ازانګه کالم: خبره همدومره نه ده

د انځور حقوق
Image caption هغه څه چې له کبله یې خبره تر دې ځایه رسېدلې، ډېره یادونه یې هم نه کېږي او پام هم ورته لږ دی

د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت، خو نن خبره همدا ده، چې اروپا ته له یوه کاله په لږ موده کې نژدې ۱۵۰ زره افغان کډوال ورسېدل.

خو خبره همدومره نه ده، بلکې نور یې نامعلوم شمېر لا هم هاخوا دېخوا په لارو ګودرو کې سرګردان دي.

د ځینو مړي مختلفو ساحلونو ته رسېدلي دي، خو داسې کم نصیب هم لږ نه دي، چې بې ګوره، بې کفنه د سمندرونو په تل کې پراته دي.

دوی چې نامعلومو منزلونو ته رهي وو، په تیارو لارو کې مړه شول او د وطن د هدیرو سرې، شنې جنډې یې هم نصیب نه شوې.

هلته په هرات کې د کډوالۍ ادارې چارواکي وايي، چې هره ورځ ورته له ایرانه هغه شړل شوي لسګونه افغانان ورځي، چې اروپا ته د سفر په لومړي پړاو کې یې ایراني امنیتي ځواکونه نیسي او هېواد ته یې شړي.

دوی وايي اوس یې دا یو ورځنی معمول شوی دی، چې تش لاس هېواد ته ستانه شويو ځوانانو ته د مایوسۍ د سفر په لومړي پړاو کې د خیټې اور وژلو لپاره یو څه وچه، لنده ډوډۍ چمتو کړي.

خو خبره دومره هم نه ده.

یو سل او پنځوس زره هغه دي، چې د چارواکو یا خبریالانو قلمونو ثبت کړل.

د هرات په ' انصار ' کمپ کې شته کسان به هم یا ثبت شوي وي او یا به ثبت کېږي. هغه چې د کبانو خوراک شول یا یې ځېګرونه د پوله ساتو ځواکونو د ټوپکو باړونو غلبیل کړل ښايي هېڅکله هم په کوم لیست کې را نه شي.

ډارونکې خبره مګر دا ده، چې د انسانانو د سرونو یو بل بې سروپایه کتار دی، چې څوک یې نه ویني او په کوم لیست کې یې نومونه هم نه شته، خو شته دي، د سفارتونو دروازو کې، د قاچاقي لارو په کوډلو کې، په دښتو کې، په غرونو کې، په کانتینرونو کې، په ربړینو کښتیو کې، چې په دې هر څه سترګې پټوي او اروپا ته د تلو لپاره د ګوتو په څوکو انتظار کوي.

دغه خلک خپلې '' بریا '' ته دومره بېړې اخیستي، چې د کورونو لوښي هم پخپل ځای نه پريږدي، چې وايي، بېرته ستنېده مو نه شته، هسې خرابیږي!

دا هم هغه څه دي، چې په رسنیو کې د تودو خبرونو په بڼه رابرسیره کېږي، خو هغه څه چې له کبله یې خبره تر دې ځایه رسېدلې، ډېره یادونه یې هم نه کېږي او پام هم ورته لږ دی.

ډېری کډوال هم اروپا ته له رسېدو وروسته نه وايي، چې بې له شکه ناامنيو اړ کړي، چې له کور کلي کډه پر سر شي، خو دوی اروپایانو ته څه چې خپلو ته هم نه وايي، چې خبره یوازې دومره نه ده، بلکې دوی چې پنځه اتیا سلنه کرونده ګر او بڼوال دي، کاریزونه یې وچ شوي دي، له سولې سره اوبو ته هم تږي دي.

دوی په ولورونو پسې پښې تڼاکې کوي، د دوی په کليو کې له هدیرو پاتې لږ ځمکه کور یا کروندې ته ځکه بسنه نه کوي، چې یا غصب شوې او یا دا چې ځنګلونه یې تبر خوړلي، سیلابونو شړولې دي.

د سردرد په ګولۍ پسې څو کیلومتره مزل کوي.

دوی دا هم چا ته نه وايي، چې لکونه نور خپل خپلوان یې له کلیو ښارونو ته کوچیږي او هلته په نشت د حساب وسایلو پر سره د یوه بل ګریوانونه څېري.

دوی ښايي ځکه دا هر څه نه وايي، چې فکر کوي، خبره همدومره ده، خو خبره همدومره نه ده، بلکې کرکېلې ته لږ توجه، د کوچنیو بندونو جوړول، له وسه سره سم کلیوالو سیمو ته د ښاري اسانیتاوو لیږد، تعلیم او تربیې ته مناسبه توجه، د فساد او غصب مخنیوی تر ډېره حده خبره سمولای شي.