د فرانسې جوماتونو کې نامسلمانو ته د 'چایو میلمستیا'

د انځور حقوق Reuters
Image caption جوماتونو کې د نامسلمانو بلنې ته د ' د ورورګلوۍ د چایو یوه پیاله ' نوم ورکړل شوی

په ټوله فرانسه کې جوماتونو خپلې دروازې د خلکو پر مخ پرانیستي، چې له نامسلمانو سره خبرې اترې او پوهاوي وهڅوي او د مسلمانانو او اسلام په اړه رامنځته شوې ناسمې انګېرنې سمې کړي.

دا نوښت په پاریس کې د چارلي ایبدو پر طنزي مجلې او د یهودانو پر یوه لوی پلورنځي د بریدونو پر لومړۍ کلیزې شوی دی.

د اوونۍ په رخصتیو کې د پرانیستو ورځو سمبالوونکو وویل، غواړي د ملي پیوستون د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د فرانسې د اسلامي ټولنې مشر انور کبابېش د ټولو عقايدو له لرونکو غوښتي، چې جو ماتونو ته ورشي، خبري سره وکړي او نظريات سره تبادله کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه پروګرام کې د فرانسې لر او بر کې سلګونه جوماتونه برخه لري

په پاریس کې ولسمشر فرانسوا هولاند د یادونې له هغې دړې پرده پورته کړه چې د تېرکال په بریدونو کې د وژل شوې یوې پولیسې په یاد جوړه شوې.

تېر کال نومبر میاشت کې د پاریس بریدونو پایله کې پاریس کې ۱۳۰ کسان ووژل شول او له هغه راهیسې فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی.

جوماتونو کې د نامسلمانو بلنې ته د ' د ورورګلوۍ د چایو یوه پیاله ' نوم ورکړل شوی دی او پکې د فرانسې سلګونه جوماتونه شامل دي.

د فرانسې مسلمانانو شورا مشر انور کبابیچ له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، هدف دا دی، چې ولس ته له مسلمانونو سره د یو ځای کېدو یو فرصت چمتو شي.

نوموړي ويلي پر چارلي ایبدو مجلې د برید کلیزې په مناسبت یې ځکه د دغې میلمستیا چمتو کولو تابیا کړې، چې وايي د اسلام اصلي ارزښتونو په اړه پوهاوی ډېر شي.

هغه وايي دوی غواړي هغو ته د اسلام په اړه حقیقت څرګند شي، چې د اسلام او او ترهګري یا سخت دریځۍ په اړه ډول ډول خبرې اوري.