د هند تر ټولو پخوانی جومات، چې نه مناره لري او نه هم ګنبدونه

Image caption دغه جومات ته د سیکولر فکر له کبله د مشهور راجا چیرامن پیرومل د نوم نسبت ورکړل شوی

ویل کېږي هندوستان کې د اسلام پیغمبر د ژوند پر مهال کېراله ایالت په کوډنګلور سیمې کې یو جومات ودان شوی و. د دغه جومات د بیا رغاونې چارې څو ځلې تر سره شوې دي، خو اوس یې په پخوانۍ بڼه د رغاونې لپاره چمتووالی کېږي.

دغه جومات ته د هغه پېر د مشهور واکمن چیرامن پیرومل نوم ورکړل شوی. د سیمې خلک وايي، چې نوموړي واکمن مسلمان شوی و او د ده په امر دغه جومات ودان شوی.

Image caption د جومات چارو سمبالونکې کمېټې مشر ډاکټر محمد سعید وايي د اوسني جومات منځنۍ برخه پنځلسمه پېړۍ کې ودانه شوې

لومړی دغه ځای کې د بودایانو معبد و. د جومات چارو سمبالونکې کمېټې مشر ډاکټر محمد سعید وايي، دا جومات ' زموږ ملي میراث دی او موږ یې باید ساتنه وکړو'

دغه سیمه کې نور هم یو شمېر تاریخي جوماتونه شته، چې له ځايي ودانیز سبک سره سم بې منارونو او ګنبدونو جوړ شوي دي.

مالابار سیمې ته د سوداګرو عربانو تګ راتګ د اسلام د پیغمبر له راتګه مخکې دود و. سوداګرعربان به د سمندرله لارې لومړی مالابار سیمې ته رسیدل، چې له زرګونو کلونو راهیسې د خوړو د مسالو مهم مرکز و.

د دغې سیمې د تاریخي اثارو خوندیتوب لپاره حکومت د موزیري بندر په نوم یوه پروژه پیل کړې ده.

جومات ته څېرمه د موزیم مشر وې ایم صراف وايي، د جومات هغه برخې به له منځه یوړلې شي، چې وروسته ودانې شوې، خو په داسې توګه، چې د جومات پخوانۍ ودانۍ ته کوم زیان و نه رسیږي.

د ډاکټر سعید په خبره:

'دلته د ټولو هرکلی کېږي. دغه جومات ته د غیر مسلمانو ځینې ماشومان له ملا امام سره د علم په نړۍ کې د لومړي ګام اېښودلو په موخه راځي. دغه مراسم وايي ودیا رمبهم بلل کېږي، ځايي خلک په دې باور دي، چې داسې کولو سره به د بزرګانو نیکې هیلې د دوی له ماشومانو سره وي. موږ ټول د دوی هرکلی کول خپل مسولیت بولو.'