ځينې بريتانيا مېشتې افغان ښځې د کورني زورزياتي "قربانيانې"

Image caption "اکرو" بنسټ وايي په منځنۍ کچه هر کال د افغان ښځو پر وړاندې له ۳۰۰ تر۴۰۰ پورې د زور زياتي پېښې ثبتوي

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زورزياتی کومه نوې پېښه يا پديده نه ده.

خو بي بي سي پتېيلې چې په بريتانيا کې هم هر کال د کورنيو په منځ کې سلګونه افغان ښځې د پخوانيو دودونو له ډول ډول زور زياتيو سره لاس او ګرېوان دي.

اکرو، د کوردي او ايراني ښځو د حقونو سازمان دی چې د افغان ميرمنو لپاره هم حقوقي او ټولنيز خدمتونه کوي وايي، دغه بنسټ په منځنۍ کچه هر کال د افغان ښځو پر وړاندې له ۳۰۰ تر۴۰۰ پورې د زور زياتي پېښې ثبتوي.

د هغه راپور پر بنسټ چې په وروستيو کې د بريتانيا د پوليسو په همکارۍ د (اکرو) سازمان له لوري خپور شو، په تېرو څلورو کلونو کې د بريتانيايي پوليسو له لوري د ناموسي زورزياتيو نژدې ۱۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

بدني، رواني، او جنسي زورزياتی، تښتونه او ان د ښځو وژل په دغو ثبت شويو ناموسي زور زياتيو کې راځي. خو (اکرو) وايي تر هغه ځايه چې دغه شمېرې ورکړای شوي ټوليزې دي، نه د هېواد او توکم په حساب.

په بريتانيا کې د افغان ښځو پر وړاندې د ننګ په نوم د زورزياتي کره شمېرې نه شته دي.

Image caption په لندن کې د قضا وکيله سلما جهانګير وايي: "ځينې افغان نارينه هڅه کوي عدالت ته د خپلو ښځو لاسرسی محدود کړي

دا په داسې حال کې ده چې د ناموسي زورزياتي د مطالعاتو مرکز نوی راپور ښيي چې هر کال په نړۍ کې له ۵۰۰۰ زيات ناموسي قتلونه کېږي، چې له ۱۰۰۰ ډېر يې په هند، پاکستان او افغانستان کې ثبت شوي دي.

د (اکرو) سازمان کې د افغانستان د برخې سلاکاره زهرا رسولي وايي دې راپور ته په کتو دا چې ډېری پېښې نه دي ثبت شوي، نو ښايي د افغان ښځو ترمنځ د کورني زورزياتي کچه د دې څو برابره وي.

مېرمن رسولي زياتوي کله چې په بريتانيا کې مېشت افغان نارينه له افغان ښځو سره واده کوي او بيا خپلې مېرمنې بريتانيا ته بيايي له دوی همدا تمه لري چې په افغانستان کې يې ترې لرله.

کله چې پوهېږي ښځه يې د زده کړو، کار او د ټولنيزو اړيکو لرلو حق غوښتنه ترې کوي، نارينه هڅه کوي هغوی محدودې کړې او د دې لپاره زورزياتی کوي.

ليلا، چې دا يې مستعار نوم دی د کورني زور زياتي د قربانيانو له ډلې يوه ده. دا په خپله وايي "لا يې خپل قانوني عمر ۱۸ کاله نه و پوره کړي چې له يوه بريتانيا ميشتي افغان سره يې واده وکړ.

له خپل مېړه سره د يوه نوي ژوند د پيل لپاره بريتانيا ته راغله. خو په دې خبره نه وه چې مېړه يې هماغه سخت دوديز فکر بريتانيا ته هم له ځان سره راوړی و."

ليلا چې د ګاللي زورزیاتي نښې يې لا هم په څېره کې معلومېدې له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، بريتانيا ته له راتلو وروسته د تمې خلاف له زياتو محدوديتونو سره مخامخ شوه. دا وايي له کوره بهر د وتلو او په ټيليفون کې له نورو ښځو سره يې د خبرو اجازه نه لرله.

هغه چې تر اوسه د انګليسي ژبې سره بلده نه ده، د ژبې د زده کړې اجازه هم نه ده ورکړل شوې او له دې ور اخوا په پرلپسې ډول وهل ټکول شوې چې د دې په خبره د وهلو نښې نښانې يې اوس هم په بدن ښکاري.

ليلا هغه وروستی ځل چې مېړه يې وهلې وه په زړه کوي: "يوه شپه په کور کې څه نه و، چې پاخه يې کړم، مېړه مې بيا هم غالمغال کاوه او زه يې ووهلم. دا ځل زما ګاونډيانو چې زما چيغې يې اورېدلې وې پوليسو ته زنګ وواهه، پوليس راغلل او زما مېړه يې ونيو او زه يې د امن کور ته ولېږدولم."

Image caption د (اکرو) سازمان کې د افغانستان د برخې سلاکاره زهرا رسولي وايي دې راپور ته په کتو دا چې ډېری پېښې نه دي ثبت شوي

خو دا يوازې هغه افغان مېرمنې نه دي چې له بريتانيا مېشتو افغانانو سره واده کوي او بريتانيا ته له ورتلو وروسته زورزياتی ورسره کېږي، بلکې يو شمېر ښځې او نجونې چې په اروپا کې زېږېدلي او يا په لويديځو هېوادونو کې لويې شوې هم د زده کړو، ټولنيز استقلال او يا د ژوند ملګري ټاکلو په څېر له لومړنيو حقونو بې برخې او د کورني او ناموسي زورزياتي له پېښو سره مخامخې دي.

سره له دې چې په بريتانيا کې قوانينو د ښځو پر وړاندې د زورزياتي د مخنيوي او محدوديتونو لپاره ډېر قوانين وضع کړي، خو په لندن کې د قضا وکيله سلما جهانګير وايي: "ځينې افغان نارينه هڅه کوي عدالت ته د خپلو ښځو لاسرسی محدود کړي او له همدې کبله خپلې ښځې افغانستان ته لېږي، وروسته د پاسپورټ په ګډون ټول اسناد ترې اخلي او دی بېرته بريتانيا ته ستنېږي او ښځې په افغانستان کې د خسرګنۍ په کور کې بنديانې وي."

په بريتانيا کې د بشري حقونو له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي چې تاوتريخوالی يوه پراخه پديده ده چې پولې او جغرافيه نه پېژني او پرمختللو هېوادونو کې هم افغان ښځې د سنتي دودونو له امله د زورزياتي له پېښو سره مخامخې دي.

خو له دې سره سره د ښځو د حقونو يو شمېر سازمانونه هيله لري چې د اړينو خدمتونو پر وړاندې کولو او د افغان ښځو د پوهاوي کچې په لوړولو سره به د دوی وړتيا لوړولو سره مرسته وکړي او په دې سره به په بريتانيا کې د افغان کډوالو په منځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښي کمې شي.