افغان طالبان: د مشرۍ لپاره د ملا منصور جګړه

Image caption ډېر طالبان لا هم د ملا عمر پرته بل مشر نه پېژني.

افغان طالبان وايي دوی له خپلو مخالفتونو لاس په سر شوي او اوس د خپل نوي مشر ملا اختر محمد منصور ملاتړ کوي.

خو لا هم د غورځنګ د یووالي چاره نابشپړه ښکاري ځکه د دوی یو شمېر وتلې څېرې اوس هم د ملا منصور د مخالفت ګواښونه کوي، او په بېلو ډلو کې فعالیت او بریدونه ترسره کوي.

نو د طالبانو د غورځنګ جوړښت څه ډول دی او دوی څنګه فعالیت کوي؟

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې په تېرو څو اوونیو کې هڅې روانې وې د طالبانو د مړ شوي مشر او بنسټ ايښودونکي ملا محمد عمر د ځایناستي په اړه طالبان سره یوه خوله شي.

په جولای میاشت کې د ملا عمر د مړینې له اعلان وروسته، ملا منصور ژر د نوي امیر المومنین په توګه وټاکل شو. د ملا عمر ځینو ملګرو په پیل کې له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

بي بي سي د طالبانو د چارو له یو شمېر کارپوهانو سره خبرې وکړې چې دا مالومه کړي طالبان د خپل نوي امیر تر مشرۍ لاندې څه ډول فعالیت کوي.

Image caption ملا عمر (کیڼ اړخ) دوه کاله مخکې مړ شو او مرستیال یې ملا منصور ژر د هغه ځای ونیو.

د نوي امیر عمده سیالان د ملا عمر ورور او مشر زوی وو، چې تر اوسه یې په اړه ډېر څه څرګند نه دي. دوی د نوموړي د ټاکل کېدو پر بهیر نیوکې درلودې. خو پای کې دواړو له ملا منصور سره بیعت وکړ.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل: "د ملا عمر زوی، ملا یعقوب او ورور یې ملا منان د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې له نوي مشر سره بیعت کړی"، خو د غونډې موقعیت په اړه یې څه و نه ویل. "اوس به غورځنګ په متحد ډول خپل کار ته دوام ورکړي".

په وروستیو اوونیو کې، د طالبانو سلګونو قومندانانو، جنګیاليو او مذهبي مشرانو پاکستان ته تګ راتګ درلود او په دې هڅه کې وو چې خپلمنځي درز له منځه یوسي.

Image caption له نوي مشر سره د ملا عمر د کورنۍ د بیعت په اړه د طالبانو پر وېبپاڼه اعلان.

د افغانستان پولې سره نږدې د پاکستان له کوټې ښاره رپوټونو څرګندوله چې د خبرو اترو لپاره دې ته اړتیا وه چې په جوماتونو، مدرسو او شخصي کورونو کې د سلګونو طالبانو کوربتوب وشي او د دوی د ترانسپورت چارې او نور اړین وسایل سمبال شي.

د یووالي اړتیا

د ملا منصور د مشري پر وړاندې د ننګونو د کابو کولو په موخه شوې هڅې ښيي چې د دغه غورځنګ لپاره د یووالي ساتل څومره مهم دي.

کابل مېشتی کارپوه وحید مژده چې د طالبانو واک کې یې د بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کوله وايي، طالبان پوهېږي چې د پایښت لپاره یې یووالی اړین دی.

ښاغلی مژده وايي، "دښمنان یې له دوی پیاوړي دي ځکه نو طالبان پوهېږي که خپلمنځي مخالفتونه ولري نو غورځنګ به یې له منځه ولاړ شي".

د افغانستان د چارو کارپوه امریکایی برنېټ روبېن وايي، طالبان یوې منسجمې ایډیالوژۍ سره تړلي او همدې ایډیالوژۍ د دوی تر منځ د درز مخه نیولې ده.

ښاغلی روبېن وايي، "د طالبانو بنسټ د ډلو ټپلو د له منځه وړلو په موخه رامنځ ته شو او دوی له دغه ډول ډلو سره سخت مخالفت لري".

"هر یو یې د امیر امرونه مني. داسې کسان هم په کې پیدا شوي چې مخالفت یې کړی او له غورځنګه وتلي یا ایستل شوي خو چې د طالبانو له ډلې وتلي نو بیا یې خپل ټول اغېز له لاسه ورکړی دی".

له پورته د ښکته په لور

د امیر په توګه ملا منصور له دوو مرستیالانو سره د یوه منظم جوړښت مشري کوي. یو مرستیال یې سراج الدین حقاني دی، د حقاني شبکې مشر چې په افغانستان کې د یو شمېر تر ټولو خونړیو بریدونو پړه پرې اچول شوې ده.

امریکا د سراج الدین حقاني د نیولو په هڅه کې ده او د دې موخې لپاره یې د پنځه میلیون ډالرو جایزې اعلان هم کړی دی.

له مشر او مرستیالانو ښکته، د رهبرۍ شورا ده چې ۱۸ غړي لري. پاکستانی لیکوال رحیم الله یوسفزی وايي دغه شورا اوس د ملا منصور په مشرۍ ۲۱ غړو ته پراخه شوې ده. نوموړی زیاتوي، په مشرتابه کې نږدې ټول غړي پښتانه دي.

دی وايي، "یوازې دوه غړي یې پښتانه نه دي، یو یې تاجک او بل یې د افغانستان د شمال ازبک دی. د دې تر څنګ د رهبرۍ شورا ډېر غړي د سوېلي ولایتونو کندهار، اروزګان او هلمند دي. دغه ولایتونه د طالبانو مرکزونه او زېږنځی ګڼل کېږي."

د رهبرۍ شورا شاوخوا دولس کمېسونونه څاري چې په عمل کې د طالبانو د غورځنګ وزارتونه دي.

د افغانستان د شننونکو شبکې (اې اې این) غړی برهان عثمان وايي، نظامي کمېسون په کې تر ټولو مهم دی چې د غورځنګ جګړیزې چارې پر مخ وړي.

ښاغلی عثمان وايي، "د نظامي کمېسون د مشر حیثیت په یوه هېواد کې د دفاع له وزیر سره برابر دی. پر ځمکه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د دوی فعالیتونه د سیمه ییزو قومندانانو او په نامه والیانو یوه شبکه پر مخ وړي."

Image caption وحید مژده وايي: "دښمنان یې له دوی پیاوړي دي ځکه نو طالبان پوهېږي که خپلمنځي مخالفتونه ولري نو غورځنګ به یې له منځه ولاړ شي"

د اورپکۍ تر څنګ، طالبان یو سیاسي کمېسون هم لري چې دفتر یې په قطر کې دی او د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د نړیوالې اړیکې د مرکز په توګه رامنځ ته شوی دی.

پټې اړیکې

دې باور ته په پام سره چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې او قومندانان او جګړیزې ډلې یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې دي، د دوی تر منځ اړیکې یوه عمده ننګونه ده.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال، هارون رشید وايي، د دوی مهمه اندېښنه د حساسو مالوماتو خوندي ساتل دي.

ښاغلی رشید وايي، "تر ټولو ښه او خوندي لاره ورته (اوازې) دي. خو دوی د لیکونو له لارې هم له یو بل سره اړیکې نیولې دي. ما یې یو شمېر د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې لیدلي چې ښيي لیکونه د دوی تر منځ د اړیکو تر ټولو مشهوره لاره ده."

د (اې اې این) شبکې غړی برهان عثمان وايي، سیمه ییز قومندانان او په نامه والیان به د اړیکو له برېښنايي لارو هم کار اخلي.

"والیان به یې خپله له قومندانانو سره خبرې نه کوي خو مرستیالان یې ښايي دا کار وکړي، له کوډ یا رمزونو کار واخلي، کېدای شي پر ټیلیفون خبرې وکړي او هم تر ډېره پر مخابرو، هغه مهال چې په نږدې ځایونو کې سره موقعیت ولري."

د طالبانو د رهبرۍ شورا لپاره یو شمېر نور کارول شوي نومونه لکه د (کوټې شورا) ښيي چې دوی په یوه مشخص ځای کې ټینګ مرکز لري خو برهان عثمان وايي دغه ډول اصطلاحات تېر ایستونکي دي.

دی وايي، "دا د یوه مرکز نه بلکې د یوه میکانیزم نوم دی. دوی د غورځنګ د یوه غړي یا ملاتړي په کور کې غونډې کوي. بله ورځ په بل ښار کې سره راغونډېږي.)"

هارون رشید دغه نظر مني او وايي دا به ناسمه وي چې طالبان داسې یوه اداره وبولو چې یو ټینګ بنسټ لري.

Image caption رحیم الله یوسفزی وايي، د افغان طالبانو یوازې دوه غړي پښتانه نه دي، یو یې تاجک او بل یې د افغانستان د شمال ازبک دی.

دی وايي، "دوی ځانونه په ډېرو لږو امکاناتو ساتلي. دوی تل په حرکت کې وي. تر ډېره خوښوي چې له پاکستاني مدرسو او جوماتونو فعالیت وکړي."

د اورپکۍ مالي سرچینې او بودیجه

طالبانو په دودیزو ډول په خلیج کې د خپلو ملاتړو پر بسپنو تکیه کړې ده. خو ځینې کارپوهان وايي دغه ډول (بهرنۍ مرستې) یې کمې شوې دي.

برنېټ روبېن وايي، "زه فکر کوم دغه سرچینه کمه شوې ځکه اوس د نړیوال جهاد پام خپله عربي نړۍ ته اوښتی. ښکاري چې افغانستان کې دننه د دوی عمده عاید د زور زیاتي، باج، بډو او مالیو له لارې یا د سوداګریزو شوکو او نورو لارو لاسته راځي."

ښاغلی روبېن وايي ځینې طالبان په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې کاروبارونه لري.

"حقاني ډله په پاکستان، افغانستان او په فارس خلیج کې د سوداګرۍ یوه ستره شبکه لري، چې د شاتو خرڅلاو په کې شامل دی. او څرګنده ده، په افغانستان کې هر هغه کس چې پر داسې ځمکو کنترول لري چې کوکنار پرې کرل کېږي یا داسې سړکونه یې تر کنترول لاندې وي چې اپین پرې لېږدول کېږي، د نورو د کاروبار د خوندیتوب لپاره او د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې د شوکو له لارې پیسې لاسته راوړي."

طالبان د افغانستان له ملي سرچینو هم ګټه اخلي. د طالبانو د حکومت پخوانی کارکونکی وحید مژده وايي، دوی دا تېر کال د کانونو د چارو لپاره په خپله ډله کې د مالیې یوه ځانګړې کمېټې جوړه کړه.

Image caption افغان طالبان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په جګړه کې دي او له ډېر لارو پیسې لاسته راوړي.

"دغه کمېټه د طالبانو تر ولکې لاندې کانونه خلکو او شرکتونو ته په اجاره ورکوي."

پاکستان سره اړیکې

افغان حکومت په وار وار ادعاوې کړې چې ګاونډی یې پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دغه ادعاوې ردوي.

هارون رشید وايي، "په رسمي ډول پاکستان له طالبانو سره هر ډول اړیکې ردوي. خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې پاکستان پر دوی اغېز او هم ورسره اړیکې لري."

برنېټ روبېن وايي، دا ادعاوې چې د پاکستان څارګره اداره (آی ایس آی) له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، یو څه حقیقت لري.

نوموړی وايي، "دا بلکل ممکنه ده چې د طالبانو ډېر عملیات په مستقیم ډول آی ایس آی یا له طالبانو سره تړلي د آی ایس آی قراردادیان پر مخه وړي. له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ کال پورې همدا حالت و."

Image caption باور دی چې پاکستاني طالبان د ملا منصور ملاتړ کوي خو دغه ملاتړ تر ډېره سمبولیکه بڼه لري.

ښاغلی روبېن وايي، پاکستان ښايي په افغانستان کې د خپلو ستراتېژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو ګټه واخلي: "پاکستان غواړي د طالبانو د عملیاتو له فشاره په ګټه اخیستنې سره په افغانستان کې د هند پلوه یا پښتونستان پلوه حکومت د جوړېدو مخه ونیسي. دوی دا خبره کړې هم ده. خو په غیر مستقیم ډول دوی دا وړاندیز کړی، که غوښتنې یې ومنل شي، دوی چمتو دي د طالبانو اورپکي پای ته ورسوي".

متحدین او سیالان

واضحه ده چې پاکستان خپله هم د پاکستاني طالبانو او له القاعدې سره د تړلو ډلو له کبله د اورپکۍ ستونزې لري چې باید مبارزه ورسره وکړي.

څارونکي وايي، که څه هم پاکستان کې اورپکې ډلې له افغان طالبانو سره اړیکې لري خو په عملي ډول د دوی ترمنځ همکاري ډېره کمه ده.

د اې اې این شبکې برهان عثمان په وینا، "پاکستاني طالبانو له ملا عمر سره بیعت اعلان کړی او ځکه نو اوس به له نوي مشر اختر منصور سره بیعت کوي."

"خو ان له پیله دا یو سمبولیک یووالی و. پاکستاني طالبان په بشپړ ډول بېل سازمان دی، بېله ایډیالوژي لري، بېل هدفونه او بیل میکانیزمونه لري. دا د القاعدې ډلې په څېر ده. دوی له طالبانو سره بیعت اعلان کړ خو دا یوازې سمبولیک بیعت او یووالی دی."

Image caption هارون رشید وايي، "په رسمي ډول پاکستان له طالبانو سره هر ډول اړیکې ردوي. خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې پاکستان پر دوی اغېز او هم ورسره اړیکې لري."

د افغان طالبانو یو ممکنه سیال شته چې افغانستان کې یې ځینو اورپکو له اسلامي دولت ډلې سره بیعت اعلان کړی او د هېواد په ځینو برخو کې د شتون ادعا لري. خو څارونکي وايي دا یوازې ناخوښ جنګیالي دي.

برنېټ روبېن وايي، "ځینې طالبانو چې له مشرتابه ناخوښ دي او خپلې ډلې جوړول ورته ناممکنه وو، د طالبانو له غورځنګه ووتل او د اسلامي دولت په نامه ډلې سره یوځای شول."

لا هم د نوي امیر د مشرۍ پر وړاندې یو څه ننګونې شته.

د افغانستان په سوېل کې یو مهم قومندان ملا منصور دادالله پر نوي مشر تور لګولی چې د پاکستان د څارګرې ادارې ګوډاګۍ دی او د نوموړي د ملاتړو او د نورو طالب جنګیالیو تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

خو له دې ننګونو سره سره، د اې اې این شبکې برهان عثمان فکر کوي چې د طالبانو د جدي کمزورۍ شونتیا کمه ده.

"جګړه لکه د تل په څېر په شدت روانه ده. نو لږترلږه اوسمهال، پر ځمکه موږ کوم بدلون نه وینو."

ورته مطالب