د شاکر عامر د بندیتوب کیسه

شاکر عامر په ګوانټانامو کې وروستی بریتانوی بندي و. دلته هغه خپله کیسه کوي چې له محاکمې پرته ېې ۱۴ کاله بند څرنګه و.

۴۸ کلن عامر، باندې یو ډېر جدي تور لګول شوی و- چې د طالبانو یوې ډلې مشري ېې کوله او د اسامه بن لادن یو ملګری و.

د امریکا متحدو ایالتونو پوځ دی یو ګواښ بللى و خو هېڅکله، په رسمي توګه محاکمه نشو.

د عامر مدافع وکیلان وايی د ده پر ضد قضیه د داسې ادعاګانو پر بنسټ جوړه شوې وه چې باور ورباندې نشو کېدای او د شکنجې په ترڅ کې تر لاسه شوې وې، او په کیوبا کې په امریکايی پوځي اډې کې له ده سره شوی چلند "د ترهګرۍ پرضد جګړې" د قانونیت او اخلاقیت په اړه جدي پوښتنې را پورته کوي.

د بي بي سي ویکټوریا ډربیشایر سره مرکه کې شاکر عامر خپله کیسه کوي.

۱، هغه ولې افغانستان ته ولاړ؟

دغې سعودي تبعه پنځه کاله په لندن کې ژوند کاوه، بریتانوي ښځه ېې درلوده- خو وايي ورته سخته وه چې بریتانیا کې د یوه مسلمان په توګه خپل اسلامي اصول پرځای کړي.

هغه وايي: "زما د ښځې د څرګندېدو بڼه، د بشپړ نقاب اغوستل، زما پر سر د لونګۍ پرسر کول، د اسلامي لباس اغوستل."ځکه چې خلک غږېږي، ستا او ستا د ښځې په اړه ناوړه خبرې کوي. هر چیرته چې ځې د خلکو سترګې درپسې وي."

’’ زه غواړم له خلکو سره و اوسم او له هغوې سره اړیکي ولرم. غواړم احساس وکړم چې نورماله یم، لکه د نورو خلکو په شان چې همدغه کارونه کوي.’’

عامر دا خبره نه مني چې ۲۰ کاله مخکې دی د یوه شکمن ترهګر ملګری و- خو په خپله خوښه مني چې په لندن کې ېې د بنسټ پاله واعظ ، ابو قطاده،د ویناګانو په غونډو کې ګډون کاوه، د کلونو په تېرېدو سره افراطي شو.

"ما به د هغه ویناګانو ته غوږ نیوه. پوهېږم چې هغه کوم بد سری نه دی، دقیقا په دې پوهېږم (له هماغه وخته)، ترکومه چې زه پوهېږم هغه له بن لادن سره کوم تړاو نه درلود او هېڅکله، هېڅکله ېې په خپلو کړیو کې د هغه په اړه وعظ نه کاوه. او هېڅکله ېې څوک نه هڅول چې افغانستان ته ولاړشي."

کله چې عامر سعودي عربستان ته له ستنېدو انکار وکړ، ځکه چې ښځې ته ېې اجازه نه وه چې ورسره یوځاې شي، هغوې کابل ته ولاړل.

"هغه وخت د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې، حالات دومره بد نه وو"

هغه ادعا کوي چې په خپله خوښه ېې خیریه کارونه کول- د نجونو لپاره د ښونځیو پرانیستلو او څاګانو ایستلو کارونو کې ېې مرسته کوله.

"دا کومه رسمي خیریه موسسه نه وه لکه هغسې چې اسنادو کې راغلي. نه، ټولنې سره د مرستې لپاره دا زموږ خپله یوه طریقه وه. خپل هغه کارونه مو کول چې په کې ښه تجربه مو درلوده، ځکه موږ پوهېدو چې هغوی ورته اړتیا لري. پوهېدو چې د یوه ښوونځي پرانیستل څومره لګښت غواړي. ډېر که لږ.

د بي بي سي د کورنیو چارو خبریال ډومینیک کاسیاني تبصره: "د ۱۹۹۰ لسیزې وروستي کلونه دعصري اسلامي سیاسي هویت په جوړېدو کې یو ډېر مهم وخت و.

د بوسنیا د جګړې په وخت کې، زیات شمېر ځوانو مسلمانانو له ډله ییزې وژنې څخه د ولسي وګړو د ساتنې لپاره جګړه کوله- د هغوې په فکر دا د ځاني دفاع لپاره یو مشروع جهاد- او عادلانه جګړه وه.

شاکر عامر وايي چې دی هم د بشري خیریه کارونو لپاره بوسنیا ته ولاړ"

"ځینو مسلمانانو بحث کاوه چې ایا دوی به په یوه اسلامي دولت کې ښه ژوند ولري که څنګه- او ډېرو کسانو غوښتل هغه مرموزه نوى دولت چې طالبانو جوړ کړی و وپلټي. نو ځکه ډېر کسان له پاکو خیرىه نیتونو سره افغانستان ته لاړل.

خو په همدې وخت کې اسامه بن لادن هم هلته اوسېده، او ځېنې کسان ېې د خپل افراطي هدف لپاره جلب او وګومارل. خو په بریتانیا کې، ځینو واعظینو لکه ابوحمزه، چې اوس په امریکا کې په عمري بند محکوم دی، او ابوقطاده،چې بیرته اردن ته واستول شو، په زیاتېدونکي توګه د القاعدې په پلوۍ سخت دریځ غوره کړ.

په داسې حال کې چې دا بحثونه کېدل، د بریتانیا استخبارات د هغوی په کړیو کې ننوتل او تر ننه پورې د استخباراتي مشرانو له نظره دا دوه کسان ډېر خطرناکه بنسټپاله کوونکي واعظین بلل کېږي چې بریتانیا کې ېې ساری نشته.

۲، بګرام او کندهار

پر امریکا د سپټمبر د یولسمې له بریدونو وروسته، عامر په افغانستان کې د هغو کسانو له خوا ونیول شو چې غوښتل ېې د القاعدې احتمالي شکمن کسان پېدا او ونیسې او د انعام د پېسو په بدل کې ېې حکومت ته وسپاري.

عامر لومړی د امریکايي ځواکونو له خوا کابل ته نژدې د بګرام هوايي اډې کې ساتل کېده. هغه وايي کله چې ېې د ده سر پر دیوال باندې واهه بریتانوي استخباراتي مامورین په خونه کې موجود وو.

"شک نه لرم چې هغه یو انګریز و، د خبرو د ډول له مخې ېې، د احتیاط کولو له مخې ېې څرګنده وه، ځکه چې لیرې ناست وو او ماته ېې کتل."

عامر وايي پوهېږي چې الشیخ ال-لیبي ته څه پېښ شول- هغه لیبیايي چې په غلطه ېې فکر کاوه چې القاعده له صدام حسین سره اړیکې درلودې او اعتراف ېې کړی و، ادعا کېږي چې ترشکنجې لاندې ېې اعتراف کړی و، دوې یوله بله سره تړاو درلوده. ایا دا ریښتیا ده چې ده هغه لیدلی وو چې له بګرام څخه ېې په تابوت کې ژوندی ایستلی و؟

"هو، دا سمه ده."

د انځور حقوق Getty

هغه بیا د کندهار هوايي ډګر ته یوړل شو او هلته ورسره "ډېره بده رويه" وشوه، امریکايي عسکرو ته "حق ورکړل شوی و چې هر څه چې غواړي له ده سره ېې کولای شي."

"هغوې’ د هرکلي ډلې’ په نامه یوڅه لري. د هوايي ډګر پر کانکریټي ځمکه دې ښه وهي او ډبوي، مخکې له دې چې تا یوسې او قضیه دې وڅېړي. د دوه درې ساعتونو لپاره ېې دا کار وکړ او ما په ريښتیا احساس وکړ چې دا شپه به ژوندی پاتې نشم."

هغه وايي په زوره اړشوی و چې ۹ ورځې خوب ونه کړي، خوراک نه ورکول کېده، په کنګلو اوبو کې به ننه ایستل شو او بیا به پر کانکریټي ځمکه په ژمي کې ۱۶ ساعته ودرول شو. هغه وايي یو تحقیق کوونکي ګواښ وکړ چې پر پنځه کلنې لورباندې به ېې جنسي تېری وکړي.

’’دا تر ټولو سخت څیز و، داسې تر ټولو سخت چې ما هېڅکله نه و اورېدلی. که خبرې ونه کړې، پر لور به دې جنسي تیری وکړو او ته به ېې ژړا اورې چې وايي"پلاره،پلاره". دا په بشپړ ډول غیرانساني کار و. له وهلو ټکولو هم بد و،له هرڅه نه بد و، د خپلې لور په اړه مې فکر کاوه او بېخي چوپ ناست وم."

د انځور حقوق Getty

ایا د هغه وخت لومړی وزیر ټوني بلېر، باید د دې پېښو مسول وبلل شي؟

"یواځینی شی چې زه ېې په ریښتیا غواړم دا دی چې ټوني بلېر او نور کسان چې هغه وخت په حکومت کې وو حقیقت ووايي، لکه زه چې نړۍ ته حقیقت وایم. زما یواځینی هدف دا دی چې دا پېښې چې تراوسه پورې روانې دي، ختمې کړل شي.

"هغوې ټول پوهېږي، هغوې پوهېږي چې څه ېې کول. ځکه که دا کسان چې د دولت مشران دي نه پوهېږي، نو څوک باید پوه شي؟"

ډومینیک کاسیاني:"د حکومت یو ویاند وايی بریتانیا په ټینګه د ناوړه روې پرضد ولاړه ده،زیاتوي: "موږ دشکنجې په کارولو یا ظالمانه غیر انساني یا سپکونکې روېې یا سزاګانو کې ګډون نه کوو، نه ېې غواړو، نه ېې هڅوو، سترګې ورباندې نه پټوو، د هر هدف لپاره چې وي." ستونزه دا ده چې، هېڅوک نه پوهېږي چې آیا د سپټمبر د یولسمې له پېښو وروسته به ځینو بریتانوي مامورینو په دغسې رویو کې برخه اخیستې وي که نه.

"درې کاله مخکې حکومت هغه نیمه رسمي پلټنې لغوه کړې چې ادعا کېده بریتانیا په هغو کارونو کې لاس درلود چې د ترهګرۍ شکمن کسان به په نورو هېوادونو کې پټوځایونوته وړل کېدل او تر شکنجې لاندې به ورڅخه پوښتنې اختنې کېدلې- له هغې وروسته نورو پلټنو همدا اوس په کار پېل کړی دی. هغه مقررات چې که د بریتانیا استخباراتي مامورین په بهرنیو هېوادونو کې له بندیانو سره ناوړه رویه وویني باید څه وکړي،يواځې په ۲۰۱۰کال کې په بشپړه توګه څرګند شول."

۳، د عامر پر خلاف د امریکا د متحدو ایالتونو ادعاګانې

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت باور لري چې عامر د القاعده یو پوځي روزل شوی کارکونکی دی چې د افراطي هدفونو لپاره ګمارل شوی و او له اسامه بن لادن سره ېې نژدې اړیکې درلودې.

"که دا ټولې ادعاګانې ريښتیا وي، که امریکا زما په اړه نړۍ ته ریښتیا ویلي وي، نو ولې ېې خوشي کړم؟ دا څنګه شو چې شپږ کاله زه هلته وم او بیا جورج بوش حکومت زه خوشي کړم؟ زه تاسو ته همدا اوس وایم چې، دا (ادعاګانې) ريښتیا نه دي. هغه ادعاګانې چې هغوې زما په اړه کړي هیڅ یوه هم ريښتیا نه ده ."

ډومینیک کاسیاني: "د بریتانیا MI5 استخباراتو د ۱۹۹۰ په وروستیو کې د عامر په اړه پلټنې کړې وې. اوس هغه تر جنایيي پلټنو لاندې نه دی- او په حقیقت کې سکاټلینډ یارډ پولیسو وړاندیز کړی چې د هغې ناوړه روېې په اړه به پلټنې وکړي چې ده ویلې له امله ېې ځوریدلی دی.

"د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند وايي هغوی ناوړه رویه نه زغمي. هغه وویل ’شاکر عامر په ګوانټانامو کې په قانونې توګه توقیف شوی و،’ "د دې قانوني اړتیا سره سم چې دهغه د امنیت لپاره به داسې ترتیبات نیول کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره به د عامر بالقوه ګواښ د پام وړ توګه له منځه بیايی، د دفاع وزیر د یوې فیصلې له مخې هغه بریتانیا ته انتقال شو. "د ګوانټانامو د بندیانو ټولې قضېې یو له بله سره توپير لري او په دې قضېې کې یو شمېر عوامل وو چې له امله ېې دبریتانیا په حکومت کې،زموږ له ملګروسره نورو خبرو اترو او همغږۍ ته اړتیا وه."

۴، ګوانټانامو

د ۲۰۰۲ کال د والنټاین یا مینانو په ورځ، عامر ګوانټانامو ته انتقال شو چې دی وايي هلته شکنجه شو.

"په لومړیو څو ورځو کې، زه پوهېدم چې دا له هغې چې ما فکر کاوه بدتره وو. ځکه موږ ته ېې ویلي وو چې ښه رویه به راسره کېږي. موږ ته ېې ویلي وو چې ګوانټاناموکې به د ژنیوا د تړون له مخې راسره رویه کېږي.

نو موږ فکر کاوه چې د انسانانو په توګه به راسره رویه کېږي. هېڅوک تاسو سره کومه بده رویه نشي کولای ځکه چې تاسو اوس په یوه امریکايي توقیفځاې کې اوسئ."

"خو زه حيران شوم. په لومړۍ ورځ حیران شوم- په لومړۍ ورځ نه بلکه په رارسېدو سره په لومړۍ ثانیه کې- ځکه هغوی حتی خبرو ته اجازه نه درکوي. پر پښو مو راکشوي، فقط راکشوي او راکشوي مو، او بیا، له کیڼ او ښي اړخه په وهلو پېل کوي."

هغه وايي په تر ټولو ښه ډول ګوانټانامو داسې بیانولی شي چې د هري پاټر په کتابونو کې ېې له یوځاې سره پرتله کړي.

"د هري پاټرپه کیسه کې یوه ټاپو شته چې ازکبان نومېږي. هلته خوښۍ نشته، ټول احساسات ستاسو له بدنه باسي. نور هیڅ کوم احساس نه لرئ. په ريښتیا هلته مې هر وخت دغسې یو احساس درلود. دا ازکبان دی. دا د دې نړۍ نه دی،ځکه هغوې دغسې هڅه کوله."

عامر وايي د"cell extraction" يه یوې ځانګړې طریقې به له خونې څخه ایستل کېده، په کال کې له ۳۰۰ ځلو نه ډیر،په دې طریقې کې د هغو بندیانو پر ضد له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل کېږئ چې د چارواکو د امر اطاعت نه کوي. خو هغه وايي شکنجه په بل ډول کېدله.

د انځور حقوق Getty

"په ګوانټانامو کې هغوې ډېراحتیاط کاوه. په ډېراحتیاط سره. په ګوانټانامو کې د شکنجې ټولې طریقې داسې دي لکه تر پردې لاندې چې کېږي." عامر وايي دوه کاله او لس میاشتې په یوه خونه کې یواځې ساتل شوی دی.

"هر ډول مخلوقاتو سره مې ملګرتیا شوې وه. یو له هغو څخه مېږیان وو. ځکه چې هغوې ښکلي وو،په هغه ډول چې دوې خپل کارونه کول او نور. هېڅکله نه پوهېدم چې څومره وخت له هغوې سره تېرولاې شم. خو هغوې ته مې کتل. د بېلابېلو مېږیانو په اړه مې زده کړه کوله، بېلابېل رنګونه او د کړنو بېلابېل ډولونه. ډیرشیان مې زده کړل."

هغه وايي د شکنجې یوه پېښه هغه وخت وشوه چې هغوې غوښتل د ده د ګوتو نښان او عکس واخلي. "هغوې زما د پښې په وهلو پېل وکړ. چونډي کولم ېې. ګوتې به ېې زما په سترګو کې وهلې. پر حساسو ځایونو باندې. ما به چیغې وهلې،چیغې او چیغې. هغوې ویل عکس راکړه. دګوتو نښان دې راکړه. او بیا ېې د دوه نیموساعتونو لپاره پرلپسې یو غټ څراغ راباندې واچوه. ښايی له همدې امله وي چې زما په سترګو کې اوس یو ډول داغونه شته دي.

"ایا هغوې زما روحیه ماته کړه؟ په ډاډ وایم چې، نه. خو ایا زه ستومانه شوم؟ ایا له خپلو کارونو بېزاره شوم؟ ایا غواړم چې بس ېې کړم؟ هو."

عامر وايي هغوی له لوړ غږ موسیقي څخه هم کار اخیسته چې د ده لپاره کومه ستونزه نه وه:" ما به ورسره سندرې ویلې"

د انځور حقوق Department of Defense

"ما به ډېرې سندرې ویلې،ځکه ما فکرکاوه چې کلمې ېې زما لپاره سمې وې." د یوه پردیس مسافر په شان یواځې ګرځېدو ته پېدا شوی یم، ځکه پوهېږم چې د خیال په کوڅو کې یواځې ګرځېدل څرنګه وي. "او دا ريښتیا دي ځکه چې دا تش خیال دی. هغه خیال چې یو وخت به کور کې یم، او آزاد به یم، ګوانټاناموب ه بنده وي،"

عامر وايي نه غواړي چې د بریتانیا حکومت پرخلاف حقوقي دعوا وکړي،خو د زیان د جبران یا تاوان په اړه "نشي غږېدای."

"نه غواړم د هېچا پر ضد دعوا وکړم. زه صرف غواړم چې خلک ريښتیا ووايي. چې موږ په ريښتیا پوه شوو چې څه پېښ شول او د بیا پېښېدو مخه ېې ونیول شي."

"له لومړۍ ورځې مې کوم شک نه درلود چې زه به خوشې کېږم ځکه شک نه لرم داسې کوم کار مې نه دی کړی چې له امله ېې د هغه څه وړ شم چې پېښ شول. او زه پوهېږم چې عدالت به بریالی کېږي. کلونه کلونه وروسته، کلونه کلونه وروسته. عدالت به بریالی کېږي. نلسن منډېلا ۲۷ کاله وروسته ازاد شو او د خپل هېواد ولسمشر شو. ما په ۱۴ کلونو کې نړۍ ته ثابته کړه چې زه ښه شخص یم او هغوې بد خلک دي.

"لطفا اجازه راکړی چې د ګوانټانامو په اړه نړیوالو ته حقیقت ووایم. هغوې له هغو پېښو څخه خبر کړم چې هلته تېریږي، ځکه چې نړۍ حق لري پوه شي چې په دې وخت کې هلته څه تېريږي. زه به ترخپلې وسې هڅه وکړم چې دا ځاې بند شي. او زه غواړم بیا ګوانټانامو ته لاړشم. که هغوې اړتیا لري چې زه هلته ورشم او د دې ځاې په بندولو کې ورسره مرسته وکړم. د خداې په مرسته به زه بېرته لاړشم.’’

ډومینیک کاسیاني: "د هغو خلکو لپاره چې د سپټمبر د یولسمې د بریدونو په پایله کې په افغانستان کې نیول شوي، د استخباراتو ادعا شوې قضیه هرڅه چې وي، د ګوانټانامو یو میراث دا دی چې افراطیونو ورڅخه د خپلو مقصدونو لپاره کار اخیستی. کله چې خپله اعلان کړي اسلامي دولت ډلې له وژلو نه مخکې خپلو یرغملیانو ته نارنجي لباسونه واغوستل، دا یو قصدي کار او ګوانټانامو ته یوه اشاره وه، ځکه اوسني جهادیان ادعا کوي چې لویدیځوال له مسلمانانوسره څه ډول رویه کوي. شاکر عامر دا افراطیون غندلي دي- او دا ښايي د هغوې د کمزوري کولو لپاره یوه پیاوړې شېبه وي."

شاکرعامر: "افراطیونپه بریتانیاکې د ژوند کولوحق نه لري"

۵، کورته راتلل

شاکر عامر له ۱۴کاله توقیف وروسته د اکتوبر پر ۳۰ نیټه بېرته بریتانیا ته لاړ. هغه وايي له تلو یو ساعت مخکې خبر نه و چې آزادېږي به. د دلندن د بیګین هیل په هوايی ډکړ کې له راښکته کېدو وروسته ترطبي ازموینو لاندې ونيول شو او خپله ښځه ېې ولیده.

"سخته ده سړی وپوهېږي چې څه ډول احساس به ولري. یعنې، دا داسې یو شی دی چې موږ ېې تل هیله کوله، د هغې لپاره مو مبارزه کوله. کله چې دا کار وشو،فکر مې کاوه چې ایا په ريښتیا شوی او زه په ریښتیا په کورکې یم؟ سړي ته د ژړا او خندا ګډ احساس پېداکېږي." عامر وايي ښځې ته ېې لومړني الفاظ دا وو چې"زه بېرته راغلم" او دواړو ژړل.

د هغه څلور ماشومان اوس تنکي ځوانان دي. خپل کشر زوې ېې هیڅکه نه وو ليدلای، پر هغه ورځ زېږېدلی وو چې دی ګوانټاناموته یوړل شو. " زه داسې یو پلار یم چې ۱۴کاله مې د پلارتوب دنده نه ده پرځاې کړې. هغوې مې هغه وخت پريښودل چې کوچني ماشومان وو،تل به مې په غېږ کې نیول او وړل به مې. او اوس هغوې لوې شوي دي."

د انځور حقوق PA

"که څه هم دا د خوښۍ یوه شېبه وه، په عین وخت کې غمجنه هم وه. د خوښۍ شېبه وه چې بیا مې خپل ماشومان ولیدل، خو داسې غمجن وم چې هغوې مې د خپلو ماشومانو په توګه نه احساسول. هغوې ماته ګوري او هڅه کوي وپوهېږي چې دا سړی څوک دی؟ خو د هغوې له سترګو،زه احساس کوم چې یو پردي او بېګانه سړي ته ګوري."

’’که څه هم دا یوه ځانګرې شېبه وه او حتی له هغې نه زیاته،خو (بریتانیا ته له راستنېدو وروسته) شیان یو څه بدل شوي دي، او هغوې په دې پوه شول چې دوې پر پلار باندې ډیر ګران دي، او دی هڅه کوي د هغوې د ارامولو لپاره هر څه وکړي، له هغوې سره واوسي. او هغوې راسره ورو ورو بلدېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغه وايي د ده د آزادۍ په اړه تر ټولو ښه شی "په خپله آزادۍ" ده. "فقط دا احساس چې ته آزاد ېې، چې له خوبه راويښ شې او پوهېږې چې هیڅوک به تاته نه وايي چې څه وکړه او څرنګه ېې وکړه یا داچې له خوبه راويښ شې او نه پوهېږې چې له خونې راوتلو سره به په هرګام کې زولنو سره ګرځې."