د تاریخ تر ټولو ځواکمنه وسله

د انځور حقوق AP
Image caption سخاروف د تزار په نامه پنځوس میګاټنه ټي اېن ټي هایډروجني بم جوړ کړ.

دویمه نړیواله جګړه کلونه وړاندې پای ته رسېدلې، د وخت زبر ځواکه هیوادونه آمریکا او روسیه اوس د استخباراتي جګړې تر څنګ یو بل ته خپل زور د ټکنالوژۍ په ظرافت او ځواکمنتیا کې ښيي.

د تشیالي ماموریتونو تر څنګ هغه څه چې د ټکنالوژي په ډګر کې حساب پرې کېږي حساسې او ځواکمنې وسلې دي.

هر یو هڅه کوي تر بل حساسه او ځواکمنه وسله جوړه کړي.

په دغو شپو کې آمریکا د حساسو هدف ویشتونکو میزایلونو په جوړولو کې تر روسیې مخته شوې.

روسیه چې نه غواړي یواځې په حساس هدف ویشتلو کې سیالي وبایلي د ټکنالوژۍ دوهم اړخ باندې چې د وسلو ویجاړونکی ځواک دی، پانګونه کوي.

په دې سیالي کې د ګټلو لپاره د روسیې د وخت لمړي وزیر نیکیتا خروشوف روسي اتومپوه اندریې سخاروف ته په خبرو کې وویل چې "داسې ویجاړونکی اټومي بم جوړ کړي تر څو امپریالیستانو ته وښیو چې موږ یې کولی شو"

سخاروف د پنځه نورو ملګرو په مرسته تر نیم کال کمه موده کې د تزار په نامه چې دوی ورته غټ ایوان هم ویل پنځوس میګاټنه ټي اېن ټي هایډروجني بم جوړ کړ.

اټکل کېده چې د دغه بم په هغه وخت کې د آمریکا تر ټولو ځواکمن آزمویل شوي بم په پرتله څلور برابره او په هیروشیما باندې د اچول شوي اټومي بم په پرتله یې دری زره ځله د ویجاړتیا توان زیات وو.

تزار په هیروشیما باندې د اچول شوي بم په پرتله د هستوي انشقاق محصول نه بلکې د هستوي اتحاد محصول انرژي، د ویجاړولو لپاره وکاروله.

دغه بم په لومړي سر کې د سل مېګاټنه ټي اېن ټي ځواک لپاره ډېزاین شوی وو خو وروسته د نړۍ چاپیریال ته د اټومي بڅرکو خپراوي اندازې کمولو لپاره پنځوس میګاټنه ټي اېن ټي ته را ټیټ کړای شو چې د چاودنې دا توان په دوهمه نړیواله جګړه کې د ټولو کارول شویو چاودېدونکو توکو لس برابره ده.

۲۵ ټنه دروند او اته متره اوږد تزار د ۱۹۶۱ کال د اکټوبر په ۳۰مه د شمالي منجمد سمندر میتیوشیخا جزیره باندې له ځمکې لس کیلومتره پورته د ټوپولوف الوتکې په واسطه له پراشوټ سره ګډ را واچول شو چې ځمکې ته په را رسېدو سره الوتکه له ځمکې ۴۵ کیلومتره پورته شوې وه.

تزار په شا او خوا پنځوس کیلومتره کې هره دنګه ودانۍ له ځمکې سره برابره، تیګي یې ایره او تر ۱۰۰۰ کیلومتره لرې پورې یې لا د ضربې اغېزو د کورونو خیښې ماتې کړې.

د چاودنې لوګی شپېته کیلومتره پورته آسمان ته وخوت چې د نړۍ له ډېرو لرو سیمو هم ولیدلای شو.

د تزار اچولو عملیاتو لپاره د فلم اخیستنې شپږ کامرې تنظیم شوې وې.

دوی او پیلوټانو ته وار د مخه ویل شوي وو چې ستاسو د ژوندي پاتې کېدو شونتیا پنځوس سلنه ده.

کېدای شي د بم رڼا او وړانګې مو سترګې در ړندې کړي او یا هم کېدای شي د بم چاودنې ځواک مو الوتکه په آسمان کې را وغورځوي.

د تزار جوړولو دوه هدفونه وو، یو دا چې روسیه آمریکا ته وښيي چې موږ تر تاسو ځواکمن بمونه جوړولی شو او دوهم دا چې روسیه د حساسو هدف ویشتونکو میزایلونو په ټکنالوژي کې پاتې راغلې وه نو غوښتل یې ټولې داسې وسلې جوړې کړي چې که هدف نیغ هم ونه لګېږي نو بیا یې هم د ویجاړتیا توان دومره زیات وي چې هدف په ځنګلوري کې لا له منځه ولاړ شي.

د تزار له آزموینې وروسته د وخت زبر ځواکي په دې ډاډه شول چې د لا سترو ویجاړوونکو وسلو جوړول د دوی دواړو وجودي فلسفه په خطر کې اچولې، هماغه و چې په ۱۹۶۴م کې زبر ځواکو د یوه تړون په لاسلیکولو سره په هوا، اوبو او ځمکه باندې اټومي آزمیښتونو ته د پای ټکی کېښود.

په دې سره روسیه د تاریخ تر ټولو سترې او ځواکمنې وسلې جوړوونکي او آزموینکي هېواد پاتې شو.

په دې هیله چې له دې وروسته د سترو وسلو جوړلو پر ځای د سترو انساني ارزښتونو رامنځته کولو کې یو له بل سره سیالي وکړو.