د فوټبال د لیدو بیه

د انځور حقوق Getty
Image caption د انګلستان پرېمیرلیګ په لوبډلو کې د ارسنل ټکټ تر ټولو ګران بیه دی

انګلستان او نورو اروپايي هېوادونو کې د فوټبال لوبه ډېره مشهوره ده او خورا ډېر مینه وال لري. له دوی یې ډېر که څه هم لوبه په تلویزیون ګوري خو په لوبغالي کې یې د لیدو هیله له هر یوه سره وي.

فکر به کوئ چې ولې نو ورځي نه!

خبره دا ده چې د ډیریو فوټبال کلبونو د لوبې د لیدو ټکټونه خورا ګران دي او اخېستل یې د هر یوه د وس خبره نه ده.

یوې نوې څېړنې ښوولې چې د فوتبال ډیریو کلبونو که څه هم د لوبې لپاره د ټکټونو بیې یا راغورځولي او یا یې په کې زیاتوالی نه دی راوستی خو بیا هم د ارسنل، ریال مادرید او مانچېسټر یونایټېډ په څېر کلبونو د کلنیو او ورځنیو ټکټونو بیې د ډېرو لپاره ګرانې دي.

په تېر یوه کال کې په اروپا کې د فوټبال لیدو بیه رالوېدلې ده. د بي بي سي یوې څېړنې موندلې ده چې د نړۍ ځینو لویو کلبونو د ورځني ټکټونو بيې شاوخوا ۸۵ سلنه او د کلني ټکټ بیه نژدې ۴۰ سلنه کمه کړې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د بارسلونا د لوبغاړو کمېسونو تر ټولو ګران دي. د یوه بیه یې ۱۴۰ امریکايي ډالره ده

د فوټبال د بیو په اړه دغې څېړنه کې په ډاګه شوې چې د اسپانیا د لویو کلبونو بارسلونا او ریال مادرید تر څنګ، د اېټالیې ای سي مېلان او اېنټر مېلان، د فرانسې موناکو او پیرس ان جمان او د جرمني بایرن میونېخ ټولو د خپلو ټکټونو بیې کمې کړي دي.

په بیو کې تر ټولو ډېر کموالی د بلجیم د اندرلېښت لوبډلې په ټکټونو کې راغلی چې د خپلو ورځنیو ټکټونو بیې یې نژدې ۸۵ سلنه راکښته کړي.

د اندرلېښت لوبې لیدو لپاره د ټکټ بیه ۵.۷۰ ډالره ده چې په اروپا کې تر ټولو ټيټه ده.

پر دوی سربېره د پرتګال غټو لوبډلو سپورټېنګ لېزبېن او بېنيفیکا هم خپلې د ټکټونو بیې ۵۰ سلنه غورځولې دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption مینه وال که څه هم د لوبې لیدو ته راځي خو شکایت هم لري چې د خوښې لوبډلې یې د ټکټونو بیو کې کموالی نه راولي

د کلنیو ټکټونو په بیو کې تر ټولو ډېر کموالی بیا د ډنمارک د فوټبال لوبډلې اېف سي کوپنهاګن راوستی، دوی د خپلو کلنیو ټکټونو بیې ۳۹ سلنه غورځولي. د دوی تر څنګ بارسلونا ۲۹ سلنه او موناکو هم د خپلو کلنیو ټکټونو بیې ۲۵ سلنه کښته کړي دي.

د بارسلونا او بېنیفیکا لوبډلو د لوبیز کال تر ټولو ارزانه ټکټ بیا ۱۱۲ امریکايي ډالره دی چې تر ټولو ارزانه راځي.

خو د بېنیفیکا ګران بیه ټکټونه بیا نور هم ګران شوي دي او بیه یې له ۳۳۶ ډالرو ۹۸۵ ډالرو ته ختلې ده، چې ۱۹۲ فیصده لوړوالی ښيي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د بلیجیم د اندرلېښت لوبډلې د لوبې ټکټونه تر ټولو ارزانه دي. د یوې لوبې بیه یې ۵.۷ ډالره ده

که د انګلستان د پرېمیر لیګ لوبډلې ارسنل مینه وال یاست او کلنی ټکټ یې اخلئ نو څه باندې ۳۰۰۰ ډالره به درته پرېوځي، د ای سي مېلان او اېنټر مېلان کلني ټکټونه هم تر ۲۵۰۰ ډالرو پورته دي.

په دغه څېړنه کې پر ارسنل سربېره درې نور پرېمیرلیګ کلبونه مانچېسټر سټي، مانچېسټر یونایټېډ او چلسي هم شامل دي.

په دوی کې د مانچېسټر سټي د لوبیز کال ټکټ تر ټولو ارزانه دی. بیه یې ۴۶۰ امریکايي ډالره ده، په پرتله یې د ارسنل تر ټولو ارزانه ټکټ بیه ۱۵۶۱ ډالره ده.

ورته مطالب