یو هېواد کله اټومي وسله جوړولای او کارولای شي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption ځینې هېوادونه لکه اسرائیل، پاکستان، هندوستان او شمالي کوریا چې د "ان پي ټي" تړون غړي نه دي د اټومي وسلو په جوړولو او ان د دې ټکنالوژۍ په لېږدولو لاس پورې کړی

له کله چې د هستوي وسلو پراختیا د مخنیوي تړون یا "ان پی ټي" په ۱۹۷۰ کې را منځ ته او پلی شوی، د امنیت شورا پینځه دایمي غړيو هېوادونو امریکا، روسیې، چین، فرانسې او انګلستان څخه پرته د دې تړون بل هېڅ یو غړی هېواد نشي کولای چې هستوي وسلې، تولید، تورید، قاچاق او ټکنالوژي انتقال کړي.

له هغه را هیسې ځینو هېوادونو لکه اسرائیل، پاکستان، هندوستان او شمالي کوریا چې د نوموړي تړون غړي نه دي د اټومي وسلو په جوړولو او ان د دې ټکنالوژۍ په لېږدولو لاس پورې کړی.

پاکستان او هند د خپلې وجودي فلسفې په خطر کې نه اچولو په پلمه هر یوه شپږ شپږ اټومي آزمېښتونه وکړل، شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کې له یاد تړون څخه بېرته ووتله او له هغه را هیسي یې درې اټومي ازمېښتونه وکړل، اسرائیل له آمریکا سره د یوه تړون پر بنسټ خپله اټومي وسله په رسمي توګه ونه ازمويله.

له یادو هېوادونو پرته د نړۍ نور ټول هېوادونه د یاد شوي تړون غړي دي او د هستوي وسلو د ازمېښت او جوړونې حق نه لري.

د امنیت شورا دایمي غړیو هېوادونو پرته یو هېواد هله هستوي وسله ازمويلی او جوړولای شي چې یا خو د هستوي وسلو د پراختیا مخنیوي تړون غړی نه وي، که غواړي دا کار وکړي نو لومړی باید د هستوي وسلو د مخنیوي تړون څخه په رسمي توګه ووځي، د وتلو سره سره هم د امنیت شورا دایمي غړي په دې مکلف دي چې د نوموړي هېواد هستوي پروګرام وڅاري او د هستوي وسلو د جوړښت مخنیوي لپاره له اقتصادي بندیزونو نیولې بیا تر پوځي برید پورې چارې وکاروي.

که چېرې یو هېواد لکه پاکستان او هندوستان په دې توانېږي چې هستوي وسله په پټه او یا هم د یوه پټ تړون په اساس جوړه کړي نو لازمه ده چې خپل هستوي ډیټرنس روښانه کړي.

هستوي ډیټرنس هغه دلایلو ته ویل کېږي چې د هستوي وسلې یو لرونکی هېواد یې د خپلې هستوي وسلې د جوړولو فرضیت لپاره د توجیهه په بڼه کاروي، د بېلګې په توګه پاکستان وايي چې د هند هستوي وسلو زما وجودي فلسفه په خطر کې اچولې وه ځکه موږ اټومي بم جوړ کړ او هندوستان هم دوی ته ورته همداسې دلایل وړاندې کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د هندوستان اټومي توغندی

هستوي ډیټرنس د وجودي فلسفې ژغورنې تر څنګ د ثبات او ټیکاوو لامل هم ګرځېدای شي، که څه هم دا ټیکاو ډېر نازک وي خو په تجربي ډول یې د اوږد مهال لپاره د هېوادنو تر منځ د جګړې مخنیوي کې رغنده رول لوبولی.

هستوي وسلې د ټول وژنو او سټراټیژیکو وسلو له ډلې څخه دي چې په عادي حالاتو کي یې کارول ناشوني دي، دا وسلې په څو شېبو کې ښارونه ورانولای شي نو له همدې امله چې کله یو هېواد خپلې اټومي وسلې د تولید لپاره توجیهه جوړه او خپل هستوي ډیټرنس روښانه کړي نو دوهم مکلفیت دا دی چې باید اټومي وسله لرونکی هېواد خپل هستوي ډوکټورین معرفي کړي.

هستوي ډوکټورین د هغو حالاتو وضاحت او تثبیت ته وايي چې په هغه کې به نوموړی هېواد دېته مجبور کېږي چې خپله هستوي وسله وکاروي.

دا ډوکټورین کېدای شي د مقابل لوري یا هېواد له خوا عامل فشار ته په کتو سره جوړ شي، په تجربي توګه تر اوسه داسې برېښي چې هغه هېوادونه چې ځان په تخنیکي، مالي او انساني امکاناتو کې کمزوری احساسوي د خپلو هستوي ډوکټورینو اشباعي حد ټیټ ساتي تر څو مقابل لوری د عادی جګړې په پیل سره د نوموړي هېواد تدریجي ضعف هڅه ونه کړي.

دا چاره د هندوستان او پاکستان هستوي ډوکټورینو په توضیح کې ښه تر سترګو کېدای شي. معمولاً هغه ډوکټورین چې د هستوي برید په ځوابي برید ولاړ وي د اشباع حد یې لوړ او هغه چې لومړی هستوي برید په کې توجیهه شوی وي د اشباع حد یې ټیټ وي.

د انځور حقوق Hulton Archive
Image caption د اټومي چاودنو يوه بېلګه

پورتنیو څرګندونو ته په کتو سره هر هېواد کولای شي د خپل هستوي ډیټرنس او هستوي ډوکټورینو په را ټیټولو سره په هستوي جګړه لاس پورې کړي.

تر اوسه پورې د هستوي ډیټرنس او ډوکټورینو ادلون بدلون داسې ښوولې چې دې چارې د هستوي ځواکونو لپاره اوږد مهالې سولې په راوستلو کې ښه رول لوبولی خو داسې هېڅ ضمانت نشته چې دا چاره دې تر پایه دا کار وکړای شي، ښه به دا وي چې د امنیت شورا دایمي غړي او نور اټومي وسلې لرونکي هېوادونه د ان پي ټي تړون او له هستوي وسلو څخه رامنځ ته کېدونکي بشري ناورین ته به کتو سره د بشریت ختمولو دا لړۍ ختمه کړي ګنې داسې برېښي چې د نړۍ هر هېواد لپاره به د راتلونکي پېړۍ تر ټولو ستره اړتیا د هستوي وسلو لرل برېښي.

په دې هیله چې نړۍ تر پایه بله هیروشیما او بله ناګاساکي ونه ویني.