اسکار ته وړاندې شوی د "هیلو مېنه" فلم څومره افغانی دی؟

Image caption د یتوپیا یا د هیلو مېنې فلم کې ملالۍ ذکریا مرکزي رول لوبولی.

له درې کلنو راهیسې د افغانستان فلم جوړونکو ټولنه هر کال د دې هیواد تر ټولو غوره فلم اسکار ته ورپېژني چې په نړۍ کې د سینما تر ټولو لوی فیسټیوال دی.

په دې لړۍ کې افغان فلم چې یوه دولتي موسسه ده هېڅ ونډه نه درلوده.

د نوموړې موسسې مشر ابراهیم عارفي وویل:

"د افغانستان فلم جوړونکو ټولنه هر کال د فلمونو ارزونې ته یو کمېسون ټاکي. په دې کمېسون کې فلم جوړونکي، فلمي لوبغاړي، هنرمندان او ژورنالیستان ګډون لري."

ښاغلي عارفي وویل، افغان فلم په رسمي بڼه د فلم په ټاکنه کې برخه نه درلوده.

هر کال له هر هېواده د بهرنیو ژبو په کټګورۍ کې فلمونه د سیالۍ ډګر ته ځي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اوزلوبې هلکانو فلم، چې اریل نصر جوړ کړی و، د لنډو فلمونو په کټګورۍ کې د اسکار جایزې نوماند شو.

Image caption د هیلو مېنه ۱۰۸ دقیقه اوږد دی او په جوړولو یې نیم میلیون ډالره لګېدلي.
Image caption د هندوستان، ایران، سکاټلند او بالیوډ فلمي لوبغاړو هم په کې برخه اخیستې ده.

تېر کال د څو متر مکعبه مینې فلم د افغانستان لخوا د اسکار اکاډمۍ ته ولېږل شو.

سږکال د یتوپیا یا هیلو مېنې فلم چې ناین مډیا پرو‌ډکشن جوړ کړی، د اسکار په لور روان شو.

د هیلو مېنه

یتوپیا یا د هیلو مېنه او د یوسف برکي فلم مینه سرګردانه دوه هغه فلمونه و چې د افغانستان فلم جوړونکو ټولنې باید یو ترې غوره کړی وای.

د دې ټولنې د ځینو غړو له خولې د یتوپیا فلم په ښه سینمایي انډول سمبال او په لوړه کچه جوړ دی نو ځکه ټول په دې سلا شول چې دا فلم به اسکار ته وړاندې کوي.

د مینه سرګردانې فلم د افغانې ټولنې ننني ترخه واقعیتونو د نیو ریالیزم په بڼه وړاندې کوي.

د هیلو مېنه چې ۱۰۸ دقیقه اوږد دی او په جوړولو یې نیم میلیون ډالره لګېدلي د یوې افغانې مېرمنې د ژوند کیسه کوي چې جانان نومیږي او د مور کېدو هیله لري.

په دې لټه کې له افغانستانه هند او بیا سکاټلند ته ځي او د مصنوعي القا له لارې په دې کار بریالۍ کیږي.

خو ستونزه هغه مهال رامنځ ته کیږي چې د جانان په نس کې ماشوم د دې له مېړه نه، د یو داسې چا نه دی چې نیکونه یې د افغان او انګلیس په خونړۍ جګړو کې لاس درلود.

په دې فلم کې ملالۍ ذکریا مرکزي رول لوبولی او ترڅنګ یې د هندوستان، ایران، سکاټلند او بالیوډ فلمي لوبغاړو برخه په کې اخیستې ده.

افغان نامتو لوبغاړي ممنون مقصودي هم په دې فلم کې د ډاکټر په توګه څرګند شوی.

دی وايي، "دا فلم افغانی دی او تر نورو د افغانانو ونډه په کې ډېره وه. د دې فلم پرمختګ به د افغانستان سینما ته ویاړ وبښي او دا صنعت به ورسره وغوړیږي."

Image caption د مینه سرګردانې فلم د افغانې ټولنې ننني ترخه واقعیتونو د نیو ریالیزم په بڼه وړاندې کوي.

دې فلم د نړۍ په ګڼو فیسټیوالونو کې برخه اخیستې او تر ډېره هرکلی هم ترې شوی. د فلم جوړونکی حسن ناظر چې په اصل کې ایرانی دی او سکاټلند که اوسیږي، په افغانستان کې له کاره خوښ دی.

"زموږ لپاره مهمه وه چې په افغانستان کې فلم جوړ شي. په کابل کې خلکو ډیره مرسته راسره وکړه." خو داسې فلم چې لیکوال او جوړونکی یې افغان نه وي ایا کولای شي د افغانستان په نوم وړاندې شي؟

د حسن ناظر په اند هو "دا فلم یو افغان شرکت جوړ کړی او هر فیسټیوال ته چې تللی د افغاني فلم په نوم وړاندې شوی."

که د هیلو مېنه د اسکار جایزې ته نومانده شي، د افغانستان سینما به یو ځل بیا په نړۍ کې یاده شي. خو که دا جایزه وګټي نو افغانستان به د اسیا څلورم هېواد وي چې دا ویاړ ګټي.

ښایي له دې سره په افغانستان کې د ښو هنري فلم جوړونې چارې پیاوړې او ګړندۍ شي.

د بهرنۍ ژبو فلمونو کټګوري

د اسکار فیسټیوال په ۱۹۲۹ میلادي کال کې پېل شو.

هغه فلمونه چې په بهرنۍ ژبه یعنې پرته له انګریزې په نورو ژبو جوړ شوي و د ۱۹۴۷ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره دې فیسټیوال ته دننه شول او په ۱۹۵۶ کال ځانګړې کټګوري ورته وټاکل شوه.

Image caption که دغه فلم د اسکار جایزه وګټي نو افغانستان به د اسیا څلورم هېواد وي چې دا ویاړ ګټي.

په ۶۷ فلمونو کې چې تر اوسه پدې لړۍ کې وېشل شوي ۵۵ یې اروپایي هېوادونو ګټلي، ډېری یې د ایټالیا سینما خپل کړي.

یوازې شپږ ځلې اسیایي هېوادونو خپل نوم د نوماندۍ پړاو ته رسولی او دریو په کې دا ویاړ ګتلی چې ایران، جاپان، او تایوان هېوادونه دي.

د فلمونو ارزونې ته یوه ځانګړې کمېټه جوړیږي چې د سینما په پرده په ګډه ټول بهرني فلمونو ګوري او بیا پنځه غوره فلمونه د پوښلې رایې له لارې د نوماندۍ پړاو ته ټاکي.

د اسکار په نورو کټګوریو کې شخص یا شرکت ته جایزه ورکول کیږي خو په دې کتګورۍ کې جایزه د هغه هېواد په نوم ثبتیږي چې فلم یې وړاندې کړی وي.

هغه فلمونه چې په دې لړ کې د جایزې ګټونوکي نومول شوي ډېری یې د سینما په ډګر کې تل پاتې دي، لکه د بایسکل غل، سوله او جګړه، فاتح پلې، سینما پردیسو.

ورته مطالب