له پلاستیک ډک سمندرونه

Image caption ساینس پوهان په دې هکله څېړنې کوي چې د کوپي پاډ په نامه کوچني سمندري ژوي به څرنګه وړې پلاستیکي زرې چې رڼا خپروي هضمې کړي.

ساینس پوهان په دې هکله څېړنې کوي چې د کوپي پاډ په نامه کوچني سمندري ژوي به څرنګه وړې پلاستیکي زرې چې رڼا خپروي هضمې کړي.

د بریتانیا په ګډون ډېرو هیوادونو کې اوس هټۍ وال د سودا خرڅولو پر مهال مشتریانو ته وړیا پلاستیکي کڅوړې نه ورکوي.

د دې هېوادونو حکومتونو فیصله کړې چې پر پلاستیکي کڅوړو باید یوه وړه بیه ولګول شي چې د پلاستیکي کڅوړو استعمال کم شي او د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیول شي.

په پلاستیکي کڅوړو، کړیو، رسیو او پاڼو کې راګیر شويو سمندري ژویو او مارغانو د لیدلو منظره د انسان زړه سوځوي.

د آرام سمندر میډوې آټول ټاپو ته د سفر په ترڅ کې مې په خپلو سترګو ولیدل چې د البتروس په نامه د دغې سیمې ښکلیو سمندري مارغانو څرنګه پلاستیکي نا کاره توکي خوړل چې اکثرا د هغوی د مړینې سبب کېدل.

د دغې استوايي ټاپو سمندري غاړې د البتروس مارغانو د بچیانو له جسدونو ډکې وې.

د مړوشویو مارغانو نسونه د غاښو زړو برسونو، سګرېټ لایټرونو او د لوبو پلاستیکي شیانو له ټوټو څخه ډک وو.

د البتروس مارغه د یو بچي په مشوکه کې یو پلاستیکي چنکک بند پاتې و، ښايی والدینو یې فکر کاوه چې دا به کوم خوراکي شی وي.

کله چې د وحشي ژویو د ساتنې د چارو یو کارکونکي دا چنکک را کش کړ معلومه شوه چې هغې سره هغسې یو پلاستیکي جال هم تړلی و چې په دوکانونو کې په کې وچه مېوه او خواږه خرڅېږي.

دا یوه څرګنده بېلګه ده چې د پلاستیک بېځایه غورځول څومره وژونکې پایلې درلوداې شي.

کله چې خځلی او ناکاره توکي لېرې غورځول کېږي باید فکر وشي چې هغه چېرته ځي او کوم ځاې ککړ وي.

Image caption که د سمندر د اوبو مخ ولټوئ ډېر امکان لري چې پلاستیک به پیدا کړئ

د آ رام سمندر د مېډوی ټاپو ارزونې وښوده چې هر یو سمندري مارغه یوه اندازه پلاستیک خوړلي دي.

دا موندنه د یوې بلې نړیوالې څېړنې د موندنو سره سمون لري چې وايي تخمینا ۹۰ سلنه سمندري مارغانو پلاستیکي توکي خوړلي دي.

دا څېړنه دا هم وايي چې تر۲۰۵۰ پورې به دا خبره یقیني وي چې د هر مړه شوي مارغه په نس کې به پلاستیک وموندل شي.

نو آیا د نړۍ په سمندرونو کې به څومره پلاستیک موجود وي؟

د دقیقې کچې معلومول به یې ښايي شونې نه وي خو څېړونکي جان آموس یو تخمین کړی دی. هغه وايي چې هر کال د نړۍ په سمندرونو کې نژدې ۸ مېلیونه ټنه پلاستیک ور زیاتېږي.

دا ځکه چې پلاستیک داسې جوړشوي چې پایښت ولري او دوامداره پاتې شي.

کله چې د سیندونو او سمندرونو اوبو ته وغورځول شي د اوږده وخت لپاره پاتې کېږي.

د پلاستیک لټون

په سمندر کې د اوبو د څپواو باد د فشار له امله پلاستیکي کڅوړې څیرې کېږي، ټوټې ټوټې کېږي او بالاخره په میلیونو وړو وړو ټوټو باندې بدلېږي.

په دې توګه د پلاستیک ستونزه چې پخوا په سترګو لیدل کېداې شوه نوره ظاهره له سترګو پټه پاتې کېږي خو زیان او خطر یې لا نور هم زیاتېږي.

د دغو په اصطلاح مایکرو پلاستیک زرو په اړه اوس یو لړ نوې څېړنې پیل شوي.

د بریتانیا د پلیموت سمندري لابراتوار د یوې څېړونکې بېړۍ کارکوونکو سره یو ځای شوم چې د سمندر د اوبو د بېلابېلو برخو څخه یې نمونې راټولولې.

له شپږو بېلابېلو سیمو یې هره میاشت یوه نمونه را اخېستله، درې لوی جالونه یې اوبو ته ښکته کړل او د لسو دقیقو لپاره یې د اوبو له سطحې لږ ښکته راکش کړل.

Image caption د څېړونکو ډله په سمندري اوبو کې پلاستیک لټوي

په هر جال کې یو لوښی ايښودل شوی و چې د هغې په مرسته به یې د اوبو نمونې را اخېستلې او له چاڼولو وروسته به یې تر لاسه شوي توکي په لابراتوار کې مطالعه کول.

یوه تر ټولو حیرانوونکې موندنه دا وه چې د اوبو په هرې نمونې کې پلاستیک موجود و، ټوټې یې ډېرې وړې وې، ځینې شنې او ځینې سپینې وې.

په لابراتوار کې ساینس پوهانو ته څرګنده شوه چې د دغو موندل شويو پلاستیکي زرو تقریبا یو پر درېیمه برخه د پلاستیکي کڅوړو له پاتې شونو راغلې وې.

د دې پلاستیکو یوه برخه ښايي له ساحل ته نژدې ځمکو څخه باد راوړي وي. پاتې زیاتره برخه یې ښايي د بدرفت له نا پاکو اوبو څخه راغلې وي.

نو آیا دا به څومره مهمه وي؟ په دې پړاو کې هېڅوک څه نشي ویلاې.

کوچنی خوراک

ازموینو ښودلې کله چې د پلاستیک ډېرې وړې زرې په اوبو کې وي، د اوبو ځینې ژوي چې د خوراک د ځنځیر په پاې کې دي دا واړه پلاستیکي زرات خوري.

حیرانونکي ویډیو يي تصویرونه ښيي چې ځینې دا کوچنۍ پلاستیکي زرې چې رڼا خپروي د کوپي پاډ په نامه وړو سمندري ژویوپه کولموکې لیدل کیږي.

څیړونکې اټکل کوي چې که دا پلاستیکي زرې د کوچنیوسمندرې ژویو کولمو ته رسېداې شي، نو کېداې شي چې ځینو هغو سمندري خوراکي توکو ته هم ور تېرې شي چې انسانان یې ښايي وخوري.

نو آیا د پلاستیک ککړتیا به د انسانانو روغتیا ته زیانمنه وي؟

Image caption دا داسې یوه ستونزه ده چې کېدای شي د ډېرې مودې لپاره به ورسره مخامخ یو (د تینک ستاک تصویر)

د بریتانیا د ایګزیټر پوهنتون یوه څېړونکي پروفیسره تمارا ګالووې د څېړنو د یو تخمین له مخې وايی هر څوک چې په منځنۍ کچه یوه اندازه سمندري خوراکي توکي خوري ښايي په کال کې به تقریبا ۱۱،۰۰۰ پلاستیکي زرې خوري.

دا خورا ډېره ده او فکر کېږي چې دا به د خلکو د روغتیا لپاره ښه نه وي، خو د هغې د د قیقو پایلو د پېژندلو لپاره به نورو ډېرو څېرنو ته اړتیا وي.

له پروفېسرې تمارا او د هغې له ملګرو نه مې وپوښتل چې آیا هغوی به اوس سمندري خوراکي توکي لږ خوري که نه؟ ځواب یې هو وو.

بدله شوې رویه

کله چې هغوی د اوبو نمونې راټولولې له پلاستیکي بوتلونو څخه یې کار اخېسته، خو آیا په خپل ورځني ژوند کې به له دغسې شیانو څخه ډډه کوي که نه؟

هغوی وايي هو "موږ د اوبو پلاستیکي بوتل نه رانیسو او هڅه کوو د خوراکي شیانو لپاره هم پلاستیکي پاڼې او کڅوړې ونه کاروو"

اوس په انګلستان کې پر پلاستیکي کڅوړو پنځه پنسه بیه لګول شوې، هر هغه اقدام چې په چاپېریال کې د پلاستیک کچه کموي د ستاینې وړ دی.

خو حتی که سر له سبا څخه په چاپېریال کې د پلاستیک د غورځولو کار په بشپړه توګه بند هم شي، هغه پلاستیک چې تر اوسه پورې د نړۍ په سمندرونو کې غورځول شوي، اغېزې به یې تر لسګونو راتلونکو لسیزو پورې بیا هم احساسېږي.

ورته مطالب