بایسکل چلول او روغتیا ته یې ګټې

د انځور حقوق Toyota
Image caption په هالنډ کې خلک معمولاً په اونۍ کې ۷۴ دقیقي بایسکل ځغلوي.

د هالنډ په ډېرو برخو کې سهار او مازدیګر چې خلک کار ته ځي او ستنېږي، تر موټر ډېر د بایسکلونو ګڼه ګوڼه وي.

بایسکل ځغلول په هالنډ کې د خلکو د ژوند یوه ستره برخه ده. خلک اصلاً پر دې فکر نه کوي چې د بایسکل ځغلولو پر مهال چې دوی پایډل وهي، د دوی پر بدن څه تېرېږي.

روغتیایي څېړنې وايي چې هالنډي بایسکل ځغلوونکي اوږد ژوند لري. دغه څېړنه چې د اُلتریچ پوهنتون له خوا شوې وايي بایسکل ځغلوونکي تر عادي خلکو ډېر عمر کوي.

څېړونکي وایي نه یوازې دا چې بایسکل ځغلول د انسان روغتیا ته ګټه لري چې په منځني ډول د انسان ژوند شپږ میاشتې اوږدوي.

په هالنډ کې خلک معمولاً په اونۍ کې ۷۴ دقیقي بایسکل ځغلوي.

کارولاین چې پخپله هم یوه بایسکل ځغلوونکې ده د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته یوه څېړنه کړ، نوموړې یې د پایلو په اړه وايي.

"خلک په هالنډ کې د اونۍ نژدې ۷۴ دقیقې بایسکل ځغلوي. او د بایسکل ځغلولو له برکته، د دوی ژوند نژدې نیم کال اوږدېږي. د روغتیا نړیوال سازمان هغه شمېرې کاروي چې د پخوانیو څېړنو پر بنسټ ترلاسه شوي. دغه څېړنې وايي د هرو سلو دقیقو پر سر چې تاسې بایسکل ځغلوئ، د مړه کېدو شونتیا مو ۱۰ په سلو کې کمېږي. موږ دا د هالند د نفوس د مړینې پر شمېر تطبیق کړ، او پایله یې دا وه چې هر کال د ۶۵۰۰ کسانو له مړینې مخنیوی کېږي. تاسې ویلی شئ چې د هر یوه ساعت پر سر چې تاسې بایسکل ځغلوئ، ستاسې پر عمر یو ساعت اضافه کېږي".

د انځور حقوق Nuova Societ Piemontese Automobili
Image caption څېړونکي وایي نه یوازې دا چې بایسکل ځغلول د انسان روغتیا ته ګټه لري چې په منځني ډول د انسان ژوند شپږ میاشتې اوږدوي.

دغه په ټيټې ځمکې پروت هېواد ډېری مهال د بایسکل چلولو لپاره جنت بلل کېږي.

په دغه هېواد کې د بایسکل چلولو لپاره د ځانګړو لارو کمی نشته. په هالنډ کې لږ تر لږه ۳۷۰۰۰ ځانګړې لارې د بایسکل لپاره شته.

که له یوې خوا ماشومان له وړکوني د بایسکل له ځغلولو سره عادي کېږي بله خوا د مشرانو لپاره هم یو ډېر آسانه او ګټور تمرین دی چې روغتیا ته یې ګټه رسوي.

د اورګاډو په تمځایونو کې د بایسکل درولو د ځای اړتیا ورځ تر بلې ډېرېږي، نو ځکه د هالنډ حکومت داسې پلان لري چې د نړۍ تر ټولو لوی د بایسکل پارګنګ جوړ کړي چې د ۱۲۰۰۰ بایسکلونو لپاره ځای ولري.

مارک وان وودنبرګ چې ځان د هالنډ د بایسکل ځغلولو سفیر بولي وايي:

"البته چې د بایسکل ځغلولو تر شا اوږد تاریخ دی خو اصلي خبره دا ده چې دا کار هوسا دی، آرام دی او خوندي دی. خلک ډېر فکر نه پرې کوي او همدغسې ادامه ورکوي، چې دا ښه خبره هم ده. موږ اوس پوهېږو چې روغتیا ته ډېره ګټه لري"

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ډېری میندې پلرونه خپل ماشومان له وړکوني د بایسکل له ځغلولو سره عادي کوي

اوسنۍ شمېرې یوازې د هالند دي، خو دا وسیله د هالند څخه د باندې هم کارېدلی شي.

د دې څېړنې تمه دا ده چې دغه به د نړۍ نور هېوادونه هم دې ته وهڅوي چې د بایسکل ځغلولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د اوس لپاره خو په هالنډ کې شواهد ښيي چې بایسکل ځغلول هسې له یوه ځایه بل ځای ته د رسېدو لپاره نه چې، د روغتیا لپاره ده.

ورته مطالب