د افغان طالبانو جوړښت: د کارپوهانو نظرونه

څلور مخکښ کارپوهان د افغان طالبانو د غورځنګ د جوړښت په اړه غږېدلي.

طالبان او ملګري یې له ګڼو لارو پیسې لاسته راوړي چې په جالبه توګه په کې د شاتو د خرڅلاو پيسې هم شاملې دي. بله دا چې، د کوټې شورا یوازې د "یوه میکانیزم نوم دی نه د یوه مرکز".

له پورته د ښکته په لور یووالی: ایا د طالبانو تر منځ درز پیدا کېدای شي؟

وحید مژده:

"طالبان یوه خورا ایډیالوژیکه ډله ده او همدې چارې یې په منځ کې د درز پیدا کېدو مخه نیولې ده. غړي یې د بیعت پر اساس په بشپړ ډول د امیر د امرونو اطاعت کوي. د دوی د یووالي بل لامل دا دی چې دښمنان یې تر دوی پیاوړي دي ځکه نو دوی پوهېږي که په منځ کې یې مخالفتونه وي نو نه شي پایېدلی. د کوټې شورا د طالبانو مرکزي شورا او د امیر د فرمانونو پلي کونکې ده. د حقاني شبکه خپلواکه ډله نه ده. دغه ډله د امیر تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. د دغه اطاعت یوه بېلګه په ګوانتنامو زندان کې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې د بو برګډال خوشې کېدل دي. دغه موافقه په قطر کې د طالبانو د دفتر او امریکایانو تر منځ وشوه."

برنېټ روبېن:

"تر اوسه په طالبانو کې دننه ډلې نه دي جوړې شوې. د طالبانو غورځنګ په دې موخه رامنځ ته شو چې ډلو ټپلو یا فتنې ته د پای ټکی کېږدي او له دغه ډول فکر سره سخت مخالفت لري. مختلفو اشخاصو بېلا بېل نظرونه درلودل خو دوی بېلې ډلې جوړې نه کړې. که هر ډول مخالفت به و، دوی د امیرالمومنین امر تعقیباوه. په ډله کې یې ناخوښ اشخاص هم وو چې له غورځنګه وتلي یا ایستل شوي خو له ایستل کېدو یا تلو وروسته دوی خپل ټول اغېز له لاسه ورکړی دی. سیاسي دفتر یې کومه بېله ډله نه ده، بلکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په څېر، د دوی یوه اداره ده. یو یې هم د کوم ځانګړي سیاسي دریځ ملاتړ نه کوي او نه هم د مخالف لور په توګه عمل کوي. یوازې د حیثیت، پیسو او واک لپاره سیالي کوي. څرګنده ده چې ځینې وخت د قومندانانو کنترول کمزوری وي خو قومندانان خپلې ډلې نه جوړوي. دا چې تر دې وروسته به په دوی کې ډلې پیدا شي که نه، دې پورې اړه لري چې ملا منصور د مشر او امیر په توګه خپل واک څومره ټینګولی شي."

له دفتره بهر؟ د طالبانو ډله پر ځمکه څنګه ښکاري؟

Image caption ویل کېږي له ۲۰۰۱ کال وروسته ډېر طالبان کوټه کې مېشت شوي دي.

هارون رشید:

"لکه څنګه چې موږ فکر کوو، طالبانو هېڅکه د یوې ښې ډلې یا ادارې بنسټ نه دی لرلی. دوی په ډېرو کمو امکاناتو ځانونه ساتي. دوی هېڅکله په پاکستان کې دفتر نه دی لرلی بلکې تل په حرکت کې وي. د خپل فعالیتونو سمبالولو لپاره د پاکستان مدرسې او جوماتونه د دوی د خوښې ځایونه دي. تېر کال د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې میرانشاه (شمالي وزیرستان، پاکستان) کې د حقاني شبکې یو دفتر وموندل شو، خو دا څرګنده نه ده چې له کومې راهیسې یې هلته فعالیت درلود. افغانستان په پاکستان کې د کوټې او پېښور شوراګانو ته ګوته نیسي خو طالبان د دغه ډول دفترونو (شتون) ردوي."

برهان عثمان:

"د کوټې شورا د یوه میکانیزم نوم دی نه د یوه مرکز. دوی د یوه غړي یا ملاتړي په کور کې غونډه کوي. بله ورځ دوی په بل ښار کې سره راغونډېږي. دا د ګرځنده غونډو میکانیزمونه دي."

پیسې له شاتو؟ طالبان د خپلې اورپکۍ لپاره بودیجه څنګه لاسته راوړي؟

برنېټ روبېن:

"ښکاري چې افغانستان کې دننه د دوی عمده عاید د زور زیاتي، باج، بډو او مالیو له لارې یا د سوداګریزو شوکو او نورو لارو لاسته راځي. د طالبانو غړي په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې کاروبارونه هم لري چې له لارې یې دوی خپله بودیجه تمویلوي. حقاني ډله په پاکستان، افغانستان او په فارس خلیج کې د سوداګرۍ یوه ستره شبکه لري، چې د شاتو خرڅلاو په کې شامل دی. او څرګنده ده، په افغانستان کې د طالبانو په ګډون، هر هغه کس یا ډله چې پر داسې ځمکو کنترول لري چې کوکنار پرې کرل کېږي یا داسې سړکونه یې تر کنترول لاندې وي چې اپین پرې لېږدول کېږي، د نورو د کاروبار د خوندیتوب لپاره او د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې د شوکو له لارې پیسې لاسته راوړي، خو دا یې د مالي سرچینو یوازې یوه برخه ده."

وحید مژده:

"پر کرهڼیزو تولیداتو، غنمو او اپینو له خلکو د مالیو اخیستلو تر څنګ، طالبان د عاید نورې سرچینې هم لري: د لویو لارو کنترول، له سوداګرو پیسې اخیستل، د حکومت او د بهرنیو ځواکونو توکي او اکمالات نیول. په تېرو ۱۲ کلونو کې قراردادیان اړ وو چې د خپلو پروژو پلي کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي. بهرنیو مرستندویانو د قراردادیانو د خوندیتوب لپاره د امنیت بودیجه بېله کړې وه خو د دې پر ځای یې دا اسانه وګنله چې پیسې په مستقیم ډول طالب قومندانانو ته ورکړي او خپلې پروژې پر مخ یوسي. امنیتي شرکتونه چې د اکمالاتو د کتارونو د خوندیتوب مسولیت یې درلود، اړ وو چې په خوندي ډول تېرېدو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي. په ۲۰۱۴ کال کې طالبانو په خپله ډله کې د کانونو چارو لپاره یوه مالي کمېټه جوړه کړه. دغه کمېټه د طالبانو تر ولکې لاندې کانونه خلکو او شرکتونو ته په اجاره ورکوي. له پوځي کمېټې وروسته، مالي هغه د طالبانو تر ټولو مهمه کمېټه ده."

کارپوهان

Image caption هارون رشید، په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو څانګې ایډېټر

ډاکټر برنېټ روبېن، د افغان چارو مخکښ امریکایی کارپوه او د نړیوالې همکارۍ د مرکز لوړپوړی غړی او مرستیال مشر.

برهان عثمان، د افغانستان د شنونکو شبکې څېړونکی او د اسلامي غورځنګونو کارپوه.

وحید مژده، کابل مېشتی شنونکی چې د طالبانو په رژیم کې یې د بهرنیو چارو له وزارت سره دنده ترسره کړې.

هارون رشید، په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو څانګې ایډېټر

Image caption وحید مژده، کابل مېشتی شنونکی چې د طالبانو په رژیم کې یې د بهرنیو چارو له وزارت سره دنده ترسره کړې.

د لیکونو سړي؟ طالبان څنګه له یو بل سره اړیکې نیسي؟

برهان عثمان:

"دوی د اړیکو ټینګولو خوندي شبکې جوړې کړې دي. که یو جنګیالی یې غواړي کوټه کې خپل پوځي مشر ته پیغام ولېږي، نو خپل پیغام د ولسوالۍ په کچه د پوځي چارو مشر ته رسوي، هغه یې د پوځي چارو ولایتي مشر ته لېږدوي. که پیغام ډېر مهم وي نو په عمومي ډول یې په اړه پر تیلیفون خبرې نه کوي. دوی داسې کسان لري چې تل په حرکت کې وي، تګ راتګ کوي، لیکونه استول کېږي، دا یې لوړپوړو مشرانو ته د پیغامونو لېږلو یوه خوندي لاره ده. خو د یوه او بل قومندان تر منځ اړیکې، په نامه والیانو تر منځ یې اړیکې، په داسې حال کې چې والي ښايي خپله له قومندانانو سره خبرې و نه کړي بلکې د هغه له مرستیالانو یا یې له یوه جنګیالي سره اړیکه ونیسي، او د کوډ یا رمزونو ژبه وکاروي، کېدای شي پر تیلیفون خبرې وکړي یا پر مخابرو، په ځانګړې ډول داسې مهال چې په نږدې ځایونو کې سره موقعیت ولري. خو کله چې له مشرانو سره اړیکه نیسي نو ښايي بېلا بېلې لارې وکاروي."

هارون رشید:

"تر ټولو ښه او خوندي لاره ورته (اوازې) دي. خو دوی د لیکونو له لارې هم له یو بل سره اړیکې نیولې دي. ما یې یو شمېر نیول شوي لیکونه د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې لیدلي چې ښيي لیکونه د دوی تر منځ د اړیکو تر ټولو مشهوره لاره ده. خو ډېر کله دوی ګرځنده تیلیفونونه هم کارولي."

برنېټ روبېن:

"دوی چې یو وخت یې تلویزونونه ماتول، اوس پر انټرنټ او ټولنیزو رسنیو فعاله حضور لري. ځینې وخت دوی تر افغان حکومت او د امریکا تر حکومته هم اغېزناکه ثابت شوي دي."

له بهره کنترول؟ پر طالبانو د پاکستان د اغېز کچه

Image caption ویل کېږي پاکستاني طالبان د ملا منصور ملاتړ کوي خو دغه یووالی تر ډېره سمبولیکه بڼه لري.

هارون رشید:

"په رسمي ډول پاکستان دا نه مني چې ګنې دوی پر افغان طالبانو کنترول لري. دوی وايي طالبان یوه خپلواکه ډله ده، دوی د ټولو نظرونو ته غوږ نیسي خو پرېکړه به د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره کوي. خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې پاکستان پرې اغېز لري او اړیکې هم ورسره لري. ښايي دا د همدې اغېز او اړیکو لامل وي چې په مټ یې پاکستان دوی خبرو اترو ته چمتو کړل، لومړی په اورمقي (د چین په شینجیانګ ولایت کې) او وروسته په مري (پاکستان) کې. ځینې وايي د یوه ستراتېژیک امتیاز په توګه یې د پاکستان حکومت پر خپله خاوره حضور باندې سترګې پټوي او په دې ترتیب یې دوی په بدل کې خپله پاکستان کې د ستونزو رامنځته کېدو مخه نیسي. (...) پراخو ستراتېژیکو ګټو ته په پام سره، پاکستان له دوی سره خپلې اړیکې په بشپړ ډول پرېکول هېڅکله ښه غوراوی نه بولي. د دې تر څنګ، پاکستان داسې (چمتو ملګرو) ته اړتیا لري چې افغانستان کې د دوی په وینا د هند د ګواښ مخه ونیسي."

برنېټ روبېن:

"دا بلکل ممکنه ده چې د طالبانو ډېر عملیات په مستقیم ډول آی ایس آی یا له طالبانو سره تړلي د آی ایس آی قراردادیان پر مخ وړي. له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ کال پورې همدا حالت و. (...) پاکستان او طالبان یو شمېر ګډې ګټې لري. پاکستان د افغان حکومت پر ضد د طالبانو په عملیاتو کې مرسته کوي (او په سم لور یې بوخت ساتي) او طالبان یې په بدل کې د پاکستان پر حکومت یا ټولنو بریدونه نه کوي. (...) پاکستان غواړي د طالبانو د عملیاتو له فشاره په ګټه اخیستنې سره په افغانستان کې د هند پلوه یا پښتونستان پلوه حکومت د جوړېدو مخه ونیسي. دوی دا خبره کړې هم ده. خو په غیر مستقیم ډول دوی دا وړاندیز کړی، که غوښتنې یې ومنل شي، دوی چمتو دي د طالبانو اورپکي پای ته ورسوي."

متحدین او سیالان: القاعده، د اسلامي دولت په نامه ډله او پاکستاني طالبان

برنېټ روبېن:

"د القاعده ډله له طالبانو سره همکاري کوي چې په کې د بودیجې او مالي سرچینو موندل شامل دي. طالبان د دوی نظامي مرستې ته اړتیا نه لري او طالبان د القاعدې د هېڅ راز نړیوالو جهادي فعالیتونو ملاتړ نه کوي. طالبانو دا چمتووالی هم ښوولی چې د کومو شرایطو پر اساس کولی شي د القاعده ډله خوشې او رد کړي. (...) طالبانو او د اسلامي دولت په نامه ډله کلک دښمنان دي. د خلیفه او امیرالمومنین په توګه، بغدادي (یادونه: د اسلامي دولت ډلې مشر) پر افغانانو هم د خپل صلاحیت او مشرۍ ادعا کوي. د طالبانو مشر، امیرالمومنین یوازې د افغانانو لپاره دی خو دی نه شي کولی بل امیرالمومنین وزغمي چې پر افغانانو اسلامي واک او مشري ولري. ځینې طالبان چې له مشرتابه ناخوښ دي او خپلې ډلې جوړول ورته ناممکنه و، له غورځنګه ووتل او له اسلامي دولت ډلې سره یوځای شول. ځینې په ګوانتنامو زندان کې سخت دریځي (تکفیري) شول. ښايي ځینو لوستو ځوانانو هم د پوځي عملیاتو، نیونو او ځورونو له کبله سخت دریځۍ ته مخه کړې وي او اسلامي دولت ډله تر طالبانو لا سوچه او اسلامي ډله وبولي. دوی طالبان د تېر وخت ناکامو سیاستونو سره تړلې ډله بولي."

برهان عثمان:

"پاکستاني طالبانو له ملا عمر سره بیعت کړی ځکه نو اوس به یې بیعت ملا اختر منصور ته رسېږي. خو ان له پیله دا تر ډېره یو سمبولیک یووالی و. پاکستاني طالبان په بشپړ ډول بېله ډله ده، بېله ایډیالوژي لري، بېل هدفونه او بېل میکانیزمونه لري. القاعده هم همداسې ده. دې ډلې هم له طالبانو سره بیعت کړی خو دا یوازې یو سمبولیک یووالی دی."

ورته مطالب