۱۰۰ ښځې، د بي بي سي نوې لړۍ

Image caption ټاکلو شویو ۱۰۰ مېرمنو کې ۳۰ داسې هم دي، چې عمرونه یې له ۳۰ کلنۍ کم دي او کاروباري نړۍ کې یې د ځان لپاره حیثیت جوړ کړی

بي بي سي د ۲۰۱۵ کال لپاره داسې ۱۰۰ ښځې ټاکلې، چې ډېرې الهام ورکونکې دي.

د سږ کال دغه لړۍ کې به ډېر پام د روغتیا په ډګر کې د فعالو ښځو تر څنګ هغو سپین سرو ښځو ته وي، چې د خپل ژوند د تجربو کیسې بیانوي.

له دې پرته ټاکل شویو ۱۰۰ ښځو کې ۳۰ داسې هم دي، چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو ټیټ دي او کاروباري نړۍ کې یې د ځان لپاره یو حیثیت جوړ کړی.

د سږکال د ۱۰۰ ښځو لړۍ به د نوامبر له ۱۸ پیلېږي او دوې اونۍ به دوام کوي، چې په کې به د دغو ښځو د ژوند او لاسته راوړنو په اړه بېلا بېل رپوټونه خپاره شي.

د داسې فلم جوړوونکو ښځو یادوونه به هم وشی، چې خپلو ټولنو کې شته فشار او توقعاتو ته د مستندو فلمونو بڼه ورکوي.

دې سره به د ۱۰۰ ښځو دغه لړۍ کې د ساینس، سیاست، زده کړو او هنر له برخو داسې ښځې یادې شي، چې د نورو لپاره د مثالونو حیثیت لري.

د هند ټېنیس لوبغاړې ثانیه مرزا، اسکر جایزه ګټونکې هنرمنده هیلري سوانک او د سوډان سوپر ماډلې ایلک ویک نومونه هم په دغه لړۍ کې شامل دي.

د دغې لړۍ یو نوم د ارجنټاین ۸۴ کلنې اسټیلا ډي کارلوتو دی، چې نیکونه او اناګانې د دوی له هغو لمسیو سره یو ځای کولو لپاره فعالیت کوي، چې اویایمو او اتیایمو لسیزو کې د ملېشو واکمنۍ پر مهال تښتول شوي وو.

هغې له خپل لمسي ایګناسیو سره ۲۰۱۴کال ولیدل.

د لړۍ یوه بله ګډونواله، چې د عمر له پلوه دوه نسله شاته ده، د اتریش انتونیا البرت ده، چې د عمر خوړولو کسانو پاملرنې برخه کې د یوه انلاین پاڼې شریکه مسووله ده.

هغه ښځو ته مشوره ورکوي، چې 'له خطرونو سره د مخامخ کېدو پر مهال پر ځان ډېر باور ولري او هوډمنې واوسي.'

موږ د هند په مهارشټرا ایالت کې د هغو نجونو په اړه هم غږیږو، چې ''ناکوشا '' نومونه ورکړل شوي وو، چې مانا یې ده ''نه یې غواړو'' او بالاخره څلور کاله مخکې د خپلو نومونو مېرمنې شوې.

''د سوریې ملاله ''

د انځور حقوق
Image caption منځني ختیځ کې د سوریې ۱۶ کلنه کډواله میسون الملیحان چې د اردن په پنډغالي کې زده کړو ته د خپلو هېوادولو نجونو هڅولو له کبله د ''سوریې ملالې'' نوم ورکړل شوی دی.

د تهران او لندن مېرمنې بیا په دې اړه راسره غږیږي، چې ولې نه غواړي ماشومان ولري او د هغه ټولنیز فشار حال راته وايي، چې په دغه لړ کې ورسره مخامخې دي.

منځني ختیځ کې به د سوریې ۱۶ کلنه کډواله میسون الملیحان راسره خبرې وکړي، چې د اردن په پنډغالي کې زده کړو ته د خپلو هېوادولو نجونو هڅولو له کبله د ''سوریې ملالې'' نوم ورکړل شوی دی.

د۱۰۰ ښځو دغه لړۍ به د یوه ورځني بحث په توګه په ورته مهال لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر په ګډون له البانیا، کوسوو، ساموا، فیجي، اسرائیل او جمېکا نه د ''شبیه، مشرتوب او اړیکو '' پر موضوع له بحث وروسته پای ته ورسېږي.