ککړه هوا د مړینې سبب کېدای شي

د انځور حقوق AFP
Image caption موږ په دې پوهېږو چې دغه ګازونه په سږو کې سور والی پیدا کوي او بیا وروسته د نارغیو لامل ګرځي.

د کیمیاوي موادو یو مخلوط چې موږ یې په هوا کې تنفس کوو، په ښارونو کې د ډیزلي ماشینونو تولید دی چې دوه مهم لاملونه یې د ناروغیو سبب ګرځي.

یو یې زهري ګاز، نایټروجن اکسايډ دی، او بل یې کوچنۍ زرې دي چې موږ یې تتفس کوو او په سږو کې مو کښېني.

دا زرې کولای شي په څو ساعتونو کې یو سپین رنګه فلټر پاڼه په خړ رنګ واړوي.

دغه د هوا ککړتیا چې موږ خبرې پرې کوو په سترګو نه لیدل کېږي.

تاسو چې د سړک پر غاړه ځئ نو نه پوهېږئ چې څه ډول ګازونه تنفس کوئ.

موږ په دې پوهېږو چې دغه ګازونه په سږو کې سور والی پیدا کوي او بیا وروسته د نارغیو لامل ګرځي.

که له نورو روغتیایي خطرونو سره پرتله شي نو تر سګرېټو څکولو وروسته دوهم ځای لري.

ځینې ورځې موږ کولای شو په ښارونو کې لکه لندن د هوا ککړتیا په سترګو ووینو، خو دا زیاتره یو پټ خطر دی.

په لندن کې د چلسي سیمه، تېر کال د انګلستان د عامه روغتیا د ادارې له خوا د هوا تر ټولو ککړه سیمه ونومول شوه.

مانا په ټوله برتانیا کې د دغې سیمي هوا ککړه ده او په هرو ۱۲ کسانو کې چې په دغه سیمه کې مري یو نفر یې د هوا د ککړتیا په علت خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هوا له ککړتیا سره د زړه او سږو ناروغۍ تړاو لري.

نورې روغتیایي ادارې هم ټینګار کوي چې د هوا ککړتیا د عمر پر اوږد والي اغېز لري.

هغو سیمو کې چې هوا یې ککړه وي هلته خلک لږ عمر لري او دا یو لوی خطر دی.

د برتانیا ډېری ښارونه د اروپا د اتحادیې د هوا د ککړتیا د کچې په راکښته کولو کې پاتې راغلي.

نو تر ټولو ښه مشوره دا ده، که کار ته پر بایسکل ځئ نو داسې سړکونه په مخه واخلئ چې د موټرونو ګڼه ګوڼه په کې کمه وي، تر څو له هغو خطرونو لرې شئ چې په سترګو نه لیدل کیږي.

ورته مطالب