په ځوانۍ کې ځانوژنه: "د ذهني ناروغۍ" خطر

ځانوژنه له ۱۵ تر ۲۹ کلونو عمر خلکو د مړینې دوهم ستر لامل دی خو سره له دې هم ډېرې ټولنې چمتو نه دي چې پر دغه مسله په څرګند ډول خبرې وکړي. روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې ټولنیز سرایت یا نفوذ او انټرنټي ځورونې دغه مسله لا پېچلې کړې او پر حکومتونو غږ کوي چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

یوه شل کلنه نجلۍ لورېن بال چې څو ځلې یې د ځانوژنې هڅه کړې، وايي "خلک داسې نظر لري چې ګواکې د ځانوژنې په اړه فکر کول جرم دی، دا جرم نه دی".

که شمېر یې مشخص شي نو شپږ ځلې یې هڅه کړې، وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې. لورېن د ځوانانو لپاره د بي بي سي نیوزبیټ پروګرام ته وویل: "زه پوهېږم چې دا زما د کورنۍ لپاره ډېره ګرانه ده".

ګبي ډېکس پوهېده چې یوازینۍ لور یې ایزي د ځوانۍ په عمر کې له مشکلاتو سره مخامخه ده خو داسې ګومان یې نه و کړی چې ګنې "هغه به د ځانوژنې پلان لري".

دغې ۱۴ کلنې نجلۍ دوه کاله مخکې د بریتانیا په ډېون نومي ښارګوټي کې خپل ځان وواژه، مور یې وايي، "فکر کوم هېڅکله به مې دا پېښه هېره نه شي".

ډېرو ټولنو ایله اوس د ذهني روغتیا د ستونزو په اړه خبرې پیل کړې دي. د ځینو نورو ټولنو خلک بیا لا هم په دې اړه نه غږېږي. په ورته وخت کې، د عامې روغتیا کارپوهان خبرداري ورکوي چې له دغې (ساري ناروغۍ) یعنې په ځوانۍ کې د ځانوژنې سره باید مبارزه وشي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، دا داسې ستونزه ده چې "له ډېرې مودې راهیسې یې خلک په اړه نه غواړي خبرې وکړي او په دې تړاو خبرې منع ګڼي".

د انځور حقوق DIX FAMILY
Image caption ایزي ډېکس په ۱۴ کلنۍ کې ځان وواژه. د نوموړې قضیې په بریتانیا کې په ځوانۍ کې د ځانوژنې په اړه بحث راوپاروه او د بي بي سي د ځوانانو پروګرام (نیوزبیټ) په دې اړه تېره اوونۍ بحث درلود چې اورېدونکو په کې په پراخه کچه ګډون وکړ.

په دې وروستیو کې را پیدا شوې ټولنیزې مسلې لکه انټرنټي ځورونه یا (ټولنیز سرایت) په ځوانۍ کې د ځانوژنې پر ستونزې هم اغېز کړی او ښايي د لا نورو ځوانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د بریتانیا مرستندویه ادارې سماریتن (چې د ځانوژنې پر مخنیوي کار کوي)، مشره، روت سوترلنډ وايي: "ځانوژنه یوه ډېره پېچلې مسله ده او ډېر کله خلک یوازې د یوه دلیل له کبله خپل ځان نه وژني. د دې تر څنګ، په ځوانۍ کې د ځانوژنې په اړه ډېره کمه څېړنه شوې او په اړه یې پوهاوی هم لږ دی".

خو د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو پر بنسټ، دا مالومه ده چې هر کال نږدې ۸۰۰ زره کسان د ځانوژنې له کبله مري، او په هرې قضیې کې د ځانوژنې لږترلږه ۲۰ ناکامۍ هڅې هم شاملې دي.

په عمومي ډول، تر ډېره هغه کسان ځانوژنه کوي چې ۷۰ کاله یا زیات عمر لري. خو سره له دې هم، په ځینو هېوادونو کې تر ټولو لوړه کچه په ځوانانو کې موندل کېږي، تر دې حده چې په نړیواله سطحه ځانوژنه له ۱۵ تر ۲۹ کلونو خلکو تر منځ د مړینې دوهم تر ټولو ستر لامل دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې کارپوهې، ډاکټرې الیکزنډرا فلیشمن بي بي سي ته وویل: "د دې عمر کسانو لپاره ځانوژنه د مړینو د لاملونو په لست کې یوازې له ترافیکو پېښو شاته ده".

نړیوالې شمېرې

۸۰۳۹۰۰

خلک هر کال د ځانوژنې له کبله مري، او دا په هرو ۴۰ ثانیو کې یوه مړینه ده.

  • ۱۵م تر ټولو ستر لامل د مړینو، که د عمر ټولې ډلې په پام کې ونیول شي.

  • خو د مړینې دوهم تر ټولو ستر لامل (د ځوانانو او کم عمر کسانو لپاره چې له ۱۵ تر ۲۹ کلونو عمر لري)

نړیوال، خو برابر نه

په ۲۰۱۲ کال کې د روغتیا نړیوالې ادارې له خوا د مړینو د لاملونو د ارزونې پایلې ښيي چې ځانوژنه یوه نړیواله پدیده ده.

خو کچه یې د ټیټ او لوړ عاید هېوادونو تر منځ خورا زیات توپیر لري: په حقیقت کې، ۷۵ سلنه ځانوژنه د ټیټ عاید هېوادونو کې رامنځ ته کېږي.

تر دې هم مهمه، ښکاري چې د شتمنۍ توپیر پر ځوانانو په ځانګړي ډول پیاوړی اغېز لري.

د ځانوژنې شمېرو ته یوه ځغلنده کتنه ښيي چې د تیټ عاید هېوادونو کې له ۱۰ تر ۲۵ کلونو عمر کسانو تر منځ د ځانوژنې کچه په ډرامتیک ډول زیاته ده.

خو دغه ډول لوړې شمېرې په شتمنو ټولنو کې نه تر سترګو کېږي او دا په دې معنا ده چې په بې وزلو هېوادونو کې د دغه عمر کسان له ډېر خطر سره مخامخ دي.

راځئ اوس جنس یا جنډر ته یوه کتنه وکړو: په عمومي ډول، د ځانوژنې له کبله د ښځو په پرتله سړي ډېر مري. د ځوانانو په اړه اغلې فلیشمن وايي: "نجونې د هلکانو په پرتله د ځانوژنې ډېره هڅه کوي خو د هلکانو هڅې بیا ډېرې بریالۍ وي".

نوموړې زیاتوي: "نارینتوب او له نارینه و د ټولنې تمې د دې توپیر عمده لاملونه دي".

خو د جنس دغه توپیر په بې وزلو هېوادونو کې کم دی، چېرته چې ښځې او ځوانې نجونې په ځانګړې ډول زیانمنونکې دي.

په شتمنو هېوادونو کې، د ځانوژنې له کبله د ښځو په پرتله درې برابره زیات سړي مري خو د ټیټ او منځني عاید هېوادونو کې د ښځو او سړو د شمېرو تر منځ توپیر په پرتلیز ډول کم دی، او د هرې یوې ښځې په مقابل کې ۱،۵ سړي راځي.

د لست په سر کې

خطرناکې شمېرې دا هم ښيي چې د نړۍ په ځینو برخو کې له ۱۵ تر ۱۹ کلونو کسانو تر منځ د مړینې تر ټولو عمده لامل ځانوژنه ده، د مثال په ډول سوېل ختیځې اسیا کې.

او په دغه سیمه کې د هرو شپږو ځوانو ښځو د مړینې لامل ځانوژنه ده.

په افریقا کې هم شمېرې اندېښمنونکي دي: دلته د ځانوژنې له کبله د مړینې کچه (په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې نهه) له سوېل ختیځې اسیا (په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۲۵) پرته د نړۍ د بلې هرې سیمې پرتله لوړه ده.

اغلې فلیشمن وايي: "زموږ نظریه دا ده چې دغو سیمو کې د ځانوژنې لارې چارې ته لاسرسی اسانه دی او مرسته کمه ده. په ځانګړې ډول په لرې پرتو سیمو کې چې خلک د حشرو وژونکې مرګونې درمل کاروي او خلکو ته په کې په وخت مرسته نه رسېږي."

په نړۍ کې تر ټولو لوړې شمېرې

په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې د ځانوژنې شمېر

۱. هند

کې یې شمېر ۳۵،۵ دی (او یوازینی هېواد دی چې د سړو په پرتله په کې د ښځو د ځانوژنې پېښې ډېرې دي).

  • ۲. زمبابوی ۳۰،۹

  • ۳. قزاقستان ۳۰،۸

  • ۴. ګینا ۲۹،۷

  • ۵. سورینم ۲۸،۲

  • ۶. روسیه او بوروندي ۲۷،۳

  • ۸. لیتوانیا ۲۶،۸

  • ۹. نیپال ۲۵،۸

  • ۱۰. ترکمنستان ۲۵،۷

  • ۱۱. موزمبیق ۲۵،۲

  • ۱۲. استوايي ګینا ۲۴،۸

د خبردارۍ نښې

کارپوهان وايي، ځانوژنه "پرته له دلیله نه پېښېږي"، او علمي څېړنه ښيي چې نږدې ۹۰ سلنه ځوانان چې ځانونه وژني، یو نه یو ډول ذهني ستونزه لري.

عمده لاملونو کې یې ښايي ژور خپګان، چې د دغه عمر کسانو د ناروغۍ تر ټولو عمده لامل دی، اندېښنې، تاوتریخوالی یا نشه يي توکي شامل وي.

خو ځینې په ظاهره ساده لاملونه لکه د چاپیریال بدلون یا په ښوونځي کې ننګونکي حالات، ملګرو سره ستونزې یا د جنسي پېژندګلوۍ مسلې هم لرلی شي.

له همدې امله کارپوهان سپارښتنه کوي چې باید د نښو په لټه کې اوسو او هم د پوهنتون محصلینو لپاره د (سمارتین) د مخنیوي کمپاین کې د نویو محصلینو څار وشي.

د سمارتین مرستندویه ټولنې اجرایوي مشره وايي: "د پوهنتون دورې په اړه عمومي انګېرنه دا ده چې له ښو تجربو ډکه، خوشاله او د ځان پېژندنې مرحله ده".

خو پر ذهني ناروغۍ اخته هر ځوان د ځانوژنې له خطر سره مخامخ نه دی. او د موضوع حساسیت ته په پام سره، دا چې په ځینو هېوادونو کې د ځانوژنې اراده او رویه ناقانوني بلل شوې، یا هغه قضیې چې ثبتې شوې نه دي، د ځانوژنې نښې په سم ډول نه دي څرګندې شوې.

د انځور حقوق GETTY
Image caption ځورونه، که په حقیقي نړۍ کې وي که پر انټرنټ، ښايي له ځانوژنې سره تړاو ولري خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو تر منځ اړیکه باید ساده و نه ګڼل شي.

ټولنیز بد خوب

ځورونه او په دې وروستیو کې انټرنټي ځورونه هغه چارې دي چې د ځانوژنې د مخنیوي ادارې او پروګرامونه یې له نږدې څاري.

د امریکا د ټپونو د مخنیوي او کنترول مرکز په وینا، ځورونه او د ځانوژنې سره تړلې رویه نږدې اړیکې لري، خو دغه اړیکې پېچلې دي.

دغه مرکز په یوه رپوټ کې ویلي: "دا په دې معنا ده، هغه ځوانان چې د نورو له لاسه د ځورېدو شکایت کوي، په پرتلیز ډول په کې د ځانوژنې سره تړلې رویې چانسونه ډېر وي... خو، دا ناسمه ده چې ووایو ځور د ځانوژنې یوازینی او مستقیم لامل دی او ښايي دغه ډول انګېرنه کار نور ګران کړي ځکه ممکنه ده داسې فکر ورسره پیدا شي چې ګواکې د ځورونې پر وړاندې طبیعي غبرګون ځانوژنه ده او دا خطر هم شته چې دغه ډول غبرګون نور هم تعقیب کړي".

یو شمېر شواهد دا هم ښيي چې د ځانوژنې په اړه د رسنیو پاروونکې خپرونې او رپوټونه هم زیانمنونکي خلک د ځانوژنې ورته کړنو ته هڅولی شي چې کارپوهان یې (ټولنیز سرایت) بولي.

سوترلنډ استدلال کوي، د ځانوژنې په اړه د خبرونو خپرولو یوه لاره مثبت اغېز لرلی شي او هغه دا چې خلک مرستې غوښتلو ته وهڅول شي.

تر دې هم مهمه، د عامې روغتیا سلاکاران باور لري چې د ځانوژنې د مخنیوي اوږدمهالو او هر اړخیزو ستراتېژیو ته اړتیا ده چې باید حکومتونه یې پیل او بودیجه ورکړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې رپوټونه ښيي چې تر اوسه یوازې ۲۸ هېوادونه دغه ډول ملي ستراتېژیانې لري.

ډاکټره فلیشمن وايي: "د مثال په ډول فنلنډ د نړۍ یو تر تولو لومړی هېواد و چې د ځانوژنې د مخنیوي یوه ستراتېژي یې خپله کړه او په یوه لسیزه کې یې د ځانوژنې کچه کې ۳۰ سلنه کموالی ولیدل شو."