''د خاورو ښاپيرۍ'' کتاب ته لنډه کتنه

Image caption د خاورو ښاپېرۍ، د ښامار ډالۍ، د ماشومانو جنت، سپاره، او د ژوند موخه.

''د خاورو ښاپيرۍ'' کتاب - دا د ماشومانو او زلمکیو لپاره د اغلې نعیمې غني د کیسو ټولګه ده چې په ۱۳۹۲ کې مصور خپرندوی بنسټ چاپ کړی دی.

په دې کتاب کې د نعیمې غني پنځه په زړه پورې کیسې راغلې دي:

د خاورو ښاپېرۍ، د ښامار ډالۍ، د ماشومانو جنت، سپاره، او د ژوند موخه. سره له دې چې دغه ټولې کیسې خوندورې دي خو ښايي لیکوالې ته به هم د خاورو ښاپېرۍ تر نورو غوره اېسېدلې وي چې خپل کتاب ته یې هم همدا نوم ورکړی دی.

کیسه داسې پیلېږي:

''دا د اوو ښکلو ښاپيریو خویندو کیسه ده چې په یوه جادویي ښار کې یې ژوند کاوه. دوی به تل یو ځای هره خوا په سیل تللې او خوشحالۍ به یې کولې. د هغوی نومونه وو: خاوره ښاپيرۍ، ګلابه ښاپيرۍ، نارنجه ښاپيرۍ، ګل پاڼه ښاپیرۍ، زیړه ښاپيرۍ، سپينه ښاپيرۍ او شبنمه ښاپيرۍ. د هرې ښاپېرۍ جامې د هغې د نوم په رنګ وې. ''

د هرې ښاپېرۍ په ورتګ سره پر ځمکه د هماغې ښاپېرۍ د نوم په رنګ ګلان غوړېږي او د شبنمې ښاپېرۍ په ورتلو سره پر دې ګلونو شبنم ورېږي او لا یې تازه کوي. خو د خاورې ښاپېرۍ په ورتلو سره هېڅ شی نه بدلېږي. یوه ورځ هرې ښاپېرۍ ته خپل کمال غوره ښکارېږي او دعوا کوي چې وطن بس په همدې ښایسته دی.

''ګلابې، نارنجې، سپينې، او زیړې ښاپيرۍ وویل: موږ چې کله کوم ځای ته ورسیږو نو په مخ کې مو زموږ د نومونو په رنګ ګلان وغوړېږي او ټول ځایونه له ګلانو نه ډک او رنګین شي. ''

خو ګل پاڼه ښاپېرۍ وايي: ''اصلي ښکلا خو زه راولم ځکه زه چې کله په تاسو پسې درشم نو د ګلانو تر څنګ په ټولو بوټو کې شنې پاڼې وغوړېږي. که پاڼې نه وي ونې بوټي به لغړ او بدرنګه پاتې شي خو زه یې ښکلا بشپړووم. ''

شبنمه ښاپېرۍ خپل کمال تر ټولو غوره ګڼي: ''که ستاسو په راتلو رنګارنګ ګلان غوړېږي نو زه په خپل راتګ هغوی ته تازه ګي ورکوم، ځکه زما په راتګ شبنم په ورېدو شي او ټول ګلان تازه شي. '' خو یوازې خاوره ښاپېرۍ غلې ناسته وي.

دې ته ځان بې کماله ښکاري او فکر کوي چې دا خو نه ګلان زرغونولای شي، نه پاڼې او نه شبنم اورولای شي خو همدا چې له باغه په وتو شي، ټول ګلونه پر ځمکه لوېږي او زارۍ کوي چې خاروه ښاپېرۍ دې بېرته راشي. که دا نه وي موږ ژوند نه شو کولای.

دا کیسه د ارواپوهنې په لحاظ ډېره مهمه او ګټوره ده. اکثره وګړي له حقارت او کمترۍ ځورېږي. کله چې یو څوک خپل استعداد، توان، شته، څېره ... له نورو سره پرتله کوي او ویني چې نور تر ده بر دي، د حقارت احساس کوي.

دا احساس دومره ځوروونکی دی چې پر انسان ژوند تریخوي او مجبوروي یې په مختلفو لارو د خپل حقارت پر ضد مبارزه وکړي او یا دا چې ورته تسلیم شي.

د حقارت احساس د انسان پر کړو وړو او سلوک باندې واک چلوي. د خاورو ښاپېرۍ په شان کیسې کولای شي ماشومانو او زلمکیو ته خپل ارزښت وښيي او د حقارت احساس یې ختم یا کم کړي.

دا کیسه په دې جملو پای ته رسېږي: ''خاورې ښاپيرۍ چې دا ولیدل نو په خوشحالۍ بېرته را ستنه شوه. خویندو يې هم په خندا ورته وویل: ''خورې راځه، موږ هره یوه بېل ارزښت لرو. خدای هر څوک د یوه کار لپاره پیدا کړی دی. اوس خو ته هم په خپل ارزښت پوه شوې. موږ که سره یو ځای اوسو نو یو رنګین باغ به را نه جوړ شي.''

که دا کیسه ما لیکلای، دغه وروستی پراګراف به مې ورنه لرې کاوه. لوستونکو ته به مې موقع ورکوله چې پخپله فکر وکړي او د کیسې نتیجه په خپل ذهن کې انځور کړي.

د نعیمي غني د تخیل چینه دې همداسې رڼه وي.

ورته مطالب