قد له سرطان ناروغۍ سره څه تړاو لري؟

پر نږدې پنځو میلیونو کسانو تر سره شوې د سوېډن یوه څېړنه ښيي چې د سرطان ناروغۍ خطر ښايي له قد سره تړاو ولري.

څېړنې موندلې، چې د جګ قد خلک د سرطان د نورو بڼو په ګډون، د تي او پوټکي د سرطان نسبتا ډېر خطر لري.

دا هم موندل شوې چې په قد کې د لسو سانتي مترو زیاتوالي له کبله په ښځو کې د سرطان خطر ۱۸ سلنه او په سړو کې ۱۱ سلنه زیاتېږي.

خو کارپوهان دا هم وايي چې څېړنه کې ډېرې نورې مسلې په پام کې نه دي نیول شوي او دا چې د جګ قد خلک باید اندېښمن نه شي.

د سرطان د خطر کمولو پخاطر، تر ټولو مهم کارونه دا دي:

  • سګرټ نه څکول
  • د شرابو څښاک کمول
  • په ورځني ژوند کې صحي عادتونه او خواړه خپلول.

پخوانیو څېړنو هم د قد او سرطان تر منځ تړاو ته اشاره کړې خو لامل یې لا څرګند نه دی.

د څېړنې مشره ډاکټره اېمېلي بېني وايي، "دا چې سرطان ګڼ لاملونه لرلی شي، ګرانه ده چې ووایو زموږ د څېړنې موندنې په ځانګړو اشخاصو او د هغوی د سرطان پر خطر څه اغېز لرلی شي."

ساینس پوهان وايي، د جګ قد کسان د ودې ډېر فکتورونه لري، چې ښايي د سرطان پیدا کېدو ته لاره هواره کړي.

دوي وايي، دغه ډول کسان د خپل بدن اندازې او غټوالي ته په پام سره ډېرې حجرې لري او ډېر خواړه خوري، چې له کبله یې په یوې حجرې کې د سرطان پیدا کېدو خطر زیاتېږي.

په دې معنا، څومره چې بدن کې حجرې ډېرې وي، هغومره به یې په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو خطر زیات وي.

ورته مطالب