ښځې ولې لارۍ نه چلوي؟

د انځور حقوق
Image caption کله چې ګاډي کې کومه میکانیکي ستونزه راپورته شي، نارینه همکاران راسره مرسته کوي شمیم

کله چې د ښځینه لارۍ چلونکې خبره کېږي، معمولاً په ټوله نړۍ کې غبرګون یو ډول وي.

نه یوازې دا چې په عجیب انداز ورته کتل کېږي، بلکې کله نا کله خو پرې ملنډې وهل کېږي. خلک داسې تمه نه کوي، چې ښځې به دغه چاره تر سره کړي، خو دوی ولې دغه روزګار ټاکي؟

اوس خو د دغې چارې لپاره ډېر قوت ته هم اړتیا نه شته او هغه ښځې چې لارۍ چلوي وايي دغه دنده یې خوښه ده.

۲۸ کلنه نیټلي ټیپسټن د شمالي انګلستان اوسېدونکې ده، چې د لارۍ چلولو تجربه یې ډېره بې سارې هم نه ده.

' کله چې پر سړکونو سفر کوم، خوا ته مې کوم ګاډی تېرېږي، داسې راته ګوري لکه زه چې درې سرونه لرم، یوه بل ته وايي '' اې ! وګورئ، ښځه لارۍ چلوي ؟''

د انځور حقوق
Image caption بریتانیا کې بار وړونکو لویو ګاډو کې د ښځینه ډرېورانو شمېر یو اشاریه دوه دی او نژدې ټوله اروپا کې همدا حال دی

د پاکستان شمیم اختر په دغه هېواد کې یوازينۍ ښځه ده، چې لارۍ چلوي، د هغې په اړه د پلازمېنې اسلام اباد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې عجیبه دنده تر سره کوي، بلکې یو شمېر خو یې ' غیر اخلاقي ' چاره بولي.

یوه سړي په دې اړه وویل، فکر کوم د یوې ښځې په حیثت هغې ته دا مناسبه نه ده، چې لارۍ چلوي، دا ډېر ګران او ستونزمن کار دی، که دا وغواړي کومه بله دنده موندلای شي او که غواړي، چې ګاډی وچلوي، کولای شي کوم کوچنی ګاډی وچلوي.

بریتانیا کې بار وړونکو لویو ګاډو کې د ښځینه ډرېورانو شمېر یو اشاریه دوه دی او نژدې ټوله اروپا کې همدا حال دی.

د لارۍ چلول اوس هم د نارینه وو لپاره ځانګړې دنده بلله کېږي او که کومه ښځه وغواړي دغه چاره تر سره کړي، له ګڼو ستونزو سره مخامخیږي. نیټلي وايي:

'' باید د ډېرو ستړیو ستونزو ګاللو زغم ولرې، مستقل مزاجه واوسې، ډار ته ذهن کې ځای ور نه کړې، ځکه د نارینه وو چاپېریال کې کار کوې، کله نا کله به له طنزه ډکو خبرو سره هم مخامیږې.''

هغه وايي، ''د ښځینه وو په اړه فکر کېږي، چې دوی دغه چاره سمه نه شي ترسره کولای، خو زه فکر کوم ډېرې ښځې شته، چې ښه موټر چلوونه کوي، خو دوی خپله دغسې فکر ردوي. دوی داسې فکر کوي، چې ښځې دي، ځکه به دغه چاره ښه زده نه کړي یا به یې دومره ژر زده نه کړي، چې نارینه یې زده کوي. خو دا له سره سم فکر نه دی، ځکه ما تر اوسه داسې کومه ستونزه نه ده لیدلې.''

بل لور ته شمیم وايي، کله یې چې د لارۍ ډرېورې په توګه له حکومته لایسنس تر لاسه کړ، د څو میاشتو مودې کې یې نارینه همکارانو د یوې لارۍ چلونکې په توګه منلې او وايي کله چې ګاډي کې کومه میکانیکي ستونزه راپورته شي، نارینه همکاران یې ورسره مرسته کوي.

هغه وايي، کله چې څوک زما له همکارو ډرېورانو زما په اړه پوښتنه کوي، چې دا څوک ده، دوی ورته وايي، 'دا زموږ د مور غوندې ده او دا هم د لارۍ ډرېوره ده،' وايي هغه کسان حیران پاتې شي.

نیټلي او شمیم دواړه د بېلو لاملونو له کبله د لاریو چلولو دندې ته راغلې. شمیم د خپلو پنځو اولادونو پالنې او ښونځي ته د هغو لېږلو لپاره پېسو ته اړتیا درلوده.

د انځور حقوق
Image caption نیټلي او شمیم دواړه د بېلو لاملونو له کبله د لاریو چلولو دندې ته راغلې

مېړه یې بڼوالي کوي او د ماشومانو د زده کړو لګښت پوره کولو توان یې نه درلود.

شمیم لومړی نورو ته د ګاډي چلول ور زده کول. وروسته یې کاسټر ډوله ګاډی چلاوه او سږ کال دوبی د ۵۳ کالو په عمر پلازمېنه اسلام اباد کې د لویو ګاډو چلولو ازموینه کې بریالۍ شوه.

نیټلي بیا تر یوه کاله بې روزګاره وه او د خپلې مور لخوا له هڅونې وروسته یې د لوی ګاډي چلول پیل کړل. هغه مهال یې مور د ټرانسپورټ یو کوچنی کاروبار کاوه.

د دغې چارې یو اړخ داسې هم دی، چې د ښځینه وو لپاره ګران دی او هغه د اوږدو سفرونو پر مهال د لاریو تم ځایونو کې شپه تېرول دي.

دې لړ کې د ډرېورانو اتحادیه ښځینه چلونکو ته مشوره ورکوي، چې له ځورېدو د ځان ژغورنې لپاره باید تر ټولو شاته خپله لارۍ و نه دروي او نه هم د لاریو له منځه تېرې شي. د اوږدو سفرونو په لړ کې نیټلي خپله تجربه داسې بیانوي:

''لارۍ کې به مې داسې حال کې خوب کاوه، چې د چا خبره یوه سترګه به مې پټه وه او بله پرانیستې اوس مې له همدې کبله د اوږده واټن سفرونه پرې ایښي''

بل لور ته شمیم وايي د ښځینه ډرېورې په توګه اړې یو، چې په خپل وجود کې دننه شته ښځه توب له منځه یوسو.

د انځور حقوق
Image caption شمیم وايي د ښځینه ډرېورې په توګه اړې یو، چې په خپل وجود کې دننه شته ښځه توب له منځه یوسو

هغه وايي، '' زه اوس ځان یوه ښځه نه محسوسوم، دعا کوم، چې خدای تعالی هېڅ یوه ښځه اړه نه کړي، چې د مزدورۍ لپاره له کوره بهر قدم کېږدي. خو که د اقتصادي اړتیاوو له کبله له کوره ووځي، باید دا هېر کړي، چې یوه ښځه ده. دوی باید ټول پام خپل روزګار ته وکړي، په وجود کې دننه شته ښځه توب له منځه یوسي، دوی یوازې زړورتوب ته اړتیا لري.''

ځینې کسان په دې اړه هم بحث کوي، چې ښځې د نارینه وو پرتله سم ګاډي چلوي. مډلز برا کې د وارډ برادرز کمپنۍ مالکان برېنډا او سټیو وارډ چې نیټلي ورسره دنده تر سره کوي وايي، غواړي، چې کمپنۍ کې یې د ښځینه موټر چلونکو شمېر ډېر شي. دوی سره اوس مهال د ۱۲۰ نارینه چلوونکو تر څنګ یوازې درې ښځینه چلونکې دنده تر سره کوي. برېنډا وايي:

'' د یوې ښځې په حیثت ښايي تاسې ته ناتوانه ښکاره شي او د دغې دندې لپاره یې مناسب کس و نه بولئ، خو ښځې ستاسې د دغه نظر بدلولو وړتیا لري.''

هغه وايي، '' دوی د نارینه وو په څېر پیاوړې دي، خپلو چارو کې ژمنتیا لري او ډېرې ستونزې هم نه رامنځته کوي.''

نیټلي وايي، خپل ژوند جوړوي، د دوستانو پرتله یې د کار سیکتور یا کومې بلې برخې پر ځای اوسنۍ دنده ورته مناسبه ده.

هغه د خپلې لارۍ په اړه وايي، چې دا یې دفتر دی، چې پر څلور ټایرونو ګرځي:

'' دا اصلاً زما لپاره کارځای دی، چې زه پکې واکمنه یم.''