د کابل د ګل پلورنې کوڅې ګلان له کومه راځي؟

Image caption ګټه یوې خواته خو د ګلونو دود بیا تازه کېدو ته د یو بل ارزښت په سترګه کتل کېږي.

په ورستیو کې د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې دوستانو ته د ګل ډالۍ دود ډېر شوی دی.

خلک د بېلابېلو ځانګړو ورځو لکه د ښوونکي ورځ، مینانو ورځ او نورو داسې ورځو په ویاړ یو بل ته د ګل ډالۍ ورکوي.

ځینې یې بیا د کوژدنې مبارکۍ لپاره هم ګلان وروړي.

نن (سپتمبر ۲۴مه) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده خو په کابل کې د ګلانو په بازار نوموتې کوڅه بنده نه ده او لسګونه ګېډۍ پلورل شوي دي.

خو د دغې کوڅې ګلان له کومه ځایه راځي؟

Image caption هغوی ته هم د ګټې موقع په لاس ورغلې چې په په خپلو کروندو کې د نورو فصلونو پرځای ګلونه کري.

زموږ همکاره زمزمه نیازۍ په خپل رپوټ کې لیکي افغان ښارونه، په ځانګړې ډول پلازمېنه کابل، د ګلونو د بازار پر پخوانۍ بڼه اوښتی، داسې چې اوس د ښادیو د ډالیو او موټرونو د سینګار لپاره له باغچو تازه ګلونه هټیو ته وړل کېږي.

دغو ګلونو د کابل ښار د ګلونو پلورنځیو چاپیریال نه یوازې رنګین کړی بلکې خوشبويي هم له ورایه احساسېږي.

د ګلونو پلورونکی عبدالوهاب وایي، همدغه څه د ګلونو بازارونه تاوده کړي.

Image caption حمیدالله د ګلانو په کر او لویولو کې ۴۰ کلنه تجربه لري.

"ګلان ډیر پلورل کېږي، خلک د بېلابېلو خوښیو لپاره ګلان اخلي، کار مو ښه روان دی."

نو چې تازه ګلونه پلورل کېږي، د ډېرو مخ يې له مصنوعي هغو اړولی دی.

ریاض انتظار د خپل ملګري د واده ډالۍ پېرلې.

دی وایي، "پخوا به خلکو ډالۍ چاکلیټ، کلچې او داسې نور څیزونه اخیستل خو اوس دود بدل شوی، ګلان ډېر اخلي."

Image caption بهرني تازه ګلونه هم د کابل تر هټیو رسېږي.

د کابل د ګلانو کوڅه چې د ښار په زړه کې ده، هره ورځ په کې خلک سلګونه ګېډۍ ګلونه اخلي.

ګلونه نه یوازې د وطن له کروندو دي بلکې بهرني تازه ګلونه هم د کابل تر هټیو رسېږي.

د ګلونو هټیوال نقیب الله وایي، "د کورنیو ګلونو تر څنګ له روسیې، هالنډ، هند او داسې نورو هېوادونو هم ګلونه راوړي."

نه یوازې ګل پلورونکي له خپل کاروباره خوښ دي بلکې هغوی ته هم د ګټې موقع په لاس ورغلې چې په په خپلو کروندو کې د نورو فصلونو پرځای ګلونه کري.

Image caption د ګلونو هټیوال نقیب الله وایي، د کورنیو ګلونو تر څنګ له روسیې، هالنډ، هند او داسې نورو هېوادونو هم ګلونه راوړي.

دغه باغچې تر ډېره د کابل په شمال پروان ولایت کې دي. د دغه ولایت په مرکز چاریکارو په یو شمېر ځمکو کې د بهرنیو ګلانو تخمونه کرل کېږي.

حمیدالله د ګلانو په کر او لویولو کې ۴۰ کلنه تجربه لري. خپله اته جریبه ځمکه يې دغه کښت ته بېله کړې ده.

دی وایي، "په ځمکو کې یې نږدې ۱۰۰ ډوله ګلونه دي چې دیرش ډوله یې بهرني دي، خلک هم د بهرنیو ګلانو غوښتونکي دي."

Image caption د ګلونو پلورونکی عبدالوهاب.

د ژمي په موسم کې بیا تازه ګلان دغې کوڅې ته ډېر له بهره راوړل کېږي.

هټیوال نقیب الله وایي، "په ژمي کې ګلان له پاکستان، ایران، هند او هالنډ څخه راوړي."

Image caption کابل کې د موټر سینګارولو لپاره هم له تازه ګلانو کار اخیستل کېږي.

د ګلانو د سوداګرۍ په اړه کره شمېرې نشته خو یوازې په کابل کې د ګلانو سلګونه هټۍ دي او د ګل خرڅونکو په وینا، هره ورځ سلګونه زره افغانۍ د ګل په پیر او پلور کې شمېرل کیږي.

ګټه یوې خواته خو د ګلونو دود بیا تازه کېدو ته د یو بل ارزښت په سترګه کتل کېږي.

ورته مطالب