ګودر غاړه: خزان په جنګ د ګلو راغی

د انځور حقوق MAJID JAHANGIR
Image caption نړۍ رنګینه ده، انسان ښکلا پنځوونکی دی، موږ باید ښکلاګانې او رنګینۍ جوړې کړو، نه ویر، وېره، وحشت او ګډوډي.

الله تعالی نړۍ ښایسته او ښکلې پیدا کړې ده، د کال هر موسم یې رنګین دی چې پخپل وخت منظم یو په بل پسې راځي.

پسرلی، اوړی، منی او ژمی، هر یو خپل ښایست او خوندونه لري.

پرون له کتابتون را راوانه وم، د مني رنګین موسم دی، د ځینو ونو بوټیو پاڼې ژېړې شوې او ځینې بیا سوربخونې ښکاري.

شنې، ژېړې او سوررنګې، همدې ښکلا ته په کتو وم چې شمال یو څو وچې پاڼې زما د پښو له قدمونو سره مل کړې، زړه مې ناارامه غوندې شو، ځینې ځایونه نیمه وچې پاڼې له ونو رالوېدلې وې، وچې پاڼې باد یوه او بله خوا الوځولې، نه مې غوښتل څوک داسې کمزوري شي لکه وچه پاڼه چې د باد سپکه څپه یې په ډېره اسانۍ یوه او بله خوا ځغلوي او وړي یې، څوک یې تر قدمونو لاندې کوي او...

د هېواد غمیزو ته په کتو سره مې وویل، خدایه! زموږ ځینې وګړي څنګه دومره کمزوري دي، چې د پردیو په اشارو په خپل هېواد کې اورونه بلوي او چې هغوی یې هره خوا ځغلوي هغه خواته ځغلي.

که موږ د خپل عقل، شعور او منطق نه کار واخلو او یو بل ته په درنه سترګه وګورو، په زړونو کې زغم ته ځای ورکړو، مینه او ورورولي ټینګه کړو، نو هېڅ یو ظالم شمال به مو ونه ښوروي او نه به مو تیت او پرک کړي، نه به د خلکو تر پښو لاندې دل شو او نه به راباندې څوک قدمونه ږدي، ځکه موږ به ټول پیاوړي او سره یو موټی وو.

نړۍ رنګینه ده، انسان ښکلا پنځوونکی دی، موږ باید ښکلاګانې او رنګینۍ جوړې کړو، نه ویر، وېره، وحشت او ګډوډي.

نن سبا ساړه بادونه الوځي د ژمي د راتلو نښې نښانې ښکارېږي، خو لا د مني د ونو بوټو رنګيني خوره ده. زه یې کلونه وړاندې د خپل کلي کور د باغ ونو بوټیو او د مني موسم رنګینیو ته ورسولم.

هغه داسې چې منی به پیل شو نو زموږ د ستر باغ د ونو پاڼې به ژېړې شوې، خو د باغ د بر سر د ویالې د غاړې او د کور برنډې ته نژدې ونې به لا په ژېړو بویيو ډکې شنې ولاړې وې.

بویی د مني موسم تر ټولو وروسته پخېدونکې مېوه ده.

دا مېوه به بیا ټول ژمی ان تر پسرلي پورې ساتل کېده چې د کورکلي د زکام او والګي ناروغانو درملنه او ښه به هم پرې کېده.

پرون مې په یوه فیس بوک پاڼه کې د خپل باغ د ژېړو بوییو تصویر ولید، چې زما پخواني یادونه یې هم تازه کړل.

هغه مې هم لا ښه په یاد دي چې یو منی بویي په ونو کې ژيړ ښکارېدل، له پلاره مې وپوښتل بویي پاخه دي؟

هغه راته په خندا وویل:

خزان په جنګ د ګلو راغی

رنګ د بویي له ډاره زېړ وتښتېدنه

خزان بیا له ګلونو سره په جنګ دی، دلته هم ګلونه مړاوي دي، زما ګاونډۍ مېرمنې د رنګینو ګلونو څو ګلدانۍ چې خالي او پړمخې یې نسکورې وې، راوایستلې چې د ژمی لپاره ګلان په کې کیږدی.

د نیویارک ظالم ساړه هم له ګلونو سره سخته را اخیستې ده خو خلک لګیا دي د کورونو دننه ګلان او ګلدانۍ ږدي، پالي یې، ژمي، ساړه او خزان ته نه تسلمېږي، د نورو موسمونو په څېر شین او ګل ورین ماحول جوړوي، ګلونه پالي، ښکلاوې خوروي او پنځوي یې.

ورته مطالب