د قدم وهلو په بدل کې د ډیجیټالي ډالرو ګټل

د انځور حقوق
Image caption جاپان او بریتانیا له هغو څلورو هیوادو څخه دي چې د بیت واکینک یا ډیجیټالي پیسو چلن به پکې پیلیږي

ډیجیټالي پیسې چې د انسان د خوزښت له امله تولیدیږي پیل شویدي.

بیت واکینګ ډالر به خلک د ګرزیدو یا قدم وهلو له لارې ګټلاې شي، د نورو ډیجیټالي پیسو لکه بیت کوینز برخلاف چې د کمپیوټرونو په مرسته تولیدیږي.

د ګرځنده ټیلیفون یو سافتویر یا نرم افزار به د انسان قدمونه شمېري، او قدم وهونکي به په هرو ۱۰،۰۰۰ ګامونو کې چې تقریبا پنځه میله کېږي، تقریبا یو بیت واکینګ ډالر ګټي.

ددې وسیلې کارونکي به کولائ شي ددې پېسو په مرسته په انترنیټي مغازو یا هټیوکې شیان رانیسي یا ېې د نقدو پېسو سره تبادله کړي.

Image caption د موراتا شرکت له خوا جوړ شوي روباټونه او مړوند بندونه به د کارونکو ګامونه شمېري( تصویر د موراتا)

ددې پروژې بنسټ ایښودونکو، نیسان بهار او فرانکي امبېسي تراوسه له پانګو اچونکو څخه چې زیاتره ېې جاپانیان دي له ۱۰ ملیونو امریکايي ډالرو نه زیاتې پېسې ترلاسه کړیدي، دوی غواړي یو بانک جوړ کړي چې قدمونه وشمېري او قدم وهونکو ته پېسې حواله کړي.

جاپاني الکټرونیک شرکت،موراتا، پر داسې وسایلو کار کوي چې پر مړوند باندې به ټړل کیږي ، د انسان ګامونه به شمېري او د ګټلیو ډیجیټالي پېسو حساب به ېې کوي.

د بوټونو جوړونکي شرکتونو ویلي چې دا پېسې به ومني، او د بریتانیا یو بانک هم ددې پروژې له چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی چې راتلونکي کال کې د بریتانیا د موسیقۍ په یو ستر جشن کې په دغې پروژې کې ګډون وکړي.

د دې پروژې بنسټ ایښودونکي په دغه ډول تکنالوجي کې تجربه لري چې کېدای شي شتمن او بېوزلي هیوادونه دواړه ورڅخه کار واخلي.

Image caption ۷ ډالري یو اس بي کیپاډ نومې آله چې د کمپیوټر په توګه کار کوي اوس په ۸۷ هیوادونو کې رواج شویده.(تصویر د کیپاډ)

تیرکال هغوی په نایروبي او کینیا کې د کيپاډ په نامه یوه یو اس بي(USB) آله بازار ته راواېسته چې ۷ ډالره بیه لري او د یو کمپیوټر په توګه کار کوي.

د بدن پیاوړتیا

د نویو ډیجیټالي پېسو یا بیت واکینګ د رامنځته کولو هدف د هغو کسانو لا تشویقول او هڅول دي چې غواړي خپل بدن پیاوړی کړي.

دا نړیواله پروژه غواړي چې د سپورټي وسایلو تولیدونکو شرکتونو، روغتیايي خدمتونو، د روغتیايي بیمې شرکتونو، دچاپېریال د ساتنې ډلو، اود اعلانونو خپرونکو شرکتونو سره لاس یو کړي او په ګډه سره خپلو مشتریانو ته یو لړ خدمتونه برابر کړي.

په راتلونکې کې ښايي کارفرمایانو ته هم بلنه ورکړل شي چې پدې پروژې کې برخه واخلي او خپل کارکونکي وهڅوي چې د قدم وهلو او ددې ډیجیټالي پېسو په ګټلو سره هم خپله بدنې روغتیا پیاوړې کړي اوهم د خپلو تنخاګانو سره یوځاې دغه پېسې ترلاسه کړي.

Image caption ملاوي او کینیا به لومړني افریقايي هیوادونه وي چې د بیت واکینګ پروژې په پیل کې به برخه اخلي.

مخ په ودې هېوادونو کې به په منځنۍ توګه یو کس کولای شي په میاشت کې تقریبا ۱۵ بیت واکینګ ډالر وګټي، خو هیله کیږي چې په بیوزلو هیوادونو کې چې خلک کارونو ته د تلو په وخت کې مثلا ښونځي،کار او یا د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه وهي، کېداېشي دا پروژه د هغوې ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.

دوه ګونی عاید

سلیم آدم، دکمپیوټر یو ښوونکی، د ملاوي په شمالي سیمې، متون تما، کې خپل کالج ته تلو لپاره هره ورځ تقریبا لس کیلومتره په پښو ګرځي.

هغه حساب کړی چې په خپل ګرځنده ټیلیفون کې د بیت واکینګ پروژې د اپ په کارولو سره کولای شي دمیاشتې ۲۶ بیت واکینګ ډالره وګټي. د هغه اوسنۍ تنخا د ۲۶ امریکايي ډالرو سره برابره ده.

د افریقا په ملاوي هیواد کې چې د دې پروژې په پیل کې برخه اخلي د کلیوالو سیمو خلکو منځنۍ ورځنۍ تنخا فقط ۱،۵ امریکايي ډالره ده.

د سوداګري چارو سلاکاره، کارن چینکویتا، د ملاوي د لیلانګوې په سیمه کې یوه موسسه لري چې ځوانو خلکو ته د سوداګرۍ په هکله لارښوونې او مشورې ورکوي.

هغه وايي ’’ کېدای شي ځینې خلک د کار کولو پرځاې قدم وهلو ته وهڅېږي.

خو زیاتره خلک غواړي چې زیاتې پیسې وګټي او دواړه به کوي.

د یوڅه روزنې او لارښوونې سره موږ دوی ته ښودلای شو چې ددې پیسو څخه څرنګه د نورو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار واخلي.’’

د ملاوي لپاره د بیت واکینګ د چارو مسول، کارل مییر، په لیلانګوې او متون تاما کې د بیت واکینګ دوه لومړني مرکزونه جوړ کړی دي چې هلته به سیمه ییز خلک روزل کیږي چې څرنګه بیت واکینګ ډالر د انټرنیټ له لارې په امریکايي ډالرو یا محلي پیسو، ملاوي کواچه، باندې بدل کړي.

په نظرکې دي چې بالاخره په انټرنیټ کې د پیسو د تبادلې یو اوتومات سیستم جوړشي چې پلورونکي به له پیرودونکو سره مخامخ کيږي او د تبادلې یو نرخ به رامنځته کیږي.

Image caption د بیت واکینګ اپ اخیستل شوي ګامونه او ګټل شوې پیسې ښيي

د ګرځنده ټیلیفونونو اپس به په لومړي سرکې په یوشمیر محدودو هیوادونو لکه بریتانیا،جاپان، ملاوي او کینیا کې پیلیږي چې ددې پروژې سازمان ورکونکي وکولای شي نورو هیوادونو ته د هغې د غزولو نه وړاندې دا سیستم وازموي او که کومې ستونزې وي حل ېې کړي.

د درغلۍ مخنیوی

دا نظریه په بشپړه توګه نوې نده. څوځلې هڅې شوې وې چې د انعام په مقابل کې خلک بدني روزنې ته وهڅوي خو نه وو بریالي شوي چې خوزښت یا ګامونه په دقیقه توګه وشمیري او د درغلۍ مخه ونیسي.

بیت واکینګ شرکت تراوسه پورې په رسمي توګه د ګامونو د شمیرلو سافتویر ندی خپور کړی خو وايي چې د لارې د واټن د حسابولو لپاره د ګرځنده ټیلیفون د جي پي اس(GPS) او د واې فاې(wi-fi) د اړیکو څخه کار اخلي.

دغې ډلې پرګوګل باندې ازموینې وکړې او ورته څرګنده شوه چې کېدای شي ګامونه په ساختګي او جعلي ډول هم جوړشي، نوځکه یې د قدمونو او ګامونو دشمیرلول لپاره په خپله یو ځانګړی سافتویر جوړ کړ.

د دغه سافتویر په مرسته کېدای شي د ګرځنده ټیلیفون له لارې د انسان ګامونه، خوزښتونه او تیزوالی یې اندازه کړل شي.

د پروژې په پیل کې دهغو بیت واکینګ ډالرو اندازه چې یو کس یې په یوه ورځ کې ګټلی شي په اعظمي توګه تقریبا ۳ بیت واکینګ ته محدوده کړل شوې ده چې دا تقریبا ۳۰،۰۰۰ قدمونه یا ګامونه کیږي، او یو کس ته به اجازه نه وي چې له یوه نه زیات حسابونه پرانیزي.

د پايښت مسله

د دې پروژې بریالیتوب به پدې پورې تړلی وي چې ستر تجارتي شرکتونه به ورسره څومره دلچسپي ولري،لکه د سپورټي شیانو تولیدونکي سترشرکتونه، دروغتیايي بیمې شرکتونه،یا خیریه موسسې او دچاپېریال د ساتنې ډلې چې ټول د بدني روغتیا او پیاوړتیا د څانګو سره د ګډ کار کولو لپاره هڅول کېږي.

په جاپان کې، ځینې شرکتونه خپلو کارکونکو ته د بدني فعالیتونو په بدل کې انعامونه ورکوي او هغوی دې کار ته تشویقوي.

د بیت واکینګ بنسټ ایښودونکي هیله من دي چې د دوی پروژه به وکولای شي دا نظریه نورو هیوادونو ته هم وغزوي.

Image caption طلايي کارډ: د لاسن شرکت د پونټا کارډ، دکار کونکو بدني روزنې لپاره نقدي انعامونه ورکوي چې په مغازو کې ورباندې د اړتیا وړ شیان رانیسي

د لاسن په نامه په جاپان کې د خوراکي شیانو تر ټولو ستر پلورونکی شرکت چې ډیرې مغازې یا هټۍ لري، یو بریالی پروګرام لري چې تر مخه یې د صحي خوراک کولو او ورزشونو په بدل کې خپلو کارګرانو ته په کال کې ۵۰ امریکايي ډالر ورکوي.

خو د لاسن پروګرام د ژمنې او باور پر بنسټ ولاړ دی، او د بیت واکینګ په شان د تصدیق کېدو وړ نه دی.

د ګټل شویو انعامونو کوپوني پاڼې په نقدو پېسو نشي بدلېدای.

سره د دې چې بیت واکینګ ډالر به په آزاده توګه پر امریکايي ډالرو باندې بدلېدای شي، خو که په آزاده توګه ورباندې په مغازو کې شیان او خدمتونه وانخیستل شي کېدای شي ارزښت ېې د امریکايي ډالرو په پرتله ټیټ شي- که څه هم د پروژې په پیل کې به ورسره برابر وي.

آنلایني مغازه به په یوه بیه په بیت واکینګ ډالرو او امریکايي ډالرو شیان خرڅوي.

یو سخت کار به دا وي چې د دې آنلایني مغازې المارۍ څنګه تل ډکې وساتل شي.

Image caption آنلایني بازار چې کارونکي به کولای شي پر خپلو ګټلو پېسو شیان رانیسي

هیله نه کېږي چې د ا آنلایني دوکان به هر وخت پرانیستی وي، خو د نورو پرچون پلورونکو او د خدمتونو برابرونکو لپاره داسې پلانونه شته چې هغوی هم په خپلو مغازو او دوکانونو کې د بیت واکینګ ډالر قبول کړي.

تر اوسه نده روښانه چې دا پېسې به چې کارونکي به ېې په آسانۍ سره ترلاسه کوي خپل ارزښت وساتلای شي که څنګه. دا هم نده معلومه چې هغه لومړنۍ پانګه چې ددې پروژې په پېل کې چمتو شوې تر هغو پورې کفایت وکړي چې د پروژې پر ارزښت باندې د خلکو باور پیاوړی شي.

د بیت واکینګ وېب سایټ به خلک پدې پروګرام کې د ګډون لپاره رابولي چې دا شرکت وکولای شي د کارونکو پر شمېر باندې یو څه کنټرول ولري.

د شخصي معلوماتو د ساتنې لپاره ګامونه

ځکه چې دا نوی پرګرام به حتما دخپلو کارونکو په اړه معلومات ساتي، د اعلانونو خپرونکو لپاره به ځانګړی ارزښت ولري- او له همدې امله به دا اندېښنې هم ورسره ملګرې وي چې دا شخصي معلومات څرنګه خوندي وساتل شي.

Image caption د بیت واکینګ بنسټ اېښودونکو سره د بې بي سي کلیک ټلویزیوني خپرونې لپاره مرکه شوې

د پروژې یو بنسټ اېښودونکی نیسان بهار وايي: ’’دا معلومات به د خرڅلاو لپاره نه وي’’. هغه وايي: ’’ ښايي موږ د اعلانونو خپرونکو ته دا فرصت ورکړو چې بیلابیلو ډلو ته پام وکړي، دا به پدې پورې تړلي وي چې هغوی څومره فعاله دي، خو موږ به د افرادو د فعالیتونو په اړه هیڅ ډول معلومات چاته ور نکړو.’’

د نویو پېسو لېږدول به هم تر جدي څارنې لاندې وي، تبادلې به د یو مرکزي بانک له لارې ترسره کېږي چې هره معامله به د هغو ځانګړو طریقو په مرسته تصدیقوي چې د نورو دغه ډول پېسو ( کریپټوکرنسي) لکه بیت کوین د انتقال لپاره کارول کېږي.

کارونکي به خپل ځانګړي صندوق ته لاس رسی لري چې ددوی ګټلي ډالر پکې ساتل کېږي او کولاې به شي چې د خپل ګرځنده ټیلیفون د اپ له لارې هغه نورو ته ولېږي.

فرانک امبیسي وايي: ’’ دا داسې پیسې دي چې د هرچا له خوا به، هرچېرته چې وي، ګټل کېدای شي، د ځینو لپاره به دا په اونۍ کې یوه پیاله وړیا قهوه وي چې محلي سوداګر به یې دهغوی د دوکانونو د کتلو لپاره ورکوي.

د نورو لپاره ښايي دا یو لوی بدلون وي چې ژوند به یې بدلوي ، کولای به شي چې پیسې وګټي او د نړۍ له نورو برخو سره تجارت وکړي.

او دا ټول به پداسې حال کې وي چې هم به موږ د ځمکې د کرې د ساتنې لپاره هڅېږو او هم به مو روغتیا ته ګټه رسېږي.’’