د چين زړو کسانو ساتنه به څوک وکړي؟

Image caption د چين په ځینو سیمو کې زاړه کسان په بدو شرایطو کې ژوند کوي

چین هغه هېواد دی چې د نورو هېوادونو په پرتله د زړو کسانو شمېر په کې ډېر دی خو هغسې چې ښايي، د چین حکومت د دې زړو کسانو پالنه او ساتنه نه کوي.

په تېر کې به بچیانو د خپلو میندو او پلرونو پالنه او ساتنه کوله خو اوس مهال په چین کې د ډېرو لږو میندو او پلرونو ساتنه بچیان کوي.

په چین کې د شي جینګ معبد په بشپړه توګه د یوه بل هدف لپاره کارول کېږي او هغه دا چې د زړو کسانو پالنه او ساتنه په کې کېږي.

د بي بي سي خبریاله سیلیا هټن دې معبد ته ورغلې او له دغو زړو کسانو سره یې خبرې کړې دي چې په دې رپوټ کې یې اورو.

د شي جینګ په معبد کې د زړو کسانو ژوند ډېر منظم دی. دوی دلته ورځ د بودايي کتابونو په لوستلو پیلوي او بیا سبناري خوري.

د سهار له اتو بجو تر نهو پورې سندرې بولي او له موسیقۍ خوند اخلي. له غرمې وروسته هم بودايي کتابونه لولي. په دې معبد کې مېشت زاړه کسان غواړي چې خپل مذهبي چارې ترسره کړي. شي ګوازی یو له دغو زړو کسانو ده چې په دې معبد کې ژوند کوي.

دی وايي "زه څلور زامن لرم خو هېڅ یو هم نه غواړي چې زما ساتنه وکړي، لس کاله وړاندې دلته راغلم، وروسته مې خور هم دلته راغله، اوس موږ دواړه همدلته ژوند کوو او پر یو بل پام کوو."

دا معبد په ۱۹۹۹ کال کې جوړ شو چې وروسته د زړو کسانو د پالنې په مرکز بدل شو. د دې مرکز مشر ننسینګ وايي په ځینو سیمو کې زاړه کسان په بدو شرایطو کې ژوند کوي.

په لرو پرتو سیمو کې د زړو کسانو ژوند ډېر سخت دی، یو شمېر کسان خپل میندې او پلرونه نه ساتي او دا کار اوس ډېر کېږي. زاړه کسان په یوازې سر له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي، ځیني کسان خو ان ځانونه وژني.

دا په چین کې یوازینی مرکز دی چې په وړیا توګه د زړو کسانو ساتنه او پالنه کوي. په دې معبد کې شاخوا سل تنه ښځې او نارینه اوسېږي، له دې ډلې نه ځینو یې کلونه په دې مرکز کې تېر کړي او اوس یې عمر له سلو کلونو نه اوښتی دی.

د دغه ځای يو اوسېدونکی وايي، "دا ډېر ښه ځای دی، موږ دلته اړ نه یو چې سخت کارونه ترسره کړو، ان اړ نه یو چې ځای پاک کړو، د دې ځای ژوند مو له پخواني ژوند سره نه شي پرتله کېدای، که په کور کې یې زما ساتنه کولې نو زه هلته پاتې کېدم، خو اوس مو دا ځای خوښېږي."