دوبۍ الوتکو نندراتون، پر ځمکه او په هوا کې: انځورونه

د دبۍ هوايي نندارتون تر اوسه د خپل ډول تر ټولو لوی هغه بلل کېږي. دغه نندارتون کې ۱۱۰۰ ګډونوال برخه لري او تمه کېږي، چې روانه اونۍ کې به ۶۵۰۰۰ کسان لیدو ته راشي. په یمن او سوریې کې د بحران له کبله دفاع مرکزي حیثیت غوره کوي. دلته تر اوسه د دغه نندارتون یو څه حال د عکسونو په ژبه وړاندې کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ایف اې ایروسپېس مېشل وان اکلیجین وايي منځني ختیځ کې الوتکو ته لیوالتیا شته او موږ غواړو له بازار سره مرسته وکړو، چې کوم څه موندل کېږي.
د انځور حقوق Getty
Image caption سوریې او یمن کې د کړکېچ له پراخیدو سره د خلیج هېوادونو پوځونه پر خپلو وسلو بیا کتنې ته اړ شوي او ورسره د هوايي ځواک اړوندو تجهیزاتو راکړه ورکړه هم ډېریږي
د انځور حقوق Getty
Image caption د فرانسې رافالې نومي جنګي الوتکه، چې مصر د پینځه اعشاریه شپږ بیلیونو ډالرو بدل کې دغه ډول ۲۴ الوتکې رانیولې دي
د انځور حقوق Getty
Image caption یو ګډونوال د امریکا اپاچي جنګي چورلکه له نژدې ګوري. بوئینګ د دغه ډول او د هغه کوچني اي ایچ شپږ ای ډوله لپاره مشتریان ګوري، چې اردن او سعودي عربستان دغه ډولونه پېرودلي دي.
د انځور حقوق AP
Image caption منتظمین وايي د کاروبار له پلوه د نندارتون پیل خورا ښه و، ځکه وايي یوازې د دوشنبې په ورځ د ۳۰ بیلیونو ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې هوکړې لاسلیک شوې دي
د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا ایف ۲۲ ډوله خورا پرمختللې جنګي الوتکې فعالیت ډېرو ته په زړه پورې و، خو امریکایان د دغه ډول الوتکي پټې تکنالوژۍ او نورو خصوصیاتو خوندي ساتلو په خاطر له هېواده بهر دغه الوتکه نه پلوري.
د انځور حقوق Getty
Image caption بوئینګ د هندوستان جیټ ایرویز ته د ۷۵ بوئینګ ۷۳۷ ډوله الوتکو ورکړې لپاره د اته بیلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه