"ستره خو له نېکه مرغه ژوره زلزله"

Image caption د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد نه ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش د غرونو لړۍ ښوول شوې

"ډېره ستره خو له نېکه مرغه ژوره زلزله" دا د هغو ساینس پوهانو نظر دی چې د افغانستان د تېرې ورځې زلزله یې ارزوله.

لومړی د دغې زلزلې شدت د رېکټر په کچه ۷.۷ ښوول شوی و خو وروسته له بیا ارزولو وروسته ۷.۵ وښوول شو.

په ټوله نړۍ کې د کال یوازې شاوخوا شل زلزلې داسې کېږي چې د شدت کچه یې له ۷ پورته وي.

د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد نه سوېل ختیځ لوري ته نژدې ۷۰ کیلومتره لیرې د هندوکوش د غرونو لړۍ ښوول شوې.

د دغې زلزلې ژوروالی د ځمکې له سطحې نژدې ۲۰۰ کیلومتره لاندې ښوول شوی، له هغې ۷.۸ ويجاړوونکې زلزلې ډېر ژور چې د روان کال په اپرېل کې یې نېپال ولړزاوه.

د نېپال زلزله یوازې ۸ کېلومېتره ژوره وه خو له زلزلې وروسته څو څو ځل هلته بیا ټکانونه وشول چې هغې د ويجاړۍ او تلفاتو کچه لا پراخه کړه.

Image caption په پاکستان زلزلې تر ټولو ډېر ویجاړی په خیبر پښتونخوا کې رمنځته کړی چې هلته یې شاوخوا ۱۹۰ کسان وژلي

همدارنګه تېر کال چې په کشمیر کې کومه زلزله شوې وه د هغې شدت هم ۷.۶ و خو دا چې ټکانونه یې یوازې شل کېلومېتره ژور و، ډېر تاوان یې واړاوه.

د دوشنبې ورځې زلزله په ټوله کې په نېپال کې د شویو زلزلو لامله رامنځته شوې وه خو د نېپال زلزلې او د افغانستان دغه وروستۍ زلزله سره مخامخ نه دي تړلي.

د اوپن پوهنتون استاد او ځمک پېژندونکی پروفیسور ډیوېډ رادري وايي د افغانستان او نېپال زلزلې سره تړلې نه دي.

نوموړی وايي

"د نېپال دوه زلزلې او د افغانستان زلزله سره مخامخ نه دي تړلي. دا د پېښو یوه لړۍ نه ده چې د دغو زلزلو لامل شو "

د هندوکش غرونه د هند پر څنډه پراته دي.

ځمک پېژندونکي وايي چې دغه سیمه ډېره پېچلې سیمه ده خو له نېکه مرغه د دوشنبې ورځې زلزله چې له کوم ځایه شوې وه هلته د زلزلې مرکز تر ډېره ژور وي.

ځمک پېژندونکی پروفیسور مايي وايي

"دا هغه سیمې دي چې عمومآ په کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کېلومېترو ژورې زلزلې کېږي. د ۲۰۰۵م کال زلزله له دغه ځایه ۳۰۰ کېلومېتره لرې شوې وه نو ځکه ډېره ژوره وه او پراخ ویجاړی یې رامنځته کړ"

دا چې زلزله ډېره ژوره وه، خو شدت یې ډېر و، ډېره مرګ ژوبله یې وانه ړوله.