

ښکلي ملګري

(له روباتونو سره مینه او جنسي اړیکې) په نامه کتاب لیکوال ډېوېد لېوي باور لري چې په بازار کې به د روکسي په څېر ګوډیو تقاضا ډېر لوړه وي او وړاندوینه یې دا ده چې په ۲۰۵۰ کال کې به د انسانانو او روباتونو تر منځ جنسي اړیکې عادي چاره وي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې انسانانو سره اړیکو ټینګولو کې ستونزې لري، او دا به یې د حل لاره وي. دا د ښځو د بې عزتۍ په معنا نه دی."

هغه فکر کوي، څومره چې د روباتونو سیستم پرمختګ کوي او د انسانانو رویه خپلوي، هغومره به د انسانانو خپلمنځي اړیکې پېچلې کېږي.

ډاکټر کورن اندېښمن دی چې ټولنه لا هم د جنسي اړیکو روباتونو منلو ته چمتو نه ده.

نوموړی وايي: "ایا موږ د دغه ډول کار لپاره په راتلونکې کې د ممکنه مسلو لپاره اړین قوانین لرو؟ که روباتونه پرمختګ وکړي، له انسانانو به یې توپیر ممکن وي؟ روبات واده کولی شي؟ ایا روباتیکې جوړې ماشوم لرلی شي؟"

ورته مطالب