"احساس مې وکړ که بېرته ستون نه شم نو ښايي ومرم"

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په تېرو شپږو کلونو کې د نوموړي پنځمه هڅه ده چې د ایورېسټ غره لوړې څوکې ته ځان ورسوي.

یوه جاپاني غره ختونکي چې د خپلو لاسونو نهه ګوتې یې د غره ختنې پر وخت د سختې یخنۍ له امله له لاسه ورکړې وې، د نړۍ تر ټولو لوړ غر ماونټ ایورېسټ لوړې څوکې ته د نه ختلو پرېکړه کړې.

دغه جاپانی غره ختونکی نوبکازو کريکي نومېږي.

دی په نيپال کې د زورورې زلزلې را وروسته لومړی کس دی چې ایورېسټ غره ته د ورختو هڅه کوي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ډېره هڅه یې وکړه، خپله ټوله انرژي یې وکاروله خو په ژوره واوره کې پورته تلل ډېره ګرانه وه او بلا ډېر وخت یې اخېسته.

نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې:

"یوه شېبه داسې راغله چې احساس مې وکړ که همداسې پورته تلو ته مې دوام ورکړ نو ښايي بېرته به ژوندی راستون نه شم"

۳۳ کلن نوبکازو کريکي د ایورېسټ غره له لوړې څوکې ډېر لرې نه و او بېرته د راستنېدو پرېکړه یې د ټولو هڅو له ناکامۍ وروسته وکړه.

دا په تېرو شپږو کلونو کې د نوموړي پنځمه هڅه ده چې د ایورېسټ غره لوړې څوکې ته ځان ورسوي.

د انځور حقوق Scinece Photo Library
Image caption کريکي غوره ګڼي چې د یخنۍ په موسم کې، یوازې او له ډېر لږ بار سره په غره وخېژي.

ښاغلی کريکي یوه میاشت وړاندې نيپال ته راغلی و او په غره د ختو لپاره یې هغه لار وټاکله چې په ۱۹۵۳م کال کې مشهورو غره ختونکو امنډ هلري او تن زنګ نورګی ټاکلې وه.

کريکي غوره ګڼي چې د یخنۍ په موسم کې، یوازې او له ډېر لږ بار سره په غره وخېژي.

دی وايي دا ډول غره ختنه کې که څه هم خطر ډېر وي خو خوند یې هم جلا دی.

نوموړي په تېرو ۶ کلونو کې پنځه ځل د ایورېسټ غره لوړې څوکې ته د رسېدو هڅه کړې خو هر ځل یې خپله دا هڅه په منځ کې پرې ايښې او بېرته راستون شوی.

په ۲۰۱۲م کال کې نوموړی له ځمکې ۲۷ زره فټه لوړ تر دوه ورځو په واوره کې ايسار پاتې و.

د تودوخې کچه له -۲۰ سانتي ګراد هم کښته وه چې له امله یې نوموړي د خپلو دواړو لاسونو نهه ګوتې له لاسه ورکړې.

ورته مطالب