'طالب جان' ناول ته کتنه

د انځور حقوق

طالب جان د آغلې وږمې سبا عامر ''۱۱۱'' مخیز ناول دی چې مومند خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۳ کې چاپ کړی دی.

ښايي په دې ناول کې تر ټولو کامیاب اړخ طبیعي مکالمې او په زړه پورې صحنې وي.

دلته د کلیوال ژوند انځور، کلیواله مینه او د یوه پاک زړي ساده طالب ''طالب جان'' کیسه لولو.

فکر کوم دغه د کلیوال ژوند کیسه به هم هغوی ته خوند ورکوي چې په کلیو کې اوسېږي او هم هغوی ته چې د کلیوال ژوند تجربه نه لري.

کلیوال به یې په دې خوښوي چې خپلې تجربې او خپل ژوند په کې ویني، ښایي د ناول ځینې کرکټرونه د دوی د کلي له واقعي کرکټرونو سره ورته وي.

ښاریان به یې په دې خوښوي چې د کلیوالو د ژوند په تجربه کې یې شریکوي. طالب جان جهاد کوي خو ډزې نه شي کولای، د بانګي چرګ پر مرۍ چاړه ږدي خو حلالولای یې نه شي ځکه چې د بانګي سترګې د خپلې میینې ''پستوګۍ'' سترګې وریادوي.

چرګ خوشی کوي او پستوګۍ ته وايي: ''زړه مې برېښي، سترګو ته یې چې ګورم د تا سترګې راته مخې ته درېږي. نه یې شم حلالولای. له ولایته به حلال کړی چرګ درته راوړم''

توتکۍ الوت بیا په فیسبوک کې لیکلي وو چې: ''نه، د چرګ سترګې؟ کوتره به یې یاده وه چې کوترې نسم ښکار کوای. زما موخه دا ده چې هنر باید ظریف وي. دا منم چې هنر باید هغو شیانو ته ارزښت ورکړي چې موږ بې ارزښته کړي خو دا باید ‌‌‌‌‌‌ډېر باریک وي''.

ملا لعل ګل

په دې ناول کې ملا لعل ګل د یوه کلي امام او مدرس دی. دا ملا سړي ته هغه وختونه وریادوي چې ملایان به مجلسي، ټوکمار، خوش طبع او نرم زړي خلک وو. په ۱۳۸۵ کې د هلمند په کجکي کې وم. د کلینیک د څښتن ځینې ملګري له طالبانو سره وو. کله کله به دوی کلینیک ته راتلل.

د شپې به مو بنډار و. ورقې ''قطعې''، ټوکې، داریه او سندرې. د دوی مجلس ته به چې ناست وم، هېڅ به مې زړه ته نه لوېده چې همدغه طالبان به سبا د کجکي پر ولسوالۍ برید کوي، خلک به وژني، قتلونه به کوي. انسان عجیب مخلوق دی. ارواپوهان وايي قاتل کله چې قتل کوي، پر خپل عاطفي مخ نقاب غوړوي، عاطفې بندیانوي خو چې بېرته خپل کور ته ستنېږي، خپلو قریبانو سره سم عاطفي او انساني چلند کوي.

د مېرمن عامر په دې ناول کې هم د جنګیالیو طالبانو همدا اړخ ځلول شوی دی. دغه طالبان ورو ورو د سوله ییز ژوند خوا ته راماتېږي، مینه کوي، ودونه کوي، په انتخاباتو کې برخه اخلي او طالب جان ولایتي شورا ته کاندیدوي. طالب جان نالوستی دی، ساده دی، په ډېرو شیانو یې سر نه خلاصېږي خو ریښتونی او صادق دی.

ښايي په همدې وجه کلیوال دی د ولایتي شورا انتخاباتو ته ردوي او رایې ورکوي. زموږ خلک اوس تر هر چا صادق او پاکو چارواکو ته اړتیا لري. آغلې وږمې ژوند هغسې انځور کړی دی چې باید وي، ایډیال ژوند، داسې ژوند چې موږ یې په خیال کې غواړو خو ځمکني واقعیتونه نور دي.

دغه ناول که په زړه پورې صحنې او کامیابې مکالمې لري خو په یو نیم ځای کې داسې پېښې هم په کې شته چې ممکن د لوستونکي عقل ورباندې قانع نه شي. مثلاً د طالب جان مور لوېدلې او په ملا ژوبله ده. طالب جان هغه په شا کوي، په پوړیو روان دی چې تاوخانې ته یې پورته کړي خو په دې وخت کې خپله میینه ویني چې د دېواله له سره ورته ګوري.

دی چې هغې ته سترګې ښخوي، له پوړیو ښویېږي، ادې لاندې دی ورباندې. بیا هلته ادې بې سده پرته ده او دی په تندورخانه کې له پستوګۍ سره مستي کوي. حال دا چې په داسې حالتونو کې د چا ټول فکر د خپلې ناروغې مور خوا ته وي.

ورته مطالب