له جګړې راوتلې دوستي

د منځني ختیځ د ۱۹۶۷ جګړې په پایله کې، دوو وتلوښځو- د اسرایلو د نامتو جنرال ښځې، او هغه ښځې چې وروسته د یاسر عرفات خواښې شوه – تر منځ یوه بېسارې دوستي رامنځته شوه.

د هغوی د بېسارو اړیکو کیسه په هغه کتاب کې بیان شوې چې نامحتمله دوستي نومیږي.

د بي بي سي خبریال کیوین کانولي دغو ښځو سره غږېدلی.

د منځني ختیځ د ۱۹۶۷ کال جګړې سره به آشنا یاست. یوه لنډه، تېزه نښته چې اسراییلو د یو لړ ګړندیوعملیاتو په ترڅ کې د مصر، سوریې او اردن ځینې ځمکې ونیولې.

د مصرسره د ځمکې مسلې د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې د کمپ ډیوېډ په تړونونو کې حل شوې.

خو له نورو اړخونو د دې جګړې پایلې تر اوسه په منځني ختیځ کې پاتې دي.

په ۱۹۷۳ کې د سوریې او مصر ګډو پوځونو هڅه وکړه چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسې خو ناکامه شول.

د ګولان لوړې د هغې د مڼو د باغونو او زرغونو ځمکو سره تر اوسه د اسراییلو تر کنټرول لاندې دي، او د اردن د سیند لویدیځه غاړه د هغې د ګڼ فلسطیني نفوس او زیاتیدونکي شمېر مېشته شویو یهودانو سره تر اوسه د اسراییلو تر پوځي اشغال لاندې ده.

Image caption د ګیتي تصویرونه

له دې وضعې نه ټول خبر دي. خو د ۱۹۶۷جګړې او د پایلو په اړه یې یوه نا ویلې کیسه شته ده چې ښايي تر اوسه به مو نه وي اوریدلي.

دا چې څرنګه کېدای شي تر ټولو غیر محتملو حالاتو کې دوستي وده وکړي او د یو نازکه ګل په شان په یوې ناهیلې فضا کې ځان ژوندی وساتي.

دا د ریموندا تاویل په نامه د یوې فلسطینۍ او د روت دایان په نامه د یوې اسرائيلۍ کیسه ده چې په ډېرو سختو شرایطو کې پیل شوې.

شپږ ورځینۍ جګړې د روت میره موشي دایان د اسرائیلو ملي اتل کړ.

د هغه د سترګو تورې پټۍ له امله یې څیره د سمندري غلو په شان ښکاریده.

هغه په دویمې نړیوالې جګړې کې د متحدینو په ملګرتیا عسکري خدمت کې خپله سترګه له لاسه ورکړې وه.

که څه هم هغه دخپلې پوځي بې رحمۍ له امله په عربي نړۍ کې ډیر منفور و او خلک ورڅخه ویریدل، خو په نړۍ کې تر یوه حده یو نامتو شخصیت هم و.

د موشې دایان عکس د ټآیمز مجلې پر مخ چاپ شوی و او ویل کیدل چې پاریس کې د موډ او فیشن مشهورو ستورو د دې زړور جنرال په ویاړ پر سترګو توره پټۍ تړله.

Image caption د موډ او فیشن بریتانوۍ ستورې جیل کیننګټن د هغو سړیانو سره عکس اخیستی چې تورې پټۍ ېې پر سترګو دي، ۱۹۶۷( دګیتي تصویر)

د جګړې په پایله کې، ریموندا د فلسطینیانو د نابلوس د ښارپه ویجاړشوي روغتون کې د پناه وړونکو، مړو او ټپیانو کارونه سمبالول چې خبره شوه چې د هغه سړي ښځه چې د جګړې د ویجاړیو ملامتي ورباندې وه د دې لیدلو ته راځي.

ریموندا وايي "موږ له هغې سره مهربانۍ نه کوله، هلته ټپیان او مړي پراته وه. کله چې خبر شو چې هغه روت دایان ده، موږ ورته وویل چې دا وضعه ستاسو له لاسه ده، ستاسو له لاسه. خوهغې وویل زه دایان نه یم"

روت وايي د هغې انګېزه تل بشر دوستانه وه، سیاسي نه وه. هغه یادوي چې خپل موټر به یې له دارو درملو او د ماشومانو د لوبو شیانو ډکاوه او هغو نیول شویو سیمو ته به تله چې د دې د مېړه تر مستقیم کنترول لاندې وې.

دا د یو ازدواج د مهال یوه غیرعادي شېبه وه چې هېڅکله عادي نه وه.

روت نابلوس څخه خپلو کتنو ته دوام ورکړ او له هغو بندیانو فلسطیني ښځو سره یې کتل چې اسرائيلو ورباندې تروریستي سازمانونو سره د تړاو تور لګولی و.

د هغې مېړه، موشې دایان، ډیر په غصه و او د دوی ترمنځ مناقشه یو کړکېچن حالت ته ورسېده.

روت یې داسې بیانوي:

"ما وویل، ’موشې، زه طلاق غواړم’ داپه داسې حال کې چې زموږ د واده ۳۷ کاله تېرشوي و. په ځینو خاصو شېبو کې زه هر څه کوم او ومې کړل. ما وویل.’ ته هر وخت وایې چې عربو سره دغسې کار کول لکه زه چې یې کوم سوله راوستلای شي،’ او ناڅاپه هغه په غصه شو چې زه ولې هلته تللې وم. نو ما دا کار وکړ. طلاق مې واخېسته"

Image caption روت دایان دخپل میړه، موشې، سره په ۱۹۵۸ کې (د AP تصویر)

روت په خپلو خبرو ټینګه وه خو په نابلوس کې د هغې د کار پر سر دا مناقشه له مېړه سره د اړیکو د خرابېدو لومړنۍ نښه نه وه.

موشې دایان د نورو ښځو سره د مکررو اړیکو له امله شهرت درلود او د نامحتمله دوستي په کتاب کې د هغوی د واده د لومړیو کلونو یوه ټوکه هم یاده شوې چې ښايي د هغوی د راتلونکو ستونزمنو اړیکو یوه نښه وي.

روت د اسرائیلو په نوي جوړ شوي هېواد کې سفرونه کول او مهاجرو ښځو ته یې د لاسي صنایعو د تجارت کارونه پیدا کول چې کڅوړې او ګل دوزي شوي لباسونه به یې جوړول.

په یهودي دولت کې سخت وختونه و،خپل موټر یې نه درلود او د هېواد له یو ښار نه بل ښار ته به یې سفرونه کول.

هغه وخت یې مېړه یو مشر پوځي قوماندان و، یو ماښام په داسې حال کې چې روت د سړک پر غاړه ولاړه وه او موټرو ته یې لاس غزولی نیولی و، د مېړه د موټرو کتار یې د دې ترڅنګ تېرشو، دې ته یې هیڅ پام ونه کړ او موټر یې ونه دراوه.

نه ده روښانه چې هغوی به روت لیدلې وي که نه خو داسې احساس کېده چې راتلونکي به یې ښه نه وي.

د وخت په تېرېدوسره د روت او ریموندا تر منځ اړیکو وده وکړه.

Image caption د یاسرعرفات تصویر د ریموندا تر شا پر دېوال باندې لیدل کېږي. هغه تر لسیزو د فلسطینیانو مشراو د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د هغوی د مبارزې سمبول و.

د پوځي اشغال په لومړیو ورځو کې د روت په شان د سولې اسرائیلي فعالانو کولای شول د لویدیځې غاړې ښارونو لکه نابلوس ته لاړ شي چې د عامو خلکو تر منځ یو ډول اړیکي او خبرې اترې جاري وساتي.

که څه هم سوله یې رامنځته نه کړه خو هغو کسانو چې په کې برخه یې درلوده دغه ډول هڅې د ستایلو وړبولي.

ریموندا وايي

"ټولو دغو خلکو به زموږ په کور کې غونډې او خبرې کولې. بهرهېڅوک نه پوهېدل چې دننه څه تېرېږي. ما به له ښاروال او د ښار نورو شخصیتونو څخه غوښتل چې راشی او اسرائیلیانو او مهمو بهرنیو شخصیتونو سره وګوري او د راتلونکي په اړه وغږیږي. آیا تصور کولای شئ دا په ۱۹۶۷م کال کې و؟"

د دوی دوستي په زیاتېدونکي ډول نامحتملو حالاتو کې ټینګه پاتې شوه.

د تاریخ سختې غمجنې شېبې وې. د ۱۹۷۳ جګړه، په ۱۹۸۲ کې پر لبنان د اسرائیلو یرغل او په ۱۹۸۷کې د فلسطینیانو د پاڅون یا انتفادي پیل.

د روت او ریموندا ژوند لږ تر لږه په ظاهره کې پر دوو بېلو لارو برابر شو.

ریموندا د لویدیځې غاړې سیمې لپاره یو ډول غیر رسمې ویانده شوه، په نړیوالو خبري رسنیو کې یې ټول له نامه سره آشنا وو.

کله کله اسرائیلیانو هغه په کور کې نظربنده ساتله او یا یې بندي کوله ځکه چې د فلسطین دآزادۍ سازمان، پي ال او، سره د هغې د اړیکو له امله ورباندې بد ګمانه وه.

له بلې خوا د فلسطیني اړخ افراطیون هم ورباندې بدګمانه و چې ولې له اسرائیلوسره اړیکي لري.

د روت بشردوستانه انګېزو هغه تر پخوا لا نوره هم مخکې بوتله. ټول عمر یې د بشر دوستۍ په کارونو کې تېر کړ، له کانګو نیولې تر ویتنامه پورې او نورو ډېرو ځایونو ته یې سفرونه وکړل، له الیزابیت ټایلر نیولې ترالبرت شوویتزر پورې له ډېروکسانو سره یې ملاقاتونه وکړل.

خو هغوې تل خپل منځي تماسونه جاري ساتل.

د هغوی ترمنځ د اړیکو په کیسې کې یو بل ناڅاپي او ډیر نامحتمله بدلون راغی.

په ۱۹۹۰ کې د ریموندا لور سوها د فلسطین د آزادۍ سازمان مشر یاسرعرفات سره واده وکړ.

یاسرعرفات د خپلو خلکو قهرمان و چې د فلسطیني مبارزې د سمبول او د اسرائیلي دولت د لوی دښمن په توګه یې درناوی کېده.

دغه دواړه ښځې د اړیکود یوې بېسارې شبکې په مرکز کې وې.

روت د اسرائیلو د ډیر نامتو او ستایل شوي جنګیالي جنرال طلاقه شوې ښځه وه. خو د دې بر سېره د هغې وړې خور، ریوما، د آیزر وایزمن سره واده کړی وه. هغه د جنګي الوتکې یو پخوانی پیلوټ و چې وروسته یو مشر پوځي قومندان شو او بالاخره د اسرائیلو جمهوري ریاست مقام ته ورسید.

د اسرائیلي هېواد د ټولو مهمو شخصیتونو نومونه د روت د تماسونو په کتابچه کې موجود و.

ریموندا د فلسطین د آزادۍ سازمان عالي قومندانۍ ته امتیازي لاسرسی درلود او هغه سړي سره یې شخصي تماس درلود چې داسرائیلو له نظره د هغوی تر ټولو خطرناکه او مصمم دښمن ګڼل کېده.

د یو وخت لپاره داسې ښکارېده چې دغه فوق العاده تصادفي حالت به د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د تماسونو یو متبادل کانال پرانېزي خو په پای کې یې هېڅ نتیجه نه درلوده.

پیغامونه استول کېدل او ځینې غونډې کېدلې خو شاوخوا چاپېریال دومره پیاوړی او نامساعد و چې د تماسونو دغې نازکې شبکې ونه شو کولی کوم بدلون راولي.

Image caption آیزر وایزمن په ۱۹۵۸ کې (د ګیتي تصویر)

هغه کسان چې منځنی ختیځ پېژني البته په دې پوهېدل چې له سیاسي پلوه دغې کیسې له خوښۍ ډک پای نشوای درلودای.

دایان، وایزمن او عرفات ډېر وخت کېږي چې مړه شوي دي او تلپاتې سوله تر اوسه هغسې لیرې ښکاري لکه چې په ۱۹۶۷کې وه، کله چې اسرائيلي ټانکونه نابلوس ته ورغلي و.

خو سره د دې د روت او ریموندا تر منځ اړیکي ټینګ پاتې دي- کله چې مې په مالټا کې ورسره وکتل، چیرې چې هغوی یو له بله سره د ملاقات ترتیبات نیولي و، په داسې حال کې چې څنګ پر څنګ ناستې وې او یو د بل لاسونه یې نیولي وو.

روت د ریموندا د ښایست ستاینه کوله او ریموندا روت د مورتوریزا سره پرتله کوله.

خو د آرامه تودوالي تر څنګ هغوی تېر وختونه په خواشینۍ سره یادول.

ما د بي بي سي له ارشیف څخه ځینې تصویرونه له ځانه سره وړي وو چې ریموندا ته یې وښیم- د ۱۹۷۰ کلونو یو خبري رپوټ چې هغه په کې د لویدیځې غاړې د فلسطینیانو د ویاندې په توګه غږېده او خبرداری یې ورکاوه چې که د سولې تمه کېږي باید هلته مېشته شوي یهودان له هغه ځایه ووځي.

هغې د خپلې ځوانۍ د وخت دا تصویرونه وکتل، په فکرکې شوه او ویې ویل:

"خدایه، هغه ځوابونه چې ما هغه وخت ورکول هماغه دي چې اوس یې ورکوم. بدل شوي نه دي"

له روت نه مې وپوښتل چې آیا له دې امله غمجنه ده چې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د ريښتینې سولې لرلید د پخوا په پرتله لا نور هم خراب شوی؟

روت غمجنه شوه او ویې ویل: "غمجنه یم چې ولې هېڅ نشم کولاې.

اوس یواځې په خپل ژوند بوخته یم، تر هغو چې مړه شم. عمر مې ۹۸ کلونو او شپږو میاشتو ته رسیدلې او ژر به ۱۰۰ ته ورسیږي"

خو د روت طبیعت داسې نه دی چې تر ډېره به غمجنه پاتې وي.

هغې وویل پنځه کلن ګړوسي یې هڅه کوله د دې عمر په ګوتو وشمېري او ورته ویې ویل چې تر راتلونکي نړیوال جام پورې به یې عمر ۱۰۲کالو ته ورسیږي.

هغه لارې چې دا دوه حیرانونکې ښځې یې سره یو ځاې کړي دي له دې نه نورې متفاوتې نه شوای کېداې.

روت هغه وخت زېږېدلې وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای نه وړاندې بیت المقدس لا د ترکانو تر حاکمیت لاندې و، د منځنۍ طبقې خپل آرامه ژوند یې پرېښوده، موشې سره یې واده وکړه او د یو کروندګر سخت او ساده ژوند یې غوره کړ.

ښايي هغې به بهتره ګڼله چې موشې په همدې دول ووینې، نه د یو جنګیالي په شان هغسې چې اسرائیل یې یادوي.

ریموندا د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیوکې د عکار(Acre) په لرغونې ساحلي ښار کې هغه وخت زېږېدلې وه چې فلسطین د ملتونو د لیګ د فیصلې له مخې لا د بریتانیا ترحاکمیت لاندې و.

د هغې شتمنې فلسطیني کورنۍ هغه وخت خپل کور له لاسه ور کړ چې اسرائیلو د عکار ښار ونیوه، او هېڅکه یې ونه شوای کولای چې بېرته خپل کور ته ستنه شي.

د شخصي محرومیت دغه احساس ورسره د ډیرو نورو فلسطینیانو په شان تر اوسه پاتې دی.

خو د دغو دواړو ښځو د ژوند بېلابېلې لارې په ۱۹۶۷ کې په نابلوس کې سره یوځای شوې او له هغې راهیسې یو له بله سره تړلې پاتې شوې.

ښايي د دوی کیسه هېڅکله د هغوی د خلکو تر منځ د هغسې نژدې والي د الهام سبب نه وي شوي چې دوې یې یو وخت هیله کوله.

خو د دې ټولو کلونو وروسته دا کیسه د بشري توان د ثبوت په توګه پاتې ده چې کولاې شي حتی په ډېرو بدو وختونو کې یو بل ته ځان ورسوي.

او دا ښيي چې دوستي چې کله کله د یو ګل په شان نازکه ښکاري کولای شي حتی د سپېڅلې ځمکې په غمجنې اوغرنۍ ځمکې کې وده وکړي.

________________________________________ موشې دایان ۱۹۱۵-۱۹۸۱

• موشې دایان په هغه ځای کې چې هغه وخت عثماني فلسطین نومېده زېږېدلی او په یوې کوپراتیفي کروندې کې لوی شوی، په ۱۹۳۷ کې یې د هغو بریتانیايي ځواکونو سره پوځي خدمت پیل کړ چې عربي ملېشو سره جنګېدل.

• له متحدینوسره یو ځای یې په سوریه کې د فرانسویانو پر ضد جنګ کې برخه درلوده او هلته یې خپله کیڼه سترګه له لاسه ورکړه.

• په ۱۹۴۸ کې یې د اسرائیلو د خپلواکۍ په جګړه کې د بیت المقدس د سیمې پوځي قومندان و، او د اسرائیلو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه یې په ۱۹۵۶ کې د سینا پر ټاپووزمې د برید مشري کوله.

• د اسرائیلو د پارلمان د ۱۹۵۹په ټاکنو کې د پارلمان غړی شو او د منځني ختیځ د ۱۹۶۷جګړې نه څو ورځې وړاندې د دفاع وزیر وټاکل شو.

• له سیاسي لیکو تېر شو او د میناخیم بیګین د لیکو د حکومت سره یوځای شو، مصر سره د کمپ ډیویډ تاریخي تړون په رامنځته کولو کې یې رول درلود.

دمعلوماتوسرچینه: بریتانیکا دایرت المعارف

ورته مطالب