د بوی له لارې د ناروغيو معلومول

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د انسان د ساه، د بدن او د متیازو له بوی څخه د عمومي روغتیا پته په اسانۍ لګېدلی شي

د روغتیا په نړۍ کې، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې ووایي، ځینې ناروغۍ ځانګړی بوی لري، خو دا چې ځینې خلک کولی شي یوه ناروغي له بوی وپېژني، کولی شي یوه ناروغي له پرمختللي کېدو وړاندې ودروي.

د انسان د ساه، د بدن او د متیازو له بوی څخه د عمومي روغتیا پته په اسانۍ لګېدلی شي.

انسانان نژدې ۱۰ زره ډوله بویونه بوی کولی شي او د خوند یا ذایقې تر یې د بوی کولو حس ۱۰ رزه ځله ډېر حساس دی.

بوی چې په هوا کې له کیمیاوي مادو څخه توليدېږي، په پوزه کې د وړو وېښتانو له خوا جذبېږي چې له خورا حساسو عصبي رشتو څخه جوړ دي.

ناروغۍ هم ځانګړي بویونه لري، ان کله چې سړي زکام وي هم په ستوني کې د خراچکو له کبله یو ډول بوی تولیدېږي، خو دا او د نورو ناروغیو بوی هرڅوک نشي حس کولی.

د انځور حقوق Medical Detection Dogs
Image caption څېړونکي وايي چې سپیان کېدای شي سرطان بوی کړی شي

په داسې حال کې چې له بوی سره ډېر حساس خلک کولی شي د ناروغیو بوی تشخیص کړي.

مېرمن جای مېلن (Joy Milne) هم په بوی کولو کې له حساسو خلکو ده. دا لږ وړاندې تر دې چې خاوند یې د پارکنسن یا د بدن دغړیو د رېږدېدو په ناروغۍ اخته شي د هغه له بدن څخه په توليدېدونکي بوی پوه شوه چې هر څه سم نه دي.

خو کله چې په پارکنسن د اخته کسانو بوی پرې ولګېد، نو پوه شوه چې مېړه یې هم په دې ناروغۍ اخته کېدونکی دی.

جای مېلن وايي" کله چې به له هغو خلکو سره وم چې پارکنسن لري، زما پوزو ته به ورته بوی راتله. زه په دې پوهېدم چې زما د بوی حس تر عادي خلکو ښه دی."

د بوی د حس پر څرنګوالي ډاکټره روېنا فلېچر وايي، بوی په خپله مالېکیولونه دي چې په هوا کې ګرځي او په اسانه د تغییر وړتیا لري. دغه مالېکیولونه د انسان له پوستکي او له نورو شیانو راپورته کېږي چې موږ او تاسو یې حس کوو.

د انځور حقوق SPL
Image caption تمه دا ده چې یوه ورځ به د انسان او حیواناتو په مرسته، د ډېرو ناروغیو مخه د بوی د پېژندلو په مرسته ونیول شي

ډاکتره روېنا فلېچر وايي "موږ پر یو شمېر خلکو مطالعه وکړه چې ځینو یې پارکنسن درلود او ځینو یې نه درلود. هغوی ته مو کمیسونه ورواغوستل او هغه مو بیا اغلې جای ته ورکړل چې بوی یې کړي. هر ځل يې تشخیص سل په سلو کې سم و. موږ مالېکیولونه هم بدل را بدل کړل خو بیا هم د دې تشخیص دقیق و."

د سپیانو د بوی توان بیا تر انسانانو څلور ځلې ډېر دی او کولی شي ناروغۍ له وړاندې وپېژني.

نو ځکه څېړونکي وايي چې سپیان کېدای شي سرطان بوی کړی شي، چې دا خبره لس کاله وړاندې هم شوې وه. ځینې مطالعې وايي ښايي سپیان تر ۹۳ په سلو کې دقیق وي.

اوس دا پوښتنه راولاړېږي چې ایا سرطان بوی لري؟ سره له دې چې د ساینسپوهانو په اند کېدای شي هر ډول سرطان ځانګړی بوی ولري خو لا ډېرو څېړنو ته اړتیا شته.

تمه دا ده چې یوه ورځ به د انسان او حیواناتو په مرسته، د ډېرو ناروغیو مخه د بوی د پېژندلو په مرسته ونیول شي.