بابا زه چا وژلی يم؟

د انځور حقوق shershah

تېر کال ډسمبر مياشت کې د پېښور پر يوه ښوونځي وسله والو بريد کړی و، ۱۳۰ کسان چې ډېری يې زده کوونکي وو په دغه بريد کې وژل شوي وو. په بريد کې د يوه وژل شوي زده کوونکی، پلار طفيل خټک، بي بي سي پښتو ته ځانګړې ليکنه!

د ٢٠١٤ کال ډسمبر له ۱۶ مې وړاندې مونږ يوه خوشحاله کورنۍ لرله، دوه زامن هر يو شېرشاه شهید، احمد شاه او لور عایشه ګلالۍ. په ډېره مینه، خوشحالۍ او اخلاص سره مو ژوند روان و.

زما بچي به هره ورځ خپل سکول(ښوونځي) ته تلل.

زما لومړي زوی ته الله تعالى له ماشوم والي ډېره پوهه او ذهانت ورکړی و. سوالونه به ېې کول، دلیلونه به يې وړاندې کول ، باریک بينه وو، او منطق سره به یې خبرې کولې.

له خپل ماشوم والي به يې د فطرت، دنیا، خپل سکول په نصاب او نورو شيانو پوښتنې کولې. تل به ورسره يوه پوښتنه وه، او مانه به يې د هغې ځواب غوښتلو.

د هرې ورځې تېرېدو سره يې د علم کچه هم لوړېده، الحمد لله ډېر کوچنيوالي کې يې قرانکريم زده کړى و، او الحمد لله زما د الله(ج) او نبي له دين څخه ښه خبر و.

جومات، کور ښوونځي کې يې تربيه او روزنه روانه وه، په خپل پښتون قوم ډېر مين و.

د ده نوم هم د لوى شيرشاه په نوم اېښودل شوى و، او د کشر ورور نوم يې مونږ د احمدشاه ابدالي د نوم پر بنسټ انتخاب کړى و.

د انځور حقوق Shershah

څرنگه چې هغه د زلمېتوب لور ته گامونه وهل د زده کړو په ډگر کې يې هم ميلان له ساينس او ڼېکنالوژۍ څخه ادب او تاريخ ته اوړېدو، د نصاب په څنگ کې به يې په دې اړه هم مطالعه کوله.

ده به د سکندراعظم، د ترکيې د شاهانو، د شېرشاه سوري او احمدشاه ابدالي کيسې ډېرې لوستلې، ان د فطرت(طبيعت) په اړه يې هم ډېر معلومات درلودل، زه په دې نه پوهېدم چې دى دا معلومات له کوم ځايه ترلاسه کوي، يواځې د هغه له مړينې وروسته د هغه د سکول د لايبررۍ (کتابتون) مشر راته وويل "چې کله به د سکول نورو کوچنيانو د لوبو وخت کې کې لوبې کولى شيرشاه به لايبررۍ ته راتلو او کتابونه به يې لوستل".

سره د دې چې پښتو ژبه دلته په سکولونو کې نشته، خو هغه ډېره روانه پښتو ليکله او لوستله. ده به د خوشحال خان خټک، حمزه بابا، اجمل خان خټک، او رحمت شاه سائل له شعرونو څخه ډېر خوند اخيستو.

خو د ډسمبر ١٦ مې هرڅه بدل کړل، زما په خيال کې هم نه راتلل، زما يو دنيا وه، ټولو بچو لپاره زما ارمانونه او خوبونه وو، په ځانگړې توگه شېر شاه لپاره، دا مې هيله وه چې دا ټول ارمانونه به پوره کېږي او زه به يو بريالى اوکامياب پلار يم. د يو عالم زوى پلار به يم، خو په دې ورځ مې ټول ارمانونه ورژېدل.

په همدې ورځ يعنې د ډسمبر پر ١٦مه زما د واده کاليزه وه، شيرشاه سهار په دې نيت سکول ته تللى و چې په راستنېدو به د شپې خپل بابا سره روټۍ خوري، دې ورځې لپاره د ښو پروگرامونو تابيا هم شوې وه.

ټولې هيلې او خوبونه مې يوه لحظه کې خاورو سره خاورې شول، خو دا دى يو کال پوره شو، تر ننه زه په دې پوه نه شوم، چې زما د زړه ټوټه زما زوى ولې ووژل شو؟

کله چې ما د خپل زوى د مرگ خبر واورېد، کله مې چې د گل په شان زوى خاورو ته سپارلو نو ډېر بې وسه وم. او په دې حقيقت ورسېدم چې دا دنيا فاني ده او مرگ يو لوى حقيقت دى، خو څرنگه چې زما د شېرشاه بچي يو عادت و، هغه دا چې ما به پوښتنو سره لاځوابه کوي، اوس هم لا ځوابه يم. هغه پوره يوه کاله څخه هر ورځ ما نه دا پوښتنه کوي چې " بابا زه چا وژلى يم، او په څه وجه وژلى شوى يم؟"

دې پوښتنو ته يو کال د خپل دين په کتابونو کې، د نورو دينونو او انسانيت په کتابونو کې، په خپلو پښتني رواياتو( عنعنو) کې ځواب لټوم، خو تراوسه پورې خپل بچي ته بې ځوابه يم. له خپلو ټولو مينه والو نه غواړم که دې ته ځواب لري ماته دې و وايي چې زما زړه ارام او مطمين شي.