په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره د مبارزې لومړني څرکونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption نن هم په افغانستان کې ښځې لا آن د ډېرو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو له پاره- لکه په لارو کې آزاده ګرځېدا- له کلکو ننګونو سره مخ دي.

د ښځو د حقونو او زده کړو له پاره مبارزې لا اوس هم پای ته نه دي رسېدلي. په یوه میاشت کې به بي بي سي یو ځل بیا د ځانګړو خپرونو له لارې دا وڅېړي چې ولې له دې ټولو هلو ځلو سره سره د نړۍ په کچه د ښځې او نارینه د حقونو برابري آن په پرمختللو هېوادو کې هم په بشپړ ډول نه تامینېږي.

په افغانستان کې حالت څنګه دی؟

د ښځو د حقونو مساله په دې هېواد کې په تېره یوه پېړۍ کې له خورا لوړو ژورو تېره شوې ده. د پنځوسمو او شپېتمو کلونو له بېسارې ودې نیولې چې د آسیا په وچه کې لومړنۍ ښځینه وزیره د افغانستان په پاچایي کابینه کې وه، بیا د طالبانو تر ځپونکو تګلارو چې ښځې په کور کې کلابندې وساتل شوې. نن هم په افغانستان کې ښځې لا آن د ډېرو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو له پاره- لکه په لارو کې آزاده ګرځېدا- له کلکو ننګونو سره مخ دي.

د ښځو د حقونو له پاره د مبارزې سابقه:

سم نه پوهېږم چې دغسې یوه هڅه به څه وخت پیل شوې وي، خو که لیکني اسناد باوري وبولو لږ تر لږه د شلمې پېړۍ په پیل کې له اروپا نه ستانه شوي روښانفکران ددغسې هلو ځلو په سر کې راتلل. محمود طرزي د ښځینه حقونو تر ټولو زړور او ټینګ مدافع بللی شو، لکه هماغسې چې یې په ډېرو نورو نوښتونو کې بې مثاله او بې سیاله بولو.

د انځور حقوق
Image caption له ترکیې نه افغانستان ته له ستنېدو وروسته محمود طرزي دخپلو سمون او پرمختګ غوښتونکو فکرونو د خپرواي لپاره د سراج الاخبار خپرول پیل کړل

لاندې یې د هغې لیکنې پښتو ژباړه راوړو چې په وردګو ولایت کې یې د یوه قاضي په ځواب کې کښلې ده. دغه قاضي چې اصلاً د کندهار و، په یوه لیک کې له طرزي نه پوښتلي چې ولې د ښځو د تاریخ په اړه په خپله ورځپاڼه سراج الاخبار افغانیه کې پرله پسې مقالې خپروي. دغه مقالې چې د «نړۍ نومیالۍ مېرمنې» نومېدې، په حقیقت کې د الفبې په ترتیب د یو شمېر ښځو لنډ ژوندلیکونه وو چې ده غالباً له تُرکي یا عربي سرچینو راژباړل.

طرزي د خپلې ورځپاڼې د درېیم کال په ۶ ګڼه کې قاضي ته ځواب خپور کړ. هغه ورته ولیکل چې د ورځپاڼې د ګډونوالو یوه برخه یې ښځې جوړوي، نو دا کار د هغوی د بوختیا له پاره کوي. خو قاضي ظاهراً په دې ځواب قانع شوی نه دی او په یوه بل لیک کې یې د پښتو او پښتونولۍ مساله راپورته کړې ده. هغه ویلي چې پښتانه د ښځو د نامه له یادولو سره تعصب لري او شرم یې بولي. د قاضي په وینا، ښځې چې ناموس دی بویه پټې په کورو کې کښېني ځکه چې «مال تر سر ځار او سر تر ناموس». طرزي د ورځپاڼې د درېیم کال په لسمه ګڼه کې قاضي ته په بل ځواب کې لاندې مطلب کاږي او خپروي چې ښایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو لومړنۍ اعلامیه وبلل شي:

«... [د قاضي صاحب] د خبرو له منځپانګې داسې برېښي چې ګواکې موږ د «نړۍ د نومیالیو مېرمنو» د حال په لیکلو د نړۍ ګرده مېرمنې د عفت او پاکۍ له پردې را ایستلې دي! او د هغوی ځانګړتیا چې بویه پخپله د هغوی په څېر پټه او پوښلې وای، موږ هغه بې حجابه او بې سَتْره کړې دي! او یو پښتو متل یې هم راوړی، او د ښځو طایفې د نامه له یادونې سره یې د خپل تعصب پر امتیاز هم اعتراف کړی دی.

لومړی دا عرض وکړو چې موږ تر اوسه د افغاني مېرمنو نومونه هېڅکله یاد کړي نه دي چې زموږ د ملي تعصب سټه وخوځوي. هرڅه چې مو ویلي د هغو تاریخي مېرمنو حال مو بیان کړی چې پېړۍ پېړۍ دمخه تېرې شوې دي، او هم یوازې د مسلمانو مېرمنو نه، چې د نورو ولسونو پر مېرمنو هم غږېدلي یو. چې د نېکو ښېګڼو حال یې د فضیلت درس، او باطل حالت یې د عبرت هېنداره شي. ګنې د جناب قاضي صاحب باور دادی چې موږ د ژوندانه هغو اوبو ته چې سکندر وررسېدلی نه و رسېدلي یو او ځکه له پېړیو راهیسې له ټولو مېرمنو سره وخت تېروو، او د حالاتو په اړه یې معلومات ترلاسه کوو او هغه بیانوو؟ نه نه! موږ د نړۍ د نومیالیو مېرمنو دا احوال په ګڼو علمي تاریخي کتابونو آن احادیثو، سیر او نورو کې تر ډېرې پلټنې او څېړنې وروسته راټولوو چې مولفان او تصنیف کوونکي یې په وتلو علماوو او مشایخو او محدثینو او مورخینو کې تر ټولو درانده دي. که چېرې هغوی د ښځینه طایفې نومونه پر پاڼو ثبت کړي وي نو ټول بې ننګه او بې ناموسه ول او د هغوی د ناپاکۍ او بې حجابۍ سبب ګرځېدلي دي؟ څومره افراظي تعصب!

افسوس چې موږ د «ناموس» ډېر دروند ټکی یوازې ښځو ته ځانګړی او بېل شوی بللی دی. حضرت محمد الامین صلوة الله علیه و سلامه یوم الدین ته د رب العالمین د وحی وسیله (جبرئیل امین) علیه السلام، تر ټولو ستر ناموس دی. منکر یې بې ناموس. «دین» ناموس دی. بې دیني بې ناموسي. «شریعت» ناموس دی. د هغه حق ماتوونکی بې ناموس. پاچایي «حکمونه او قوانین» ناموس دی. له هغو سرغړونه او چیتول یې بې ناموسي. «وطن» ناموس دی؛ له هغه سره خیانت بې ناموسي. «ملت» ناموس دی؛ پردي ته یې اسیرول بې ناموسي. رېښتیا، پاکي، صداقت، استقامت ناموس دی. ددې مخالف بې ناموسي. له دې ډلې د کورنۍ د نفقې چمتو کول، له مېرمنې سره عدالت او حقانیت، د پردي له لاس بري نه د مېرمنې خوندیتوب هم ناموس دی. د پښتنو سترو مشرانو چې «له ناموس نه د سرځارول» یاد کړي په هغه ناموس کې داټولې ماناوې ګډې دي، او یوازې په یوه څیز پورې نه تړل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption ۱۹۱۱ کال کې د سراج الاخبار له خپریدو سره افغانستان کې د عصري مطبوعاتو خپریدو ته لاره پرانیستله شوه

قاضي صاحب دې پر دې هم وپوهېږي چې پخپله دا مخلص یې هم د هماغو ننګیالیو او ناموسوالو پښتنو څخه یم چې د ښځینه طایفې عفت، پاکي او سَتْر له خورا مهمو چارو څخه بولم. او بې پته او بې ناموسه ښځه په انسانانو کې تر ټولو ټیټه بولم سپی له هغې نه څوځله غوره او دروند ګڼم. او زما دا خپل غزل په دې تړاو زما د حال ژبه ده چې په (فن کې ادب) رساله کې خپور شوی دی.

غزل

کومه ښځه چې ناموس لري او پت

و نړۍ ته به شي ګرانه په دې پت

پت ناموس دی لکه ساه په کورنۍ کې

ساه، مال، نوم راوزېږي له پت

پت د نر دی ساتندویه یې ده ښځه

ژوند د نر راځي ناموس نه او له پت

عفت او عصمت او حیا او ننګ او دین

ومېرمنې ته سینګار ناموس او پت

حسن او مال اصل او نسب او سل هنره

که لري هم شي به هېڅ بې ناموس او پت

انسان نه دی، وي به حوره ډک له نوره

هره ښځه چې لري ناموس او پت

د مېرمن ارزښت «محمود» ته له نړۍ

ډېر خو: چې لري ناموس او پت

هو! طرزي محمود د ښځو درنده طایفه د بشري نړۍ یوه ارزښتناکه برخه بولي، خو لوی شرط یې پت او ناموس دی. افسوس کوو چې دا مو په خیال او خاطر کې هم نه راتله چې د هغو ښځو د نامه یادول چې په تېرو زمانو کې یې نومونه ګټلي او تېرې شوې وي؛ سړی ددغې طایفې په بې حجابۍ او بې عفتۍ تورنولی شي! نه پوهېږو چې دې ډول تعصب ته څه نوم ورکړو!..

خدای دې نه کړي چې د «نړۍ د نومیالیو مېرمنو» له لیکنې زموږ موخه او تکل د افغانستان د مېرمنو بې حجابي او بې عصمتي وي. بلکې موخه مو یوه هماغه ده چې په ۶ ګڼه کې مو د جناب قاضي صاحب په ځواب کې کښلې وه چې یعنې له دې امله چې زموږ ورځپاڼه ښځینه پېرونکې هم لري د هغوی د خوشحالولو له پاره مو دا وړ وبلله چې د یو شمېر تاریخي مېرمنو پر حال د هغوی د تسلۍ له پاره څه ولیکو. بل داچې: په دې برخه کې یو ډېر بشپړ قاموس رامنځته شي چې د مېرمنو د ژوندانه په اړه تر اوسه دغسې یوه تذکره لږه لیدل شوې وي. دا ډول اعتراضونه به موږ له خپله دې هوډه ونه شي ګرځولی.

اوس راځئ اصلي مسالې ته ورستانه شو چې هغه ښځوته د پوهې پر زده کړه او ادب ښودنې د جناب قاضي صاحب فتوا ده. له نوموړي جناب سره له دې لیکنیو تماسونو څخه زموږ یواځینۍ خواره موخه همدا وه چې د ګران وطن له یوه فاضل نه دغسې فتوې ترلاسه کړو. خو فرصت ته سترګې پر لاره و. تر هغو چې لارښودنې ته رسېدلي جناب قاضي ملا محمد رفیق پخپله پر موږ یوه نیوه که وکړه، او نیوه که د لارښوونې وړ وګرځېده.

قاضي صاحب په عقلي او نقلي دلیلونو ثابته کړه چې د ښځو زده کړه او روزنه د اړتیا تر کچې فرض ده. هو! موږ یې هم د اړتیا تر کچې غواړو. همدومره چې د خپل دین له بنسټیزو قاعدو، د خپل کور او بچیانو له روزنې او د ژوندانه له آدابو په علمي ډول خبرې شي، او له خرافاتو ډکو هغو عقیدو نه چې ورماتې شوې دي راوګرځي. په خورا افسوس وینو چې په سلو کې نوي ښځې پر داسې خرافاتو اخته دي چې د هندوانو عقایدو ته ورته والی لري هغه باور او اعتقاد چې پر کوډو، او ټوټکو، او تاویزونو، او فال لیدنې یې لري داسې یې پر زړونو پوخ شوی او ټینګ شوی دی چې دیني منقولات، او عقلي معقولات پر هغوی هېڅ اغېز نه کوي، د دېوانو او پریانو او د الهو په میندو، او لړمون خوړونکو تصور او باور ته دومره کږې شوې چې پر پرښتو هومره نه دي. په شلو ښځو کې لس یې تر شلو پورته شمېر نه شي کولای او لنډه دا چې که د خپل ګران هېواد د ښځو پر دې ډول افسوسناکو او نږه ناپوهو حالاتو تم شو طومارونه او کتابونه به پرې ډک شي. آیا دې حالت ته به څه ډول جواز ورکوو؟ او که یې له همدا اوسه د راتلونکې یو غم ونه خوړل شي سر به یې کوم ځای ته ووځي؟ عین فرض دی چې د وطن لوڼې زده کړې او روزنه وویني چې د راتلونکي توکم له پاره د ژغورون یو واټ وموندل شي. داسې هېڅ څیز نه شته چې بې پوهې پرمخ ولاړ شي. بې پوهې د ناموس نښه نه پاته کېږي، نه څوک عصمت او عفت پېژني. که ښځه د خپل پت او ناموس ساتنه په علمي بنسټ پېژني او کوي دا یو څه، او که د مرګ له وېرې یې کوي هغه بل څه دي.

د حضرت کریم رسول علیه الصلوة والتسلیم خورا دروند حدیث دی چې فرمایلې یې دي:ــــ «انما النساء شقائق الرجال» یعنې:ــــ ښځې د نارینه ها بله نیمایي ده، له دې جوتېږي چې انساني نړۍ له دوو نیمايي برخو رامنځته شوې ده چې یوه نیمایي ښځه ده، بله نیمایي نارینه. د پیدایښت په لومړي سر کې هم همداسې وه. ځکه یو آدم او یوه حوا خلق شوه، او له دوو نیمو برخو یو وجود راجوړ شوی نور وجودونه له هغوی راپیدا شوي دي. او د یوه آدم له پاره ګڼې حواګانې خلق فرمایل شوې نه وې. نو څه ډول ومنو چې د بشري وجود هابله نیمه خوا د جهالت له امله لټه او وزګاره پاته شي؟

اوس له خپل ښاغلي قاضي له فضیلته راضي څخه بیا پوښتنه کوو چې د مېرمنو ددې ناپوهۍ د مخنیوي، او د راتلونکې زده کړې او روزنې له پاره بویه څه تدبیر او سوچ وشي؟ پای».