لندن فلم فېسټيوال کې پر افغانستان د جوړ شوي فلم ننداره

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تېره اوونۍ په لندن کې د فلمونو فېسټیوال تر سره شو. دا فېسټیوال له ۵۹ کالو راهیسې هر کال وړاندې کېږي او د نړۍ له هر ګوټه فلمونه په کې ارزول کیږي.

سږ کال ۲۴۰ هنري، مستند او لنډ فلمونه له ۷۲ هېوادونو وړاندې شول. د مستندو فلمونو بازار هم په دې لړۍ کې تود و. د اپل شرکت پخواني مشر سټیو جابز د ژوند او لاسته راوړنو په هکله مستند فلم تر نورو ښه وځلېد.

ورسره د ملالې یوسفزۍ په اړ هم فلم وښودل شو. نوموړې وروسته له هغې چې په سوات کې د وسله والو له خوا تر برید لاندې راغله په نړیواله کچه وپېژندل شوه. په دې کټګورۍ کې یو هم د افغانستان په هکله د "فرېم بای فرېم" په نامه مستند فلم و، چې دوو امریکایي مېرمنو الکساندرا بامبک او مو سکارپیلي جوړ کړی.

Image caption د فلم په پيل کې د افغانستان تاریخ د پخواني شوروي اتحاد له یرغله نیولی د طالبانو واکمنۍ تر پرځېدو په څو ثانیو کې ښودل کېږي

دا فلم د څلورو خبري ورځني کار او ژوند ته کتنه کوي. نوموړي د ټولنې نیمګړتیاوې بربنډوي او کله هم د خطر په لور وردانګي. وکیل کوهسار پر هیروینو اخته خلکو ته کمره نیسي. فرزانه واحدي د ښځو پرمختګ او ناخوالو ته خپل مسلک ځانګړی کړی. کله د ښځو سوک وهنې ته ورځي او کله هم د ځان سوځونې پېښې پلټي.

نجیب الله مسافر، ځوانانو ته د عکاسۍ هنر ور زدکوي او په وینا یې انځور د ټولنې پېژندنه ده. د مسعود حسیني عکس چې د عاشورا پر ورځ د مړو په منځ کې له یوې نجلۍ اخیستی نوموړي ته د "پولټزر" نړیواله جایزه ګتلې. حسیني په دې فلم کې د تل په څېر د چاودنو پېښو ته ورځي.

د افغانستان تاریخ د پخواني شوروي اتحاد له یرغله نیولی د طالبانو واکمنۍ تر پرځېدو د دې فلم په پیل کې په څو ثانیو کې ښودل کېږي. هغه مهمې پېښې چې یو وخت په لوېديځ کې د خبرونو سرټکي وو. بهرنیان د دې خبرونو په لیدو له یوې خوا افغانستان پېژني او له بلې خوا د فلم کیسې ته لیدونکي رابولي. د افغانستان ښکلی طبیعت هم په سینمایي انځورونو او د عکاسانو په عکسونه دا مستند فلم ښکلې بڼه لري.

Image caption د افغانستان په اړه فلم تر اوسه په هېواد کې دننه نه دی ښودل شوی. خو تر دې دمه ۳۵ فېسټيوالونو ته وړاندې شوی او ګڼ شمېر جایزې یې هم ګټلي

د فلم لیدو ته ګڼ شمېر مینه وال راغلي وو او د فلم له لیدو وروسته یې له فلم جوړونکو پوښتنې وکړې. د دې فلم جوړونکې را ته وویل له افغانستان سره مینې د فلم جوړولو ته وهڅول.

الکساندریا بامبک چې د فلم یوه جوړونکې ده وایي: "د افغانستان په هکله ډېره تلوسې وم. غوښتل مې چې هلته ولاړه شم او له افغانانو د افغانستان په هلکه واورم. نو پرېکړه مو وکړه چې د عکاسانو په هلکه فلم جوړ کړو. د طالبان د واکمنۍ پر مهال عکس اخیستنه منع وه. د ۲۰۰۱ کال راهیسي چې رسنۍ خپلواکه شوې، ومو غوښتل په دې اړه فلم جوړ شي."

الکساندریا او مو دا فلم د افغانستان پیاوړي خبریال سردار احمد ته ډالۍ کړی. نوموړی یو نیم کال وړاندې د نوروز په شپه د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره یو ځای پر سرینا هوټل چې کوم وسله وال برید وشو له منځه ولاړ.

Image caption په دغه فېسټيوال کې د ملالې یوسفزۍ په اړ هم فلم وښودل شو

د فلم دوهمه جوړونکې مو سکارپیلي د سردار مړینه د افغانستان خبریالانو ټولنې ته لویه ضایعه وبلله. نوموړې وویل، "موږ د افغان خبریالانو په هلکه ډېرې څېړنې وکړې او د خبریالانو په ټولنه کې مو له ډېرو سره ولیدل. په دې چې د تېرو لس پنځلس کلنو د پېښو په اړه مو غوښتل پوه شو. موږ له سردار سره وکتل چې یو پیاوړی او وتلی خبریال و. نوموړی په افغانستان کې پېژندل شوی او منل شوی دی. نو پرته له کوم فکره پوهېدو چې دا فلم باید ده ته ډالۍ شي."

دا فلم تر اوسه په افغانستان کې نه دی ښودل شوی. خو تر دې دمه ۳۵ فېسټيوالونو ته وړاندې شوی او ګڼ شمېر جایزې یې هم ګټلي. جوړونکي یې غواړي په راتلونکې میاشت کې د اسکار فېسټيوال ته یې هم وړاندې کړي.