چاکلیټو کې پلاسټیک ټوټې موندل شوې، له ۵۵ هېوادونو بېرته ټولیږي

د انځور حقوق Getty
Image caption د پلاسټیک دغه ټوټې د کمپنۍ په هغو چاکلیټونو کې موندل شوې، چې هالنډ کې د یادې کمپنۍ په کارځای کې تولید شوي

د نړۍ له سترو چاکلیټ تولیدونکو کمپنیو نه یوې ( مارس ) اعلان کړی، چې د نړۍ له ۵۵ هېوادونو خپل چاکلیټ بېرته ټولوي.

دغه پرېکړه له هغه وروسته وشوه، چې جرمني کې د جنورۍ میاشت کې یوه سړي د دغې کمپنۍ چاکلیټو کې د پلاستیک ټوټې وموندلې.

له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې د پلاسټیک دغه ټوټې د کمپنۍ په هغو چاکلیټونو کې موندل شوې، چې هالنډ کې د یادې کمپنۍ په کارځای کې تولید شوي دي.

د کمپنۍ یوه ویاند ویلي د کمپنۍ هغه ټول تولیدات له بازاره ټولوي، چې دغه کارځای کې رغول شوي دي.

هغه هېوادونه، چې مارس ورنه خپل تولیدات ټولوي اروپا کې دي. دغې امریکايي کمپنۍ تر اوسه نه دي ویلي، چې د ټولو بېرته ټولیدونکو تولیداتو بیه څومره ده او یا یې کچه څومره ده.

د کمپنۍ په خبره دوی ځینې تولیدات احتیاطاً له بازاره ټولوي.

هغه تولیدات، چې برتانیا کې له دغې ستونزې اغیزمن بلل کېږي، فن ساز مارس، ملکي وې بارز او سلیبرېشن چاکلیټ نومیږي. له هالینډ نه هم او سنکرز چاکلیټونه د دغې پرېکړې له مخې ټولیږي.